سره له دې چې د ښاغلي کرزي پر وطن دوستۍ او هېوادنۍ مینې شک نه لرم، مګر داسې کوم لامل دی چې ځیني وختونه یې پرېکړې او کړنې له ملي ګټو سره په ټکر کې وي؟
بې قاطعتوب، پڅې پرېکړې، دریځ بدلول، محافظه کاري، څوک نه خپه کول او پر ناوړه کړنو سترګې پټول هغه ټکي وو چې د اقتدار له لومړۍ ورځې ترې بهرني ملګري او افغان ملت سر ټکوي. د مجاهدینو له حکومت نه په تلو (هغه وخت د بهرنیو چارو سیاسي معین و) او د طالبانو په را پيدا کېدو یې سیاسي فعالیتونه پر دې راڅرخېدل څو طالبانو ته بهرنی سیاسي ملاتړ پیدا کړي. له یوې خوا لوېدځوالو سفارتونو ته منډې او له بلې خوا له طالب چارواکو سره اړیکې هغه هڅې وې چې غوښتل یې ځان پر ملګرو ملتونو د طالبانو نماینده وویني، مګر د دوو کلونو پرله پسې هڅو کومه مثبته پایله ونه لرله او بالاخره د طالبانو پر خلاف یې په سیاسي او نظامي ډګر کې کار پیل کړ. دغه ځل یې هم د تېر په څېر له بهرنیو سفارتونو نه د ملاتړ خپلولو په خاطر هڅې پیل کړې دي، مګر د تېر دریځ برعکس؛ له طالبانو سره په مخالفت کې یې د شمال له ټلوالې سره هم اړیکې ورغېدې، هیلې او امیدونه یې هلته ډېر شول، کله چې ۱۹۹۸م کې کینیا او تانزانیا کې د امریکې پر سفارتونو خونړي بریدونو پړه القاعدې پر غاړه واخیسته. د سفرونو او اړیکو لړۍ لا روانې وې چې په ۲۰۰۱م کې د ۹/۱۱ پېښه رامنځته شوه نو له دې وروسته به یې په زغرده د طالبانو د ختمېدو اطمنان ورکاوه او دا هغه وخت وه چې له سي اې اې (CIA) سره یی اړیکې ټینګې شوې وې او بیا یې د همدوی په مالي همکارۍ وسله وال مخالفت ته لاس واچاو چې بالاخره د امریکایي چورلکو په واسطه په اروزګان کې د طالبانو د محاصرې خلاص او جیکب اباد (پاکستان) هوایي اډې ته انتقال شو.
که رالنډه یې کړو، د طالبانو له سقوط وروسته د سیاسي واک د انتقال او دولت جوړونې لپاره د ۲۰۰۱ ډسمبر کې د بون کنفرانس جوړ شو څو د موقتې دورې لپاره ریيس وټاکي خو امریکايي او نور غربي استازي هله هیښ شول کله چې په رایه اچونه کې کرزي دوه رایې او په مقابل کې عبدالستار سیرت یوولس رایې خپلې کړې، نو هغه پلان ګډوډ شو کوم له مخې يې هغوی غوښتل کرزی واک ته ورسېږي، مګر د فشار او له ډېرو خبرو اترو وروسته یې ټول دې ته اړ کړل تر څو کرزی د زعیم په توګه ومني (دا محال ښاغلی کرزی په اروزګان کې و).
له دې خبرو مو موخه د کرزي د رامخې ته کولو تر شا لاملونه او لاسونه وو. له ۲۰۰۱م کال وروسته د افغانانو هیلې بیا راژوندۍ شوې، له یوې خوا له طالبانو د نظام خلاصی و، له بل طرفه لنډغریزم او ټوپکسالارۍ خلک تر پزې راوستي و او روښانه راتلونکی یې د ځوان او لوستي کرزي په رهبرۍ کې لیده. انتقالي او موقته دوره کې د ټوپکسالارانو، لنډغرو او نورو مافیایي ډلو ځای پر ځای کول یې ولس یو موجبوریت باله، مګر د ۲۰۰۴ کال په ټاکنو کې یې بیا د داسې خلکو رامخې ته کول د ولس او ملګرو ملتونو په شمول د ډېرو بهرنیو ملګرو اندېښنې را وپارولې (کای ایډي د ملګرو ملتونو استازې ورته په خپل کتاب کې اشاره کړې)، خو بیا هم په دې امید چې د ده په رهبرۍ کې به مهار او خصلتونه به یې بدلون ومومي.
