Language

author avatar
5 Mar 2017 - 11:33
author avatar
5 Mar 2017 - 11:33

زه ستا د ماشومتوب ملګری، کلونه پس کلي ته راغلی يم ، هغه کلي ته چې ما او تا په کې د ماشومتوب رنګينې او بې غمه شېبې يو ځای تېرې کړې ، زه له ډيرې مودې وروسته د خپلو پخوانيو يادونو د راتازه کولو په هيله دلته راغلی يم ، زه په کلي کې د هر پل په اخيستو سره حيران شوم ، هرې خواته په حيرانتيا او ډک زړه سترګې وراړوم ، د کلي په هره لويشت خاوره کې د ماشومتوب دورې د خپلو يادونو او پلونو په ليدو پسې په ځير – ځير ګورم .

خو دريغه ! چې

دلته هر څه بدل شوي، د کلي د دنګو ونو ځوانۍ د بارتو په لمبو سوځېدلې دي او د پسرلي په موسم کې لوڅې لغړې ولاړې دي ، د کلي ګودر ، لکه زيارت ، يوازې په کې د مينانو د زړو د نښو نښانو څرک لګيږي ، د کلي د ماشومانو د لوبو ميدان اوس د مړو د جنازو ځای ټاکل شوی، هر لور ته خاموشۍ خپلې وزرې غوړولې دي ، د هر کليوال په څېره کې د ژور غم او خفګان نښې له ورايه پړکونه وهي .

دلته هر څه بدل دي، ددې کلي خوښۍ پرله پسې جنګونو له ځانه سره وړي دي، دلته هر څه د جګړې خوراک شوي، دلته زما د ماشومتوب ډيرى ملګري جنګ د مرګ په خوب ويده کړي، دلته په هر کور کې ميندې او پلرونه د خپلو بچيانو په بېلتون اوښکې تويوي، دلته هر سهار په هديره کې  د خپلو زلميو وروڼو او بچيانو په وير د بې وسه بندګانو له خولو د وير کريغې پورته کيږي .

ته چرته يې ؟

ته، اى زما د ماشومتوب د رنګيو، ګلورينو او بې غمه شېبو ملګرې!

زه راغلی يم ، څو په ليدو دې د ماشومتوب يادونه راتازه کړم

خو  افسوس ، چې تا هم د خپل يوازيني زلمي ورور د مړينې له امله د زيندۍ پړي ته غاړه ورکړې او د مرګ پرښتو ته ورغاړه وتې يې.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه