ټاکل شوې ده چې سبا د سعودي عربستان پلازمېنه کې د اسلامي نړۍ د ۵۴ هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران د تروریزم پر ضد د مبارزې په یو ګډ کنفرانس کې سره راټول شي او ترڅنګ یې د تروریزم پرضد د مبارزې د یو مرکز پرانېسته هم وشي.
دا چې افغانستان هم یو له هغو اسلامي هېوادونو څخه دى چې بدبختانه له تېرو څو لسیزو راهيسې له دغې نارواجګړې څخه کړیږي او هره ورځ زموږ لسګونه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوی، کورونه یې ړنګیږي، ملي شتمنۍ یې لوټ کېږي او بدبختانه یو شمېر اسلامي هېوادونه د دغو ګروپونو ملاتړ کوي، ترڅو د خپلو شومو اهدافو لپاره دغه جګړه لا اوږده کړي، نو اوس افغانستان ته څه کول په کار دي ،ترڅو له دې فرصته په ګټې اخيستنې سره وکولای شي له دې لارې هغه واقعیتونه نړۍ او اسلامي هېوادونو ته روښانه کړي چې له امله یې افغانستان کې دا بد مرغه ناروا جګړه روانه ده.
لومړی:
ولسمشرغني باید سبا په خپله وینا کې هغه مسایل اسلامي هېوادونو ته روښانه کړي چې له امله یې افغانستان کې دغه اوسنۍ مرموزه جګړه روانه ده او زیات فشار په دې راوړي ترڅو د هغو اسلامي هېوادونو څېرې بربنډې کړي کوم چې په افغانستان،نړۍ او سیمه کې ترهګر روزي، هغوى ته د اوسېدو زمینه برابروي او هغوى ته اسانتياوې برابروي، څو له دې لارې اسلامي هېوادونه هغه هېوادونه وپېژني او فشار پرې راوړي چې د اسلام دبدنامولو لپاره له دې ډلو تېر او خپلې ګټې د ګډو اقتصادي ګټو په نظر کې نیولو سره له یو بل سره راکړه ورکړه او همکاري وکړي.
دويم:
لکه څرنګه چې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام په نوم ده خو په وروستیو کې دطالبانو اړیکو د روسيې او نورو هېوادونو سره دا روښانه کړه چې داجګړه نه دا چې داسلام په نامه نه ده، بلکې دګاونډیو هېوادونو داستخباراتي کړیو یوه جګړه ده چې دافغان وژنې لپاره یې روانه کړې نو دا به ډیره ښه وي چې افغانستان کوښښ وکړي ترڅو داسلامي هېوادونو اجماع په دې برخه کې ترلاسه کړي او دغه جګړه د ټولو اسلامي هېوادونو له نظره غیر اسلامي او ناروا وبلل شي .
درېیم:
د اسلامي هېوادونو پراخو اقتصادي او سیاسي مرستو ملاتړ او ترڅنګ یې اسلامي هېوادونو سوداګرو او حکومتونو ته په افغانستان کې د پانګه اچونې له فرصتونو څخه خبر ورکول او هغوى دې ته هڅول ترڅوله افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اوږدمهالې مرستې وکړي .
څلورم:
داچې په عقیدوي لحاظ زموږ زیات مشترکات له سعودي او مصر غوندې اسلامي هېوادونو سره تړاو لري او زموږ دعام ولس ذهنتونه دغو تړاونو ته درناوى لري، نو دا زموږ لپاره یو بل ښه چانس دى، څو د خپلو خلکو د احساساتو د کنټرول او د هغوى احساساتو ته په کتو سره له دغو هېوادونو سره راکړه ورکړه پيل کړو او له دغه چانس څخه په ګټه اخيستلو سره وکولاى شو چې دا اړیکې لا ډیرې نږدې او ددغو هېوادونو له اسلامي مراکزو څخه په ګټه اخيستلو سره په افغانستان کې د افراطیت کچه کمه او په واقعي توګه سره نوي نسل ته داسلامي تقدساتو په اړه معلومات ورکول او ترټول زیات د زغم دودولو کې لویه مرسته وکړای شي .
پنځم:
په افغانستان کې دجنګېدونکو وسله والو ډلو یو زیات شمېر مالي سرچینې په عربي هېوادونو کې هغه شیخان او سوداګر دي چې هلته د افغانستان د جګړې لپاره بسپنه ورکوي او دلته یې رالېږي،څو دا خلک دلته جګړې ته ادامه ورکړي، نو ولسمشر باید په دې کنفرانس کې له دې هېوادونو وغواړي، ترڅو د هغو خلکو پر وړاندې چې تروریزم ته مالي سرچینې برابروي هم اقدام وشي څو ددې سرچینو په وچیدلو سره دوى د جګړې توان له لاسه ورکړي .
شپږم:
په کور دننه ددیني زده کړو زمینې برابرول ،دا یو تر ټولو مهمه مسله ده او په ځانګړي ډول په دې برخه کې د مصر مرسته له افغانستان سره کولى شي، ترڅو افغانستان له دې ستونزې ځان خلاص کړي او هغه افغان زده کوونکي چې د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته ځي په کور دننه د زده کړو چانس پیدا او دلته دافغانستان ټولو قوانینو ته په احترام زده کړې وکړي .
نو که چېرته دغه ټول مسایل په ښکاره توګه مطرح او د دغه کنفرانس د ګډونوالو ملاتړ ترلاسه کړلى شو، نو ډاډمن یم چې دافغانستان دسولې په بهیر کې به زیات ګټور او مثبت تمام شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.