برعکس، د ښاغلي کرزي دورې نه یواځې لوی شرمښان د لیونتوب تر بریده ورسول، مګر داسې نوي لېوان یې راپیدا او وپړسول چې په پایله کې یی کرزی خپل مادون او مقروض باله. یوې خاصې کړۍ تر دې بریده تر نفوذ لاندې راوستی و چې د هغوی په هره ناروا کړنه یې نه دا چې سترګې پټولې، بلکې دفاع یې هم ترې کوله. د ښاغلي کرزي او نړیوالو (په خاص ډول امریکا) ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې پیکه کېدې چې اساسي لاملونه یې خپل سري عملیات او په هوایي بمباریو کې د عامه خلکو تلفات، د افغان دولت کمزوری مدیرت او قوي سیاسي ارادې نه شتون، فساد پر ضد جدي مبارزې او حساب ورکونې د میکانیزم نه شتون و چې هر یوه یې خپل دلایل لري. کرزي غوښتل طالبان سولې ته قانع کړي، هغوی ته یې د وروڼو خطاب کاوه او پر بهرنیانو یې انتقادونه کول څو بمبارۍ ودروي، مګر مقابل کې یې د امنیت ریاست، دفاع وزارت، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه داسې چا ته په لاس کې ورکړي و چې د سولې مخالف او په اوږده ږیره، جامو او پښتو ویلو یې خلک بندیان او ځورول- بهرنیو ځواکونو ته په غلطو معلوماتو ورکولو یې بې ګنا خلک بمبارول او په جنوب کې یې د شخصي اړیکو پر اساس داسې والیان او قومندانان وګومارل چې د شخصي دښمنیو او تېرو دورو ناخوالو پر بنیاد یې عام خلک یا سوله خوښي طالبان په خپله ځورول او یا یې بهرنیانو ته په ګوته کول. دې بې عدالتیو او نابرابرۍ عقدې وزېږولې چې د مایوسۍ یا انتقام اخیستو لپاره ډېری خلک د دولت مخالفو لیکو ته ولاړل. د هېواد بهر سیاسي نماینده ګیو کې ډېری کارمندان د شخصي روابطو او د ټلوالې اړوند کسانو له خوا وګومارل شول، د نظامي رتبو ماشین بې له ځنډه کار پیل کړ، له مارشالۍ نیولې تر ډګروالۍ رتبې په اخلاص تولید شوې او په هماغه مخصوص ګروپ لورېدې چې په عاجل ډول به د رتبې مطابق دنده کې مقررېدل. د ډیموکراتیکو نورمونو خلاف کرزي هغې خواته توجه ونه کړه، له کومې خوا چې یې ډیرې رایې اخیستې وې او یا یې خلک تر شا درېدلي و. جنوب حوضه یی تر ټولو ډېره وځپله، د شینوارو لویه ولسوالي یې دوه نه کړې، مګر مقابل کې وړې ولسوالۍ ولایتونه شول، خپل سري اوج ته ورسېده، ارګ لکه د خان دېره د ډلو ټپلو د ساعت تېرۍ او معاملو ځای وګرځېد.
په دې کې شک نشته چې د ځینو خپلسرو کړیو تر شا به خاص لاسونه و مګر کرزي ونه شو کړای هغه سپانسران او ملاتړي پر دې قانع کړي، کومه لاره چې یې غوره کړې، ترکستان ته تللې ده.
