حزب اسلامي د جهاد له مهاله راهیسې یو مخکښ ګوند پاتې شوی دی، تر نورو جهادي ګوندونو یې په جهاد کې ونډه او اغېز ډېر وو، لوی او منظم ګوند دی. که څه هم له کله چې نوی نظام رامنځته شو، دغه ګوند په انزوا کې پاتې شو یا هم پرېښودل شو، په نظام کې یې هومره ونډه وانه خیسته لکه څنګه چې نورو جهادي ګوندونو درلوده؛ د ګوتو په شمېر ځیني غړي یې په لومړیو کې د انتخاباتو له لارې ملي شورا ته راغلل او ځیني یې هم په ټیټو حکومتي څوکیو کې وګومارل شول، خو رهبر یې انجنیر ګلبدین حکمتیار او په ډېر شمېر کلیدي غړي یې د ملګرو ملتونو او امریکا په تور لېست کې داخل شول؛ ځکه حکمتیار ان له لومړیو افغانستان ته د امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو د راتګ مخالف و، ښايي علت هم همدا وي چې نوموړی شاوخوا شپاړس کاله پټ او په نامعلوم ځای کې و اوسېده. مخکني ولسمشر حامد کرزي له حکمتیار سره د سولې کولو هڅې وکړې خو هغه په دې شرط چې څو بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي او یا هم د وتلو دقیقه او تضمین شوې نېټه یې ونه ټاکل شي سولې ته به حاضر نه شي. څه نور مجبوریتونه هم وو چې له حزب اسلامي سره یې د سولې پروسه ټکنۍ کړې وه؛ هماغه مهال امریکا ډېر د حزب اسلامي د سیال ګوند جمعیت ملاتړ کاوه، په حکومت کې هم د جمعیت ونډه بېخي ډېره وه، نو دغه ګوند په هېڅ صورت نه غوښتل داسې یو چا سره سوله وشي چې سبا د دوی ګټو او موقف ته زیان ورسېږي او یا یې په نظام کې ونډه کمه شي. د ډاکتر نجیب د حکومت له ړنګېدو وروسته چې کله جمعیت او شورای نظار د قدرت د انحصار هڅه وکړه، یوازېنی ګوند چې په مخالفت کې یې واقع شو، حزب اسلامي و، نو ځکه جمعیت چې د حامد کرزي د واکمنۍ مهال د نظام واکمن ګوند او د امریکایانو بشپړ ملاتړ ورسره و، له حزب اسلامي سره د سولې په مستقیم او غیر مستقیم مخالفت کې واقع کېده.
خو بالاخره د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته حزب اسلامي له دولت سره سولې ته لېوالتیا وښوده، په دغه وخت کې د یاد حزب سولې ته لېوالتیا ځیني دلایل لري؛ یو خو دا چې د سولې په دې پروسه کې په حکومت کې د ګوتو په شمېر د ځینو چارواکو رښتینی نیت و. دویم؛ فکر کېږي چې نور حزب اسلامي د افغانستان د شرایطو د خرابوالي او د نظام د کاوکه پاتې کېدو زغم نه درلود، د دې لپاره چې په نظام کې تعادل رامنځته شي او شرایط نسبي ښه شي، د هغه شرط له په پام کې نیولو پرته چې ګواکې بهرني ځواکونه دې ووځي او یا دې د وتلو لپاره تضمین شوې نېټه وټاکي، له دولت سره یې د سولې خبرو ته شین څراغ وښود او دا پروسه له ځنډ، خنډونو، او ستونزو وروسته پایلې ته ورسېده او بریالۍ شوه او د ۱۳۹۵ کال د تلې په اتمه یې له افغان دولت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه. د هوکړې له لاسلیک څو میاشتې وروسته د دولت په زمینه سازۍ حکمتیار هم را څرګند شو او کابل ته راغی. حکمتیار په وروستیو ویناوو کې په وار وار وویل چې دوی د امتیاز اخیستو لپاره سوله نه ده کړې او نه هم په دولت کې څوکۍ غواړي، یوازې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو او په نظام کې د اصلاحاتو لپاره به کار کوي او اصلي موخه یې هم همدا ده خو لکه څنګه چې سیاسي دریځونه او خبرې پر یو حال نه پاتې کېږي او شرایط ته په کتو تغییر کوي نو حزب اسلامي هم په نظام کې د خپل مشارکت خبر ورکړ او ویلي یې دي چې دغه مشارت به په بېلابېلو سطحو کې وي خو د دغو سطحو څرنګوالی یې نه دی مشخص کړی.
که څه هم حکمتیار په اوسني نظام کې د نه شریکېدو خبره کړې ده خو ځیني سیاسي مسایل او ګواښونه شته چې فکر کېږي دغه ګوند یې له خپل دغه دریځه اړولی او له امله یې په نظام کې د ګډون پرېکړه وکړه؛ یو خو د طالبانو له خوا د حزب غړو ته متوجه ګواښ دی؛ په دې وروستیو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د حزب اسلامي یو شمېر غړي ترور شول، حکومت نه شي کولی په ټول هېواد کې د حزب د غړو امنیت خوندي کړي، نو د دې لپاره چې د دغه ګواښ مخه ونیسي، په کار ده خپله په قدرت کې و اوسي.
دویم؛ وروستي سیاسي ایتلافونه، د هېواد په شمال کې د وسلو وېش او د نظام ضد خوځښتونه ښايي د دې لامل شوي وي چې حزب اسلامي یې په نظام کې مشارکت کولو ته اړ کړی وي؛ ځکه د نظام پایښت او ملاتړ د دغه ګوند له لومړیتوبونه دي او د ورته متوجه ګواښ د مخینوي لپاره یې باید دوی په قدرت کې وي.
درېیم؛ په نظام کې د اصلاحاتو راوستو مسئله ده، داسې یو حرکت چې قوي ملاتړ ونه لري او یا هم خپله په قدرت کې نه وي، په نظام کې د فساد او نورو سرغړونو مخه نه شي نیول کېدای، نو کېدای شي یو علت همدا وي چې د مشارکت پرېکړه یې وکړه. څلورمه چې تر ټولو مهمه او برخلیک ټاکونکې موضوع ده، راتلونکې پارلماني ټاکنې دي؛ حزب اسلامي لا له مخکې ویلي وو چې په ټاکنو کې به پراخ ګډون کوي، په اوسني نا امنو شرایطو کې شونې نه ده، په ټاکنو کې پرته له چې په قدرت کې وي، د درغلیو او سرغړونو مخه ونیسي او یا هم پراخ ګډون وکړي، بله هم که چېرې سراسري ټاکنې کېږي، نو بیا دغه ګوند ته په کار ده چې د افغانستان تر ټولو سیمو ځان ورسوي او خپلو پلویانو ته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره کړي. دغه راز ښايي د قومي مشرانو او سیاستوالو مشوره هم ورته دا وي چې باید په نظام کې ګډون وکړي څو یې فعالیت محسوس شي.