Language

author avatar
2 Nov 2019 - 10:45
author avatar
2 Nov 2019 - 10:45

د خبریالانو پر وړاندې جرمونو د معافیت پای ته رسولو د نړیوالې ورځ په تړاو په کابل کې د برتانیې د سفیرې الیسون بلیک لیکنه

نن د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو  معافیت پای ته رسولو نړېواله ورځ ده. پدې ورځ باید د هغو ګواښونو او نا امنیو نه یادونه وشي چې په افغانستان کې خبریالان ورسره لاس او ګرېوان دي او د ټولو هغو وګړو د هوډ او زړورتیا درناوی وشي چې په افغانستان کې یې د رسنیو غوره فعالیت ته لاره هواره کړې ده. څرنګه چې ازادو او خپلواکه رسنیو ته لاس رسی د افغانستان د خلکو حق دی، پدې ورځ غواړم چې پدې اړه د برتانیې پر کلک ملاتړ ټینګار وکړم.

 رسنۍ، خبریالان او د بیان ازادي د نړې په بېلابېلو برخو کې د ګواښ سره مخامخ دي. آزادې رسنۍ او د بیان ازادي د هرې ډیموکراسۍ لپاره د ملا د تیر حیثیت لري. د ۲۰۰۱ کال را پدېخوا په افغانستان کې د رسنیو پرمختګ بې له شکه یو له سترو بریالیتوبونو څخه ګڼل کېږي. راډیو، تلویزیون او چاپي رسنۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعاله او د غوړېدو په حال کې دي. افغان خبریالانو د بحثونو په برخه کې او په نورو رسنیزو چارو کې له ځان نه وړتیا او زړورتیا ښودلې او په ځانګړې توګه، د ملت اعتماد یې لاس ته راوړی.  زه د افغانستان د خلکو د هیلو شاهده یم چې غواړي په ازاده توګه خبرې وکړي، په مثبتو بحثونو کې برخه واخلي او غواړي چې اواز یې واورېدل شي.

 په افغانستان کې د لسیزو جګړې خورا ډېر قربانیان درلودلي او لا هم د جګړې لامله خلک خپل قیمتي ژوند د لاسه ورکوي. د طالبانو او داعش ډلې له خوا خبریالان له جدي او وژونکي ګواښ سره مخامخ دي. تېر کال کم تر کمه ۱۵ زړورو خبریالانو د خپلې دندې د سر ته رسولو له کبله خپل ژوند د لاسه ورکړی، او همدارنګه په روان کال کې تر اوسه ۵ خبریالانو خپل ژوند بایللی. افغانستان یو د هغو هېوادونو د لست په سر کې ځای لري چې د خبریالانو د وژنې قضیې پکې ندي حل شوي. د خبریالانوخوندیتوب د نړیوالې کمېټې د درجه بندۍ پر بنسټ افغانستان د هغو هېوادونو په لست کې شپږم ځای لري، چې د خبریالانو د وژنو د عاملینو قضیې پکې د قانون له مخې ندي څېړل شوي.

 د روان کال په جون کې، طالبانو د کرکجن ګواښ په ترڅ کې افغاني رسنۍ نظامي هدف وګاڼه او په ډاګه يې کړه چې خبریالان او د رسنیو سره کار کوونکي به خوندي پاتې نشي. په افغانستان کې د رسنیو په ضد دا ګواښ په ډاګه کوي چې طالبان د خلکو په ژوند کې د ازادو رسنیو د اهمیت په اړه ندي پوهېدلي. خبریالان نظامي هدف ندی. په خبریالانو حمله په ډیموکراسۍ باندې د حملې په معنا ده او همدارنګه د طالبانو سره د سولې په هره پروسه او سیاسي حل لاره کې باید د خبریالانو شخصي خوندیتوب، د رسنیو خوندیتوب اود بیان ازادي مهم او ځانګړی ځای ولري.

 د ځانګړو ستونزو سره، په افغانستان کې وړتیا لرونکي او الهام بخښوونکې ښځینه خبریالانې شتون لري چې په بریالیتوب سره د خبریالې چارې پر مخ بیايی، خبرونه خپروي او مبارزه کوي. دوي په خپل  مسلک کې د خپل مقام لپاره مبارزه کوي چې د نورو افغانانو ښځو د بریالیتوب لپاره لاره هواروي. دوی زمونږ پوره ملاتړ له ځانه سره لري او مونږ په کلکه سره غواړو چې ښځینه خبریالانو ته باید په خپل مسلک کې د پرمختګ زمینه مساعده شي.

