سیمیول هنګټنټن د تمدنونو جګړه نومي کتاب کې لیکي چې نړۍ اوس مهال په یوې داسې جګړې کې بوخته ده چېرته چې یو تمدن غواړي بل تر خپل اغېز لاندې راوستو له لارې خپله برلاسي ثابته کړي- د دغه استدلال او بحث په رڼا کې لیدل کېدی شي چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې هېوادونه یا خو د خپل کلتور د اغېز غوړولو په هڅه کې دي او یا هم بیا د نورو هېوادونو د کلتور د سپکاوي هلې ځلې کوي تر څو ټولنې له فرهنګي او کلتوري ځوړ او ټیټوالي سره مخامخ کړي او له دې لارې یې د تمدن د پرمختګ مخه ډپ کړي- په اوسني عصر کې بیا د ملتونو د استعمار یوه نوې بڼه ده-
د افغانستان کلتور بیا له باندنیو یرغلونو سره د اوږدمهال ناټیکاو، جګړو او د حکومتولۍ د نه شتون له کبله مخامخ پاتې شوی. ګاونډیو هېوادونو تر ډېره بریده هڅه کړې چې یا خو خپل کلتور په افغانستان کې پر یو او بل نوم ځای پر ځای کړي او له دې لارې يې خپل اغېز خپور کړي او یا هم افغان کلتور له ګواښونو سره مخ کړي.
د افغانستان کلتور او په ځانګړي ډول د افغانستان پښتون کلتور د ځپلو په هلو ځلو کې تر ټولو مخکې د پنجاب سینما لیدل کېږي. دغه سینما په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا هڅه ګړندۍ کړې چې پښتون کلتور فحش، توندلاری او له جګړو ډک وښي او په دې اړه یې ډېر کار هم کړی دی. د ټکنالوجۍ پرمختګ بیا د پښتون کلتور دښمنانو ته کار خورا اسانه کړی او هغه څه چې به پخوا د سینمايي فلمونو له لارې یوازې محدودو او لږو لیدونکو ته رسېدل، اوس د سي ډي ډرامو او فلمونو له لارې پراخ لیدونکو ته رسېږي- همدا راز که دا هڅه پخوا یوازې د کوزې پښتونخوا تر سیمې محدوده وه نو اوس د افغانستان ګوټ ګوټ ته، په ځانګړي ډول ختیځور ولایتونو ته، په اسانۍ سره نه یوازې رسېږي، بلکې د دغو فلمونو د تولیدوونکو لپاره د ګټې کار هم ګرځیدلی دی.
سي ډي ډرامې او فلمونه چې له یوې خوا پښتون کلتور ځپي نو له بلې خوا بیا د پښتون نوي نسل ته پښتون د نشه کوونکي، بدماش او ایله ګرد په توګه ور پېژني. پښتني پېغلې په دغو فلمونو کې د فحشا د آلې په توګه ښودل کېږي او همدا راز پښتون شډل او بې کلتوره وړاندې کېږي. همدا ده چې پښتون ځوان د خپلو پلرونو د پښتو او پښتونولۍ له درس نه لرې داسې څه خپلوي چې په ټولیزه توګه له پښتو او پښتونولۍ سره ضد دي.
همدا راز یوې داسې ټولنې کې چې سولې ته اړتیا لري، چېرته چې باید د سولې درس ورکړل شي، هلته بیا د ټوپک او جګړې روزنه روانه ده. د سولې د کلتور د خپراوي لپاره اړینه ده چې په افغانستان کې د سولې ادبیات له رسنیو له لارې خپاره شي. خو له بده مرغه دا چې د سولې ادبیات نه خپرېږي، بلکې د سولې ضد خپرونې په ټولنه کې د تاوتریخوالي د کلتور د خپراوي لامل دي.
.jpg)
د خپګان خبره بیا دا ده چې د افغانستان دښمن دا زهر افغان ټولنه کې په ازاده توګه وېشي او په بدل کې یې مالی ګټه هم ترلاسه کوي. د افغانستان حکومت په دې اړه داسې بې خبره پروت دی لکه هېڅ هم چې نه کېږي. په ځانګړي ډول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په دې اړه ځانګړې دنده پر غاړه لري، هېڅ هم نه کوي او د سي ډي فلمونو او ډرامو تر نوم لاندې افغانستان ته کلتوري زهر پرته له کوم خنډ را روان دي-
د دې لپاره چې د دې بلا مخه نیول شوې وي او د دښمن موخو ته د رسیدو مخه ډپ شوې وي، اړینه ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي- په دې اړه له ټولو ترمخه باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا حتمي کړي چې هر انځوریز او فلمي مواد چې له بهره هیواد ته راځي باید له هغه ادارو له خوا راوړل شي چې قانوني جواز د دې کار ولري- پرته له جوازه خپاره شوي مواد باید غیر قانوني وګڼل شي او خپرونکو سره یې قانوني چلند وشي- همدا راز، هر هغه څه چې په بازار کې خپریږي باید د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې له یو ارزونکي پلاوي د لیدنې او د هغو د خپرولو د تصدیق څخه وروسته خپاره شي ترڅو یوازې هغه مواد چې د افغانستان د قوانینو او کلتوري ارزښتونو سره اړخ لګوي خپاره کړې شي- همدا راز، ټول هغه تجارتي مرکزونه چې فلمونه او ورته مواد خلکو ته په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کوي باید حکومت سره ثبت او راجسټر شي ترڅو دوي حکومت ته حساب ورکونکي و اوسي او د سرغړونې په صورت کې ورسره پوره قانوني چلند وشي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړ دی چې د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې له پولیسو سره همغږي ولري تر څو د یادو ستونزو په اړه قانون پلي کړي-
د افغانستان راتلونکې د افغانستان ځوان نسل ده. که دغه نسل د پردیو له بدو اغېزو څخه ونه ژغورل شي او همدا راز دوی خپل ویاړلي او ارزښتونو ډک کلتور سره ونه تړل شي نو د افغانستان دا ځواک به د ګمراهۍ لومو کې د ولیدو له کبله د هیواد راتلونکي ته له ګواښ جوړ شي. دا چې د افغانستان دښمنان یو بې ثباته او په تمدني لحاظ وروسته پاتې افغانستان غواړي، له دغه غیر معیاري او افغان کلتور ضد فلمونو د خپرولو له لارې به وکړی شي چې په اسانه خپلو موخو ته ورسطږي. همدا ده چې د افغانستان حکومت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې باید د باندنیو د تمدني جګړې مخه ونیسي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.