ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران ولې د هلمند اوبو معاهدې بشپړ تطبیق نه غواړي؟
ایران ولې د هلمند اوبو معاهدې بشپړ تطبیق نه غواړي؟

لیکوال: خان‌محمد تکل/ د اوبو د تنظيم چارو ملي ادارې پخوانی مشر

د هلمند معاهدې د تطبیق په موخه په کراتو کراتو ایراني چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت ګواښلی او غوښتنه یې دا ده چې د هلمند معاهده دې د دوى د توقع مطابق پوره تطبیق شي.

په دې وروستیو کې د ایران چارواکو په خورا متشدده، خشنه، ګواښوونکي لهجه او په ډېره ځیرکتیا سره د حقابې د تطبیق غوښتنه کوي خو له بلې خوا د افغانستان سرپرست حکومت یې په مقابل کې په اعلامیه کې داسې وضاحت ورکوي چې ګني ځان ملامت او اخندان سلامت ښيي؛ زه نه پوهېږم طالبان د کوم مجبوریت له مخې د ایران پر وړاندې دومره کمزوری او ملامت دريځ خپلوي یا دا د دوی سیاسي مجبوریت دی او که میدان خالي دی د ځواب ویلو څوک نشته او که دوى فکر کوي چې له ایران سره د بحث او ډیالوګ څوک نشته، بیا دغلته هم خطا وتلي؛ ځکه موږ په داخل د هېواد کې قوي مسلکي او متخصص ټيمونه لرو څو له ایران سره د حقابې اړوند بحث وکړي او یوې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي او ایرانیان تل له دغه متحد ټیم څخه په شکایت وو او په شکایت به وي.

د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ته یونیم کال مخکې موږ د هلمند معاهدې د اسانه تطبیق اړوند ځیني مسایل مطرح کړي وو.

موږ په وضاحت سره ویلي وو چې لومړی باید ایران ته اوبه د اندازه‌ګیرۍ پر اساس خوشې شي، دویم د هلمند سیند چپ اړخ ته پر پوله د ایران له خوا په سلګونه واټرپمپونه د معاهدې خلاف نصب شوي چې په کال کې په سلګونه میلیونه متر مکعب اوبه باسي، دغه واټرپمپونه باید له منځه ولاړ شي او درې هغه نقطې معلومې شي چې په کومو کې ایران ته اوبه ورکول کېږي.

موږ په ټینګار سره ویلي چې له ایران سره باید لومړی دغه درې عمده موارد معلوم شي او له هغه وروسته ورته اوبه پرېښودل شي؛ بغیر له دغو ورسره خبرې کول او اوبه پرېښودل زموږ پر زیان دي؛ ځکه افغانانو د هلمند معاهدې له لاسلیک وروسته په لومړي ځل د کمال خان بند په تړلو سره د هلمند سیند د اوبو واک ترلاسه کړ او د معاهدې د تطبیق لپاره یو زرین چانس په لاس راغی خو له دې ټولو سره سره مسوولینو د واک په لومړیو وختونو کې د شرایطو عادي ښودلو په خاطر له معاهدې څو چنده زیاتې اوبه د ایران لور ته خوشې کړې؛ د اوبو دومره پرېمانه خوشې کول په داسې حال کې چې د معاهدې له پورته درې مواردو څخه یو هم تطبیق شوی نه و، دا طلايي چانس یو ځل بیا پر اوبو لاهو شو او ایراني لور ته یو ځل بیا فرصت برابر شو څو د اصلي ستونزې د حل پر ځای نور سیاسي مسایل رامخې ته کړي او افغان لوری یو ځل بیا په اصطلاح تورو نخودو پسې ولېږي او دوى خپل فشارونه زیات کړي.

موږ څو څو ځلې له ایراني اړخ سره په دې اړه بحثونه کړي او دا راته جوته شوې که افغان لوری ایران ته د هلمند سیند ټولې اوبه ورخوشې کړي بیا به هم ايراني چارواکي خوشحاله نه کړي او نه به یې پر دې قانع کړي چې ګني موږ دوى ته له خپل حق څخه زیاتې اوبه ورکړې. موږ باور لرو چې ایران هيڅکله د هلمند معاهدې تطبیق نه مني او نه دا مني چې دوى دې حاضر شي څو د هلمند پر سیند لګېدلي واټرپمپونه او څو نور کانالونه چې د معاهدې خلاف دي وتړي.

په هر صورت زه غواړم د خپل ماموریت په دوران کې د هلمند معاهدې پر تطبیق ځیني مسایل مطرح کړم.

کله به چې د هلمند معاهدې اړوند له ایراني اړخ سره د افغان لوري بحث و، مقابل لوري به همېش په ناستو کې دا دوه ستونزې د پېغور په ډول افغان لوري ته مخې ته کولې، لومړی د هلمند سیند د سېلابونو مدیریت او دویم د دهراوود د اوبو اندازه کولو سټېشن نصبول و او ضروري هم وه چې افغان حکومت باید دغه کارونه کړي وای؛ ځکه د دهراوود سټېشن د هلمند په معاهده کې د ملا د تیر حیثیت درلود او لري یې.

د دغو دواړو ستونزو د حل لپاره موږ لومړی د سېلابي اوبو د کنټرول په موخه په ډېره لویه قربانۍ، په سختو امنیتي تهدیداتو او جنجالي حالت کې د کمال خان بند تکمیل کړ او د سردار داوود ارمان مو پوره کړ چې دا د افغانستان د اوبو مدیریت په تاریخ کې بې‌ساری اقدام و.

دویم کار د دهراوود سټېشن نصبول و کوم چې د هلمند معاهدې د تطبیق لپاره نهایت مهم کار و، دا چې د دهراوود سټېشن نصبولو لپاره هغه وخت موږ ته څومره ستونزې جوړېدې/ شوې، زه فکر کوم دلته به يې یادونه مناسبه نه وي او شاید د لوستلو حوصله یې ونه لرئ خو څو عمده ټکي به یې له تاسو سره شریک کړم، څو هېوادوال پر دې پوه شي چې د ایران په اوړو کې څومره شګه ده…

۱- ایران د دهراوود سټېشن نصبول افغانستان ته په یوه حیثیتي مسئله بدل کړی و، ایران په اخره اندازه هڅه کوله څو د دهراوود سټېشن مخه ونیسي او افغان لوری مجبور و چي دغه کار وکړي، که په هره قربانۍ کېږي. ايرانيان ډاډه وو چې افغان لوری نه شي کولی؛ ځکه دوی د سټېشن ممانعت لپاره په سیمه کې ورانکارو ته پوره امتیازات ورکول څو په اصلي نقطه کې د سټېشن نصبولو مخه ونیسي.

۲- موږ له دې ټولو ستونزو او امنیتي تهدیداتو سره سره بیا هم دې موضوع ته لومړیتوب ورکړ؛ ځکه پوهېدو چې [پخوانى] جمهور رییس غني ته تر هر څه د اوبو مدیریت لومړیتوب درلود؛ زموږ ټیم پر دې باور و که په دې برخه کې موږ له ولسمشر څخه هر ډول غوښتنه وکړو، هغه به یې درېغ نه کړي.

هماغه و چې په ګډه جلسه کې مو ایرانیانو ته په صراحت سره وویل چې موږ د دهراوود پر سټېشن کار پيلوو او دغه کار حتمي کوو. له خپل کاري ټیم سره له مشورې وروسته مې [پخوانى] جمهور رییس غني سره ځیني معلومات او وړاندیزونه شریک کړل، ولسمشر غني په هماغه ورځ له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره جلسه ونیوه او د جلسې پرېکړه پر دې شوه چې دغه کار باید د ملي امنیت لوی ریاست د خپل ولسي نفوذ او اوپراتیفي پیسو پر مټ ترسره کړي.

هماغه و چې ملي امنیت د خپل ولسي نفوذ پر مټ او په ډېرو مالي امکاناتو سره وشو کولای چې په ساحه کې د کار زمینه برابره کړي او موږ په ډېرې تېزۍ سره په ساحه کې سټېشن نصب کړ او دغه تاریخي مسوولیت مو ترسره کړ.

راځم اصلې موضوع ته؛

زه باور لرم، له ډېرو هېوادوالو سره به دا پوښتنه وي چې ولې ایران نه غواړي درې نقطې مشخصې شي څو د هلمند معاهده په بشپړ ډول تطبیق شي؟

۱- د اندازه‌ګیرۍ ارقامو ته په کتو ایران په تېرو څلوېښتو کلنو کې یوازې له هلمند سینده په اوسط ډول د ۲.۵ څخه له درې میلیارده متر مکعبه ډېرې اوبه ترلاسه کړي.

ایران خپل لور ته د هلمند معاهدې خلاف له ۱۲۰۰۰۰ هکټاره ډېره ځمکه اباده کړې او څو لویو ښارونو ته د څښاک اوبه له همدغه سینده برابروي او د هلمند اوبو ته څېرمه یې په ميلیاردونو ډالره پانګونه کړې ده.

۲- ایران د هلمند معاهدې خلاف د سیند کیڼ لور ته په سلګونه واټر پمپونه لګولي چې هر کال په سلګونه میلیونه متر مکعبه اوبو پورته کولو ظرفیت لري او د معاهدې خلاف د سیند له بستره اوبه پورته کوي.

۳- ايراني چارواکي پر دې باور دي چې که په افغانستان کې هر حکومت وي، له دوى سره باید د یوه تعامل له مخې مخې ته ولاړ شي او داسې څوک باید رامخې ته نه شي چې له دوى سره د دقیقې محاسبې له مخې حساب وکړي او دا باور یې سم دی؛ ځکه په تېر کې هم همداسې شوي او اوس هم دا چاره روانه ده.

۴- ایرانیانو د معاهدې خلاف د هلمند سیند ته د سیند په دلتا کې څلور لویې مصنوعي ذخیرې چې تقریباً د شپږ ميلیارده متر مکعب څخه زیاتې اوبه ذخیره کوي، جوړې کړې او د کهک بند له لارې اوبه ورګرځوي. په دې برخه کې یې سیند دومره ژور کړی چې زموږ لاندنیو ولسوالیو کنګ او چخانسور ته په ابي او سېلابي کلونو کې د څښاک اوبه نه رسېږي؛ ځکه دوى نه غواړي د درېيو نقطو په تعیین او د اندازه‌ګیرۍ الاتو په لګولو سره ځان محدود کړي.

۵- ایران د هلمند معاهدې خلاف د سیند په وروستۍ نقطه کې د ګلمیر ۱ او ګلمیر ۲ په نومونو لوی کانالونه کیندلي چې د زراعت او څښاک اوبو لپاره ترې استفاده کوي او نه غواړي دغه کانالونه وتړل شي.

۶- که چېرته درې نقطې جوړې او د اندازه‌ګیرۍ الات ولګول شي، په هغه صورت کې بیا ایران د حقابې مطابق اوبه ترلاسه کوي او د زیاتو اوبو له ورتلو يې لاسونه لنډیږي نو ایران نه غواړي داسې یو څه وشي، د همدې لپاره نوي موضوعات او جنجالونه رامخته کوي څو اصله موضوع شا ته پاتې شي.

په اخر کې د یو داسې ورځې په هیله چې موږ د شخصي ګټو په نسبت ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو، پرېکړې مو په عقدو او احساسانو نه وي ولاړې او خبره مو د وطن او ولس لپاره وي.

په ډېر درناوي

خان محمد تکل

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 409

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.