فساد لکه د سرطان دانه په سیستم کې ورګډ شو، له چا پوښتنه نه کېده چې لاسته راوړنې یې څه دي. د ارګ په شمول وزیرانو ته هم د پیسو بکسونه را روان و، د ایران نفوذ تر دې برید رسېدلی و چې د کال په مخصوصو وختونو کې فکر کېډه چې په کابل کې نه په قم ښار کې یم، فعالې شبکې او خپلسرې مرکزونه یې جوړ کړل. کرزي هم فساد ته تشویقي جنبه ورکړې وه خو په خوله بهر ته د پیسو د انتقال مخالف و. خپل معاون یې احمد ضیا مسعود چې کله په ۲۰۰۹م کال کې د دوبۍ هوایي میدان کې له ۲۵ ميلیونه نغدو ډالرو سره ونیول شو نو د ده په سپارش خوشی شو. د نړیوالې ټولنې د فشار له امله یې په ۲۰۰۸م کال کې له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ د تطبیق د څارنې عالي اداره جوړه کړه مګر کله چې لودین (د نوموړې ادارې ريیس) د فاسدو اشخاصو لېست تهیه او ولسمشر ته وړاندې کړ نو لېست یې له ځان سره خوندي کړ؛ ځکه ده نه غوښتل چې له خپل معاون نه نیولې تر وزیرانو، ريیسانو او والیانو پورې چې په کې ښکېل و، په خلاف اقدام وکړي. د ده په دوره کې قومي اختلافاتو ته لمن وهل، اقوامو ته ښکنځل او پر ملي ارزښتونو ملنډې وهل پیل شول. رسنۍ خپلسرې شوې او د بیان ازادۍ تر نامه لاندې د پردیو پروژې پيل شوې.
د تجارت په برخه کې به یې په زغرده او فخر ویل چې له پاکستان سره ۳ ميلیارده ډالره کلنی تجارت لرو، مګر دې ته یې پام نه و چې ۹۸ سلنه یې واردات دي.
امریکا او نورو ملاتړو د خپل پلان پر بنسټ ملي اردو، ملي پولیسو او سترو دولتي ودانیو جوړول پيل کړل. د ولایتونو تر منځ پر سړکونو او په نورو لویو لارو کار پيل شو چې په زرګونه خلک په کې بوخت وو. په هر ولایت کې د پي ار ټي (PRT) ګانې یا ولایتي بیارغونې په نامه بنسټونه جوړ شول چې ډېرو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه، مګر په دولت کې داسې کاري ټېم پيدا نه شو چې دا پروژې منسجمې، د اولیتونو پر بنسټ تقسیم بندي او یا ډونران قانع کړي چې کوم کار باید چېرته وشي. مګر فاسدو والیانو، وزیرانو، قوماندانانو او ولسوالانو له لاسه کارونه بې کفیته، ځنډني او یا نیم ترسره شول.
په بهرني سیاست کې لکه څرنګه مو چې وویل د بهرنیو چارو وزارت او په بهر کې سیاسي نماینده ګۍ د بې تجربو، غیر مسلکي او حتی بې سوادو اشخاصو ډکې شوې. له امریکې سره یې عقدوي برخورد پیل کړ، پاکستان ته یې تر ۲۲ ځلې زیات سفرونه وکړل، مګر کومه خاصه لاسته راوړنه یې نه درلوده. ټینګار یې درلود چې د ترهګرو ځالې له هېواده بهر دي او پاکستان یې تل د هېواد په چارو کې پر مداخله تورناوه مګر په ۲۰۱۱م کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا او پاکستان تر منځ شخړه کې به کومه خوا نیسې نو په تلوار یې وویل چې د پاکستان طرفداري به کوم. له امریکې سره امنیتي تړون لاسلیک یې په لويې جرګې پورې وتاړه، کوشش یې وکړ څو د ولایتونو فرمایشي استازي راجمع کړي مګر بیا یې هم د لويې جرګې د پرېکړې مخالفت وکړ.
په ۲۰۱۴ کې کله یې د قانون مطابق حق نه درلود بیا ځان کاندید کړي نو د داسې ډلو او اشخاصو ملاتړ او هڅونه یې پیل کړه چې حتی د خپل وزارت په دوران کې ناکام وو، په دې شکل یې غوښتل څو لاسپوڅې ډله مخې ته کړي، مګر پایله یې شنډه شوه. د ملي وحدت حکومت په راتګ سره یې سیاسي کړنې نورې هم تیزې شوې، د نیویارک ټایمز راپور له مخې چې ۲۰۱۶ کې خپور شو، کرزی د خپلو ځینو پخوانیو چارواکو په شمول د ورځې په لسګونو خلکو، ټولنو استازو او بهرنیو ډیپلوماتانو سره ګوري، بهر غونډو ته ځي او لا هم له ځینو وزیرانو او حکومتي چارواکو سره په مختلفو موضوعاتو رابطې کوي. کور یې له موجوده دولت نه له برطرف شوو یا خپه شوو چارواکو ډک وي، ټولو ته هره ورځ ښه مېلمستیا تیارېږي. لا دا شک هم کېده چې کابل کې د حکومت خلاف ځینو لویو لاریونونو تر شا یې لاس درلود، خو په ټوله کې یې د حکومت خلاف د پروپاګنډې شبکه فعاله ساتلې ده.
که څه هم ښاغلی کرزی دا ټولې ادعاوې ردوي، مګر په نږدې ورځو کې یې د وینا تزلزل او بې ثباتې له ورایه ښکارېده، هغه ورځ مطبوعاتي کنفرنس کې یې په قهرجنه لهجه د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ مخالفت وکړ او د لويې جرګې دایرېدوغوښتنه یې وکړه، دلیل یې وړاندې کړ چې نه غواړي افغانستان د ګاونډیو یا زبرځواکونو د جګړې پر ډګر بدل شي مګر په خبرو کې ګاونډیان هڅوي څو په افغانستان کې د امریکایي تګلارو خلاف اقدام وکړي. د ملي وحدت حکومت په لومړیو ورځو کې چې اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او د همکارۍ غوښتنه یې ځینې وکړه نو کرزي او ټېم یې کلک مخالفت وکړ او نوی حکومت یې پر دسیسو جوړولو تورن کړ، کله چې اشرف غني نا امیده او نړیوال یې پر پاکستان فشار راوستو ته وهڅول نو ښاغلي په یوه رسنیز کانفرنس کې د دې پالیسئ مخالفت وکړ او افغان حکومت یې له پاکستان سره پر نه همکارۍ تورن کړ. تر پرون یې پاکستان د ترهګرو ځاله بلله او له امریکې یې غوښتل څو د پاکستان خلاف اقدام وکړي مګر نن د امریکي د دې ستراتیژۍ مخالفت کوي چې په پاکستان فشار راوړي. وایی چې نه غواړي افغانستان د جنګ په ډګر بدل شي مګر افغانستان کې داعش د امریکې پیداوار بولي او روسیه هڅوي چې مقابل کې یې اقدام وکړي. طالب ته یوه ورځ ورور وایې بله ورځ دشمن. تر پرونه یی پاکستان د افغان-هند په دوستۍ ننګاوه مګر نن له هند غواړي چې امریکا د پاکستان اقتصادي پرمختګ نه شي لېدلای نو نه باید تاسې د امریکا ملګرتوب وکړۍ.چې دا ټولې خعبرې یی په ټولنیزو رسنیو کې د ریشخند لامل وګرځېدې چې پاکستانۍ ټولنیزه میډیا کې یو هیش ټیګ کارېد و چې معن یی وه (کرزي ته اوس عقل راغې).
په پای کې، کرزي شاید داسې څه درک کړي وي چې د هېواد یا سیمي په ګټه نه وي، مګر له امریکا سره شخصي عقدوي برخورد تر دې برېده مجبور کړی چې د هېواد ابدي او ازلي دشمنانو دروازې ته ودریږي او له هغو مرسته وغواړي چې سیمې ته د امریکا د راتګ لامل او اوس محال کې تر هر چا زیات د ګران هېواد په ورانولو او بېخ کندلو لګیا دي. سربېره پر دې له ده سره د تېر په شان جامع طرحه او بدیل نشته مګر انتقادونه او نیوکې.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.