له یوه ۱۹کلن ځوان څخه مې د جالبې خاطرې په اړه وپوښتل، هغه نه غوښتل چې نوم یې خپور شي، لومړی یې ځان ډاډمن کړاو ما داسې ګومان وکړ، چې خامخا به د ژوند یو حقیقت راته وايي. خټ ـ خټ ويې وویل؛ ډېر کلونه وړاندې اووم ټولګي کې وم، زموږ په کلي کې سخت ژوند و، مشران هلکان ډېر بې لارې وو، هغه وخت زما غوندې ماشومان عبث بیرون نه شواى وتلی.
په وینا یې، په کلي کې ډېر په تنګ وم، لوبو ته نه شوم وتلی، هر ځای به راته غم جوړ و،پټيو کې به هم هلکان راته یو خوا بله خوا کېدل، هر خوا مې وېره احساسوله.
دا ځوان به د دې کيسې لپاره د جاوید په نوم ونوموو.
جاوېد اوس ځوان دی، انجنيري لولي، د خاطرې ويلو پرمهال به کله کله په ما شکي شو او فکر یې کاوه، چې زه به د ده خاطره له نورو سره شریکه کړم. په رښتیا مې هم د ده د کيسې خپرولو نیت و، جاوېد په شونډو مسک ـ مسک کېده، ويې ویل: “په کلي کې زما غوندې دوه نور هلکان هم و، هغوی غوښتل چې تل له ماسره واوسي. یوازې موږ به پر یو بل ډاډه وو.”
جاوېد په دې ویلو هم شرمېده زړه نازړه و، خو ما وهڅاوه چې پوره کېسه راته وکړي. باور یې دا و، چې داسې یو څه تنها له ده سره نه دي شوي، بلکې ویل یې چې داسې کړنې له پخوا څخه تر اوسه پورې په کليو کې شته.
جاوید وايي، مازدیګر به جومات ته راوتلم د خپل کلي یوه ځوان نوم یې یاد کړ چې هغه به راته سترګکونه وهل، خو ما به سترګې ټيټې نیولې وي چې له دې سره په یو لوی شرم کې بند پاتې وم، هر چیرته به چې دا هلک و، نو زه هلته نه شوم پاتې کېدلی.
جاوېد کيسه کوي: “په کور کې مې څه نه شو ویلی، زما لپاره شرم و، هر څه مې یوازې زغمل، په هلک مې زور نه رسېده ، ځکه که مې یوه خبره ورسره دوه کړې وای هغه همدا ساعت له خدایه غوښته خو زه به ورته کله کله وخندېدلم، په ده خولې راماتې وې. ویل یې، تر اوسه له ده سره همدا وېره موجوده ده او اوس هم چې کله هغه هلک ویني یو ډول بد احساس کوي او خپل تېر ژوند ته ورګرځي.
له جاوېد څخه مې وپوښتل چې ستونزه څه وه، ولې له هلکانو سره یوازې کېدلی نه شوې، یوازې له همدې هلک څخه ویرېدې او که بل څه و!؟ “نه؛ هلته دې هلک چټې اوازې خپرې کړې وې، چې زه له ده سره ناوړه ارتباط لرم، ما خدای شته، که یوه خبره هم ورسره کړې وي.
یو دا هلک نه و چې زه ترې وېرېدم. نور کلیوال هم د…زامن وو.” د جاوېد هغه مهال ښوونځي ته ماسپښین تللو. جاوېد وايي، یوه غرمه راباندې ناوخته شوې وه، ملګري هم راڅخه تللي وو، په تیزۍ سره له کوره ووتلم. وړاندې چې تلم د دوکان غاړې ته هماغه هلک ناست و، د جاوید ښوونځي ته لار د همدې دوکان په خوا وه، بله هېڅ لار نه وه موجوده ، چې جاوېد پرې ژر ښوونځي ته ورسیږي. هغه زیاته کړه، هم مې ساړه کېده او هم مې ګرمي ، یو وار مې ویل، چې نن ښوونځی پرېږده خو ازموینې هم رانږدې کېدونکې وې نه کېده.
جاوېد وايي، د کلي کوز سر ته پټ لاړم او په رود کې مې ځان ښوونځي ته ورساوه، کله چې ښوونځي ته ورسېدم، نو لومړی ساعت راڅخه هم تېر و. جاوېد ارمان وکړچې کله به زموږ ټولنه له دغسې یو سخت حالت څخه ژغورل کېږي، چې حتی ماشوم هم په کې امن نه دی، په یو ډول نه يو ډول وېرول او ځوورول کيږي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.