Language

author avatar
5 Mar 2017 - 11:35
author avatar
5 Mar 2017 - 11:35

د لېسې مدير له شنو لښتو سره يو ځای ټولګي ته ننوت، د ټولګي دروازه يې په زوره ټيل وهله ، زده کوونکو ته يې بې  له ستړې مشې خپلې خبرې پيل کړې، لوړ  اواز  يې د ښوونځي په دهليز کې اورېدل کېده ، زده کوونکو ته يې تقريبا لس دقيقې د ستغو سپورو په ويلو او د درس د نه زده کولو په خبرو تېرې کړې، د خپلو خبرو په پای کې يې پر يوه زده کوونکي غږ کړ .

د فلانکي زويه مضمون مو څه شی دی ؟

زده کوونکي ځواب ورکړ، حساب

مدير بيا پرې غږ کړ ، ته راشه په تحته د حساب کلمه وليکه.

زده کوونکی تحتې ته راغی ، په رېږدېدلو لاسونو يې د حساب کلمه په دې ډول وليکله 🙁 حساب )

مدير په کړکۍ کې ايښودل شويو لښتو ته لاس کړ، د زده کوونکي په وهلو يې پيل وکړ ، تر دې چې د زده کوونکي بغارو ټول ښوونځی خبر کړ .

زه په منډه ټولګي ته ورغلم،

مدير ته مې وويل : څه خبره ده ، مدير په قهرجن غږ وويل ، دا د فلانکي زوی حساب نه شي ليکلی ، مدير تباشير راوخيست ، پر تحته يې وليکل ، ( حسوب)

وروسته يې ماته مخ را واړ‍اوه ، راته يې وويل ( استاده ! په دې زده کوونکو زه نه يم ملامت ، درس نه زده کوي او چې بيا يې ووهم ، مور او پلار يې ګيلې هم راته کوي، ته او خدای حساب داسې ليکل کيږي (حساب) او که داسې (حسوب)

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه