Language

author avatar
23 Dec 2018 - 16:04
author avatar
23 Dec 2018 - 16:04

د چین او پاکستان اقتصادي کورېډور یوه ستره اقتصادي پروژه ده چې په وسیله به یې د چین په سینکیانګ کې کاشغر د پاکستان په بلوچستان کې له ګوادر بندر سره ونښلول شي. د چین او پاکستان اقتصادي کورېډور د پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي او دا ستره پروژه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره زمینه او شرایط برابر کړي.

د چین او پاکستان د اقتصادي کورېډور اوږدوالی ۳۰۰۰ کیلومتره دی، ټول لګښت یې ۴۶ میلیارده ډالره اټکل شوی چې د چین له لوري به ورکول کېږي او یاده پروژه به تر ۲۰۳۰ زکال پورې بشپړه شي. د چین او پاکستان اقتصادي کورېډور به د پاکستان له اقتصادي ودې او پرمختګ سره ډېره مرسته وکړي او دغه هېواد به په سیمه کې د انرژۍ د لېږد په یوې مهمې لارې بدل کړي. کورېډور به د جنوبي اسیا اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت په بشپړه توګه بدل کړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي اړیکو او همکاریو له پراختیا سره ډېره مرسته وکړي.

چین په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې د نوي بدلون له مخې غواړي له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکو او په سيمه کې خپلې اغېزې ته پراختیا ورکړي. د چین او پاکستان اقتصادي کریډور به د چین د اقتصادي ودې او پرمختګ او د دغه هېواد د انرژۍ د امنیت له خوندیتوب سره ډېره مرسته وکړي. چین به د جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا، ختیځې آسیا او د فارس خلیج طبیعي زېرمو ته خوندي لاسرسی پیدا کړي او په سیمه کې به یې رول او اغېز د پام وړ پراختیا ومومي.

د چین او پاکستان اقتصادي کورېډور به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره زمینه او شرایط برابر کړي. دا چې پاکستان د افغانستان په ګاونډ کې موقعیت لري، نو له همدې امله د پاکستان او چین اقتصادي کورېډور به د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. د کورېډور ختیځه لار به د چمن له لارې ګوادر بندر له افغانستان سره ونښلوي. ګوادر بندر به بحر ته د افغانستان لار ډېره لنډه کړي او له ګوادر بندر سره د افغانستان تړل کېدل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا سبب شي. د یادولو ده چې چینایانو په دې وروستیو کې غوښتنه کړې چې افغانستان دې هم د چین او پاکستان له اقتصادي کریډور سره یو ځای شي، خو تر اوسه پورې د افغانستان حکومت په رسمي توګه له یاد کریډور سره یوځای کېدل تایید کړي نه دي. د چین او پاکستان اقتصادي کریډور سره د افغانستان یوځای کېدل به چین او پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا او د افغانستان په شمول په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت سبب شي.

د پاکستان او چین د اقتصادي کورېډور د جوړېدلو په صورت کې به افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه د دې فرصت ترلاسه کړي چې خپل سوداګریز توکي د ګوادر بندر له لارې منځني ختیځ او اروپا ته ولېږدوي او افغانستان به د چین او د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ له سوداګرۍ او تزانزیټ څخه هر کال د پام وړ عواید ترلاسه کړي. د دې تر څنګ چینایان او پاکستانیان مجبور دي چې د چین او پاکستان د اقتصادي کورېډور پروژې په ښه او بریالۍ توګه د تطبیق لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت څخه ملاتړ وکړي. په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ د دوام په صورت کې به د پاکستان او چین د اقتصادي کورېډور پروژه له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د پاکستان او چین اقتصادي کورېډور د جوړېدلو پر وړاندې ډېرې ستونزې پرتې دي. په بلوچستان کې روانه بې ثباتې او بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې، پاکستاني طالبان، د سینکیانګ بېلتون غوښتونکې ډلې، په پاکستان کې دننه سیاسي اختلافونه او اداري فساد، د هند مخالفتونه او په افغانستان کې روانه جګړه او بې ثباتي د پاکستان او چین د اقتصادي کورېډور پر وړاندې مهمې ستونزې او خنډونه ګڼل کېږي.

د پورتنیو ستونزو د شتون په صورت کې به د پاکستان او چین د اقتصادي کورېډور جوړېدل ډېر ستونزمن او حتی ناممکن وي، خو که پاکستاني او چینايي مشران د پورتنیو ستونزو په حل کې بریالي شي، نو په دې صورت کې به یاد کوریډور د دواړو هېوادونو له اقتصادي او ټولنیزې ودې سره ډېره مرسته وکړي. چینايي او پاکستاني حکومتي چارواکو په تکراري توګه څرګنده کړې چې د چین او پاکستان اقتصادي کورېډور د جوړېدو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. راتلونکی وخت به ثابته کړي چې آیا پاکستاني او چینايي مشران په دې وتوانیږي چې د چین او پاکستان اقتصادي کریډور پروژه په بریالیتوب سره بشپړه او عملي کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه