کله چې افغانستان د کورنیو جګړو لمن ته ور ټېل وهل شو، نو ګاونډیانو د خپلو سیاسي موخو لپاره په افغانستان کې ځینې ډلې او اشخاص تغذیه کړل، دې کار په کورنیو چارو کې لاسوهنو ته زمینه برابره کړه چې دا لړۍ تر همدا نن پورې دوام لري. دا لاسوهنې هغه مهال زیاتې شوې چې د خلق او پرچم ګوندونو پلوي پوځیانو د محمد داوود خان د حکومت پرضد کودتا وکړه او محمد داوود یي له خپلې کورنۍ سره یوځای په ارګ کې وواژه.
هېواد د دغو لاسوهنو په پایله کې د تفرقو او بد بینیو په حصار کې را ګیر شو، چې له امله يې لس ییزې د پرمختګ له کاروان څخه شاته پاتې شو، کوڅه په کوڅه کورنۍ جګړې پیل شوې، د قدرتونو جزیرې رامنځ ته شوې او ټولې ابادۍ له خاورو سره یو شوې. هیلې مړاوې شوې چې افغانستان به یو ځل بیا له خاورو را پورته او د پرمختګ پر لور به ګام اخلي او پر یوه داسې هېواد به بدلیږي چې له نړیوالو هېوادونو سره بېرته اړیکې جوړې کړي.
خو کله چې په افغانستان کې د پاکستان له ملاتړ څخه برخمنه د طالبانو د واکمنۍ لمن ټوله شوه د بدلون نوی فصل پرانیستل شو. په دې فصل کې د ولسواکۍ لپاره بنسټ کېښودل شو، د خلکو د رایو پر اساس ولسمشر وټاکل شو او ملي شورا په کار پیل وکړ، دولتي تشکیلات جوړ شول او د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره رسمي تشکیلات جوړ او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول. له بده مرغه د افغانستان دښمنانانو د دغه هېواد د بربادۍ لپاره د افغان ولس له ځورولو لاس نه دی اخیستی. دوی په هر ډول او له هرې لارې هڅه کوي چې افغانستان، ثبات ته ونه رسیږي او د ناورین لپاره يې بېلابېلې نورې دسيسې جوړې کړې.
د افغانستان دښمنان له یوې خوا چې د جګړې په سنګر کې د افغان امنیتي ځواکونو پرضد د ترهګرو ملاتړ کوي له بلې خوا د ځینو کورنیو ګوډاګیانو په مرسته او همکارۍ کورنیو ستونزو ته لمن وهي او په بېلابېلو پلمو د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوي.
برېښنایي تذکرې چې وېش يي رسما د حکومت له خوا پيل شوی د افغانستان د بدلون په فصل کې تر ټولو لوی پرمختګ دی چې افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې دروي.
په افغانستان کي د بې شمېره زورواکو ډلو شتون چې د رڼو ټاکنو پر وړاند لوی خنډ بلل کیږي، د مخنیوي لپاره يې د برېښنايي تذکرو وېش تر ټولو معقوله لار ده.برېښنایي تذکرې د یوې دقیقي سرشمېرنې په جوړولو کې مهم رول لري چې په دې سره به په افغانستان کې د ټولو مېشتو وګړو حقوقو خوندي او عدالت ته د لاس رسي زمینه برابره شي. له بلې خوا په افغانستان کې ډېرۍ ترهګرې شبکې له جعلي تذکرو څخه استفاده کوي او د همدغو تذکرو په مرسته د کابل تر زړه ځانونه را رسوي چې دا ستونزه هم د برېښنایي تذکرو په وېش سره حل کېدای شي . د برېښنایي تذکرو له وېش سره به په ښارونو کې د جنايي جرمونو کچه هم تر ډېره را ټیټه شي. په ټوله کې برېښنايي تذکره د امینت په ټينګښت او د هېواد په هر اړخیز پرمختګ کې لوی رول لوبولای شي.
د افغانستان د پرمختګ او یووالي دښمنان د دې هېواد وده نه شي زغملای او په ډېر مهارت سره د دغې ملي پروسې( برېښنايي تذکرې) چې د ټولو ولس د تایید وړ ده، مخنیوی کوي او پر سره يې خنډونه رامنځ ته کوي. په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو بڼو هڅه وشوه چې په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ بېلوالی رامنځ ته کړي او په دې سره په افغانستان کې د قومي تفرقې یوه نوي فصل ته زمینه برابره کړي. دافغانستان د دښمنانو دا جګړه په هماغه کچه خطرناکه ده چې د داعش ، طالبانو او حقاني شبکو پر مټ يې پر مخ بیايي. افغان ولس په تېر کې د دغه راز لاسوهنو ، تفرقو او خپلمنځي جګړو مزه څکلې او بدې پایلې يې هم لیدلې دي چې په پايله کې کابل ښار په يوه کنډواله بدل شو او هرڅه له منځه ولاړل. نن هغه کسان چې د تفرقې ساز ته نڅا کوي باید په دې پوه شي چې افغانستان د ټولو ګډه بېړۍ ده چې په ډوبېدو سره به يې هېڅ یو ونه ژغول شي. افغانستان د ټول ګډ کور دی او ټول افغان ولس باید تر یوه واحد چتر لاندې د تل په څېر په سوله او ورور ولۍ کې ژوند وکړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.