 د برتانیې هېواد په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمنه ده. مونږ په نړیواله کچه د یو کمپاین مشري په غاړه لرو تر څو اړونده مسایلو ته د خلکو پام راواړوو او د هغو کسانو لپاره لاره ستونزمنه کړو چې غواړي رسنۍ له ګواښ سره مخ کړي. یو څه موده مخکې، مونږ د بیان آزادۍ په موخه  د ۳۲ هېوادونو یو ائتلاف په لاره واچاوه  چې په نړیواله غونډه کې یې د رسنیو د ازادۍ په موخه د یو ځای کار کولو او د ځانګړو قضیو لپاره د نړیوالې همکارۍ د تر لاسه کولو ژمنه وکړه. د رسنیو سره د مرستې، روزنې او د نړۍ په ګواښوونکو برخو کې خبریالانو سره د قانوني کومک په موخه مونږ د ملاتړ یو نړیوال صندوق رامنځته کړی چې زمونږ د همکار یونیسکو دفتر له خوا به اداره کېږي. د راتلونکو درې کلونو په اوږدو کې،  د برتانیې هېواد د یاد صندوق سره د ۳ ملیونه پاونډواو د کاناډا هېواد د ۱ ملیون پاونډو مرستې ژمنه کړې ده.

 د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرځانګړې استازې، آغلي امل کلوني د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د یو شمېرلوړرتبه قانوني متخصیصینو کاري ګروپ رامنځ ته کړی. نوموړی کاري ګروپ به د رسنیو د خوندیتوب او ګړندیتوب لپاره او د هر راز تاوتریخوالي نه رسنیو د ژغورنې په موخه قانوني وړاندیزونه او مشورې وړاندې کوي. د یو کاري ګروپ په صفت، دوی به نمونوي قوانین جوړ او د دولتونو سره به مرسته وکړي تر څو اړونده زاړه قوانین له منځه یوسي. په افغانستان کې د برتانیې سفارت له لارې مونږ د خبریالانو د خوندیتوب، معلوماتو ته د لاسرسي او د ښځینه خبریالانو نه د ملاتړ په موخه د دوه لکو او پنځوس زره پاونډو په ارزښت پروژې په لاره اچولي.

 زه د هغو کړنو لپاره د افغان دولت درناوی کوم چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او د دوي پر ضد د جرمونو نه د معافیت ختمولو په برخه کې یې کړي دي. زه د افغانستان په دولت غږ کوم چې د خپلې وسې سره سم د خبریالانو د خوندیتوب او ددوي پر ضد د حملو کوونکو د معافیت د ختمولو په برخو کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي. د امنیتي ځواکونو او ملېشې له خوا په خبریالانو حملو ته هم باید د پای ټکی کېښودل شي. د خبریالانو پر خلاف هیڅ ډول ګواښ او ددوی وېرونه د منلو وړ نده. د قربانیانو د کورنۍ غړي هم باید انصاف ومومي.

 د دغو ټولو ننګونو سره هم د افغان خبریالانو هوډ د ستاینې وړ او الهام بخښونکی دی. د قدرت لرونکو وګړو نه پوښتنو، د فساد په ډاګه کولو او د روڼتیا غوښتنې په برخو کې د افغان خبریالانو رول په یوې پیاوړې ډیموکراسۍ کې د زړه حیثیت لري. دوی د یو ملت او نړۍ مخ ته ښیښه نیولې. د افغانستان خلک باید په خپلو خبریالانو وویاړي او په مینه ترېنه ساتنه وکړي.  د افغانستان ازاده رسنۍ کېدای شي په سیمه کې د نورو هېوادونو لپاره یوه بېلګه واوسي. د برتانیې هېواد به د یو ملګري په توګه د توان سره سم په افغانستان کې د ازادو او خپلواکو رسنیو نه ملاتړ وکړي ترڅو د قدرت لرونکو وګړو د کړنو په هکله حقیقتونه ووایي او د افغانانو غږ تر نورو ورسوي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه