Language

د افغانستان نوم که چېرته په بهرني هېواد کې یاد شي سمدستي د اورېدونکي په ‌‌‌‌ذهن کې د جنګ، وژنې، قاچاق، اختطاف او داسې نور بد انځورونه را وګرځي.

تر ډېره په حقه هم دي؛ ځکه چې د تېرو څو لسیزو جنګ او بې ثباتۍ له امله هغوی که د افغانستان نوم په مطبوعاتو کې اورېدلی د جنګ او وژنې خبرې ورباندې شوې.

يواځې بهرنۍ نړۍ نه، بلکې دننه په هېواد کې اوس هم زیات شمېر افغانان، افغانستان په پخوانیو زړو عینکو کې ګوري که چېرته له دغه شان خلکو سره مخ شوئ دوی زیاتره یې منفي نظري دي او په هره برخه کې منفي نظر درکوي،

دوی له هر وروستي پرمختګ څخه نا خبره دي، له دې سره سره چې د هېواد په زیات شمېر برخو کې نیمګړتیاوې شته خو پر پرمختګونو هم سترګی نه شو پټولای؛ ځکه اوس موږ په ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لرو.

لومړی د معارف په برخه بېساری پرمختګ شوی په هر ولایت کې زیات شمېر ښوونځي موجود دي  په زرهاوو زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

شاوخوا ۱۷۰۰۰ ښوونځي اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شته چې هر کال زیات شمېر ځوانان له ښوونځیو فاغیږي او د هېواد بیلابیلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لاره پیدا کوي.

همدارنګه حاضر دمه ۴۸ په شاوخوا کې لوی دولتي او غیر دولتي د لوړو زده کړو مراکز په افغانستان کې شته چې هر کال د دغه پوهنتونو څخه په زیاته اندازه محصلین فارغېږي.

دی ته ورته د نیمه لوړو زده کړو دولتي او غیر دولتي مراکز په هر ولایت کې زیات شمېر ځوانان هر کال فارغوي دا د هغو شمېرو په پرتله لوی او بیساری پرمختګ دی چې تقریباً ۱۵ کاله مخکې په دغه هېواد کې یواځې ۴۰۰۰ مکاتب موجود وو چې ورسره د زده کونکو لېوالتیا هم کمه وه.

همداشان په هېواد کې د برېښنا د ستونزې د حل په مورد د منځنۍ اسیا– جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد پروژه چې د کاسا زر په نوم یادیږي تر ډېره د هېواد د برېښنا د ستونزې د حل سره سره عاید هم لري.

د دې پروژې له لارې به له تاجکستان او قرغزستان نه، افغانستان او پاکستان ته به ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا انتقال شي.

د هوکړې له مخې، ۳ سوه مېګاواټه برېښنا افغانستان ته راځي او زر میګاواټه برېښنا پاکستان ته انتقالېږي.

افغانستان به د دې پروژې له برېښنا څخه د ګټې اخيستنې تر څنګ، هر کال ۴۵ میلیونه ډالره د برېښنا د ترانزیټ له پلوه هم عاید ولري.

د دې تر څنګ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د ټاپي پروژې پرانیسته د اقینې بندر، د کاسا زر پروژه چې مخکې پرې لږ معلومات هم وړاندې شول، د چاه بهار بندر د پروژې موافقنامه، هرات ولایت کې د سلما د بند، د افغانستان او چین ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، د هند او افغانستان تر منځ هوايي دهلېزاو بېلابېلو هېوادونو ته د افغان چارواکو سفرونه او ورسره د سوداګریزو او ترانزیټي تړونونو لاسلیک کېدل شامل دي.

د دې هرې یوې پروژې په اړوند پوره معلومات وړاندې کول او ګټې بیانول  زیات وخت نیسي خو هره یوه یې د افغانستان د ډېرو ټپونو لپاره ملهم کېدای شي

او له نېکه مرغه اوس افغانستان داسې یو هېواد دی چې په هره برخه کې لاسته راوړنې لري چې دا د ټول افغان ملت لپاره د خوښۍ ځای دی.

بله دا چې افغانستان تر بل هر وخته اوس د صادراتو لوړه کچه لري، سږ کال د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر اساس دوی وړاندوینې ښيي چې د ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه به ۱۸۰۰۰۰ ټنه تازه مېوه او دغه شان یو ميلیون متره‌ مربع غالۍ بهر ته صادره کړي.

چی دا د تېرو کلونو په پرتله د وچې مېوې په برخه کې ۳۰۰۰۰ زره ټنه زیات والی ښيي.

 

همدا شان د رسنیو په برخه کې په افغانستان کې د ۲۰۰۱ میلادي کال مخکې دلته یوازې یوې دولتي راډیو شتون درلود، خو اوس خوشبختانه تر ۷۰ تصویري او په لسګونه صوتي او چاپي رسنۍ خلکو ته د معلومات په لېږد کې مرسته کوي.

همدارنګه زیات شمېر خبري، معلوماتي او د ژوند نور اړوند مسایلو په برخه کې اوس انلاین انټرنېټي سایټونه فعالیت کوي.

اوس دلته خلک د بیان د ازادي حق له ځان سره لري کولای شي سالمه نیوکه وکړي په ازادانه ډول خپل نظر څرګند کړي او د رسنیو له لارې خپور شي.

د پرمختګونو په لړ کې بله دا چې اوس د افغانستان دولت یو قوي بهرنی او داخلي سیاست لري په کور دننه هاغه پخواني زورواکي چې هر وخت به یې غوښتل د زور له لارې په دولت کې زیات سهم ولري، اوس ټول خلکو ته افشا شوي او خپل خلک چې یو وخت یې ملاتړي بلل کېدل پر دې اوس پوه دي چې دوی پر موږ معامله کوله او ترې پر شا شوي.

د بهرني سیاست په برخه کې هغه ګاونډیان چې هېڅ وخت یې په موږ د خیر او خوښي ورځ نه لورېده او په ډول ډول دسیسو یې غوښتل چې زموږ هېواد راته وران ویجاړ کړي او تل مو ځان ته احتیاج وویني.

د هغوی اوس د زوال ورځې راغلې

 دي.

اوس په نړی کې په ډېر بد نوم یادیږي نړیوالو چې څومره ارزښت پخوا ورکاوو اوس هغومره ارزښت نه ورکوي او بار بار په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګواښل کېږي.

اوس دلته زموږ کور ته راځي او له موږ سره د ځان د خلاصون مشورې کوي سوله غواړي او د ځان د پاتې کېدو هیله کوي چې دا د افغان ولس لپاره ستر ویاړ بلل کېدای شي.

د سپورت په برخه کې هم افغانستان بې پرمختګه نه دی پاتې، اوس دلته په زیاته اندازه ډول ډول لوبې کېږي، ډېرو هلکانو، نجونو د هېواد لپاره مډالونه راوړل د هېواد بیرغ اوس د زیات شمېر لوبو په میدانونو کې رپېږي.

د سپورت په برخه کې د افغانستان د سږ کال لویه لاسته راوړنه یادولی شو هغه هم د کرکټ په برخه کې چې د  ICC یا د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب اخيستل شامل دي.

د کرکټ نړیوالې شورا شاوخوا ۱۶کاله وروسته د خپلو بشپړو غړو هېوادونو په شمېر کې زیاتوالی راوست او افغانستان او ایرلینډ ته يې بشپړ غړیتوب ورکړ.

د کرکټ بشپړ غړیتوب کټه دا ده چې د افغان کرکټ بورډ کلنۍ بودیجه به یې د کال لسګونه میلیونه ډالرو ته ورسېږي چې کمه اندازه یې د کال پنځوس میلیونه ډالر اټکل شوې ده او په مالي لهاظ  سربېره د ځوانانو د سالمې بوختیا د میدانونو جوړېدل او د کرکټ لا وده شامل دي.

داسې نورې برخې هم شته چې افغانستان په کې پرمختګ کړی چې زه د ټولو په ویلو کې عاجز یم خو بیا هم د ځینو خلکو زړونه مات دي او اوس هم افغانستان په پخوانیو خیرنو عینکو کې ویني، مهمه خبره خو دا ده چې دلته هر څوک پرمختګ غواړي خو په خپله کار کول یې له وسه نه کېږي او نه یې کوي همېشه ګیله کوي چې په کومه برخه کې کار نه وي شوی خو دا پوښتنه له ځانه نه کوي چې ما د دغه هېواد د پرمختګ لپاره څه کړي او څه کولی شم

او دا ښکاره ده چې په یوه هېواد کې پرمختګ هلته راتلی شي کوم وخت کې چې د ټولنې زوړ، ځوان دا خپل فرض وګڼي چې زه باید هېواد ته کار وکړم او د پرمختګ په لاره کې هلې ځلې وکړم.

بغیر له دې هېڅ امکان نه لري چې موږ او تاسې کار ونه کړو او زیار ونه ګالو، اوس چې هېواد ته لږ کار شوی دومره پرمختګونه لرو که چېرته موږ ټول د هېواد د ابادۍ په خاطر مټې را بډ وهو لا به څومره پرمختګ وکړو او ښکلی افغانستان به ولرو.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه