Language

څو لسيزو جګړو زموږ ګران هېواد وران ويجاړ کړ، ميليونونه افغانان شهيدان شول او ميليونونه نور کډوالۍ ته اړ شول او پر دې زموږ خلک او ټوله نړۍ ښه پوهېږي.

په داسې حال کې چې موږ د ژوندي پاتې کېدو هڅې کولې، زموږ ګاونډو هېوادونو هم زموږ په بربادۍ کې درېغ ونه کړ، د خپلو ګټو لپاره یې زموږ په خاوره کې لاسوهنې وغوځولې، رنګارنګ ډلې او ټپلې یې د خپلو ګټو خونديتوب لپاره وروزلې، پيسې او وسلې یې ورکړې. همدغه ډلې ټپلې لا تر اوسه د هغوی ګټې خوندي کوي. له دې نه هم پورته زموږ ګاونډيان، د سيمې هېوادونه او نور قدرتونه په خپلو کې اقتصادي او سياسي سيالۍ لري، په يو نه يو ډول غواړي چې په افغانستان کې لاسوهنې وکړي، څو خپلو کې توازن وساتي او خپلې ګټې خوندي کړي.

زما په نظر بېځايه به نه وي چې موږ د بهرنيو کارپوهانو، ليکوالو نظرونه، ليکنې او فکرونه خپلو هېوادوالو ته پر خپل وخت د ژباړې پر مټ ورسوو، څو ګران هېوادوال د نورو له فکرونو هم خبر شي چې بهرنيان زموږ د هېواد او زموږ د ګاونډيانو په اړه څه نظرونه لري. د ګاونډيانو ستراتيژي او د هغوی تر منځ سيالي زموږ د بربادۍ لپاره په کومو سترګو ګوري.

د همدغو کارپوهانو او ليکوالو له ډلې يو يې بلجيمي نامتو ليکوال، ژورنالېست او د يوې مجلې مسوول «خېو خوريس» دی. ښاغلی ليکوال افغانستان ته ځي او راځي، زموږ د ګاونډيانو او نورو قدرتونو په اړه په زړه پورې ليکنې کوي.

د ليکوال په اند، د افغانستان جګړه د افغانانو جګړه نه ده، بلکې دلته بهرنيان د خپلو ګټو لپاره د افغانانو په زور او د افغانانو د ژوند په قيمت دغه جګړه پر مخ بیايي.

داسې خبرې او داسې باور د افغانانو په منځ او په کابل کې تاسو په هر حال کې خو کله کله د مبالغې په بڼه هم اورېدلي شي؛ خو دا حيرانوونکې خبره هم نه ده، له ۳۶ کاله جګړې او د بهرنيانو له لاسوهنې او مداخلې څخه وروسته د افغانان په منځ کې دا يو ډول عام غبرګون دی چې اوس د هر څه مسووليت د نورو پر غاړه اچوي؛ په دې ډول ځانونه با اعتبار او ډاډمن احساسوي.

پاکستان: پاکستان خامخا غواړي چې په افغانستان کې اړين لوبغاړی و اوسې، له پاکستان سره د سعودي عربستان له خوا مرستې کېږي څو د افغانستان سني اکثريت پر وهابي اکثريت بدل کړي.

چين: چين هم له پاکستان سره درېيمه درجه همکاري کوي، څو په سيمه کې د هند په خلاف توازن وساتي، خو له توندلارو جنګي اسلامي شبکو سره دلچسپي نه لري.

هند: هند او ايران د پاکستان له ستراتيژي سره مخالفت لري، بېلابېل دليلونه ورته لري، هند له هغو ډلو سره لاس او ګرېوان دی چې له پاکستان څخه وسله وال ورځي او په کشمير کې جنګېږي. هند دغه ډار هم لري چې د پاکستان او چين ملګرتيا به په سيمه کې د هند جيوپوليټيک او اقتصادي پرمختګ ته تاوان ورسوي.

ايران: ايران نه غواړې چې بېلابېل وسله وال سني ګروپونه د دوی پولې ته نږدې شي؛ ايران د پاکستان او سعودي عربستان له ملګرتيا څخه ډارېږي چې بيا به په عربي هېوادونو کې د ايران ګټې له خطر سره مخ کېږي.

روسيه: روسيه له ۱۹۸۹ کال نه تر اوسه له شمالي ټلوالې سره هر ډول مرستې کوي چې ښاغلی عبدالله عبدالله په اوسني دولت کې د همدې ډلې مخکښ غړی دی.

امريکا: امريکا او د هغوی تر رهبري لاندې ناټو په يو وخت کې په څو بېلابېلو اسونو ځغلي، پر هند د چين په مقابل کې توازن ساتلو لپاره، پر پاکستان او سعودي عرب د ايران په مقابل کې د توازن ساتلو لپاره، پر شمالي ټلوالې د طالبانو په مقابل کې د توازن ساتلو لپاره، همدغه بېلابېلې ګډولې په افغانستان کې برياليتوب ناشونی کړی دی.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه