Language

د يوه افغان په توګه د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدين حکمتيار ته درې ټکي يادوم چې ځان ورسره مواجه نه کړي:

١- طالبان

٢- رسنۍ

٣- ګوندونه

لومړى طالبان:

له طالبانو سره دې ځکه ځان نه مواجه کوي چې حکمتيار  د سولې تر شعار لاندې را ميدان ته شوى او اوس د سولې له خبرو او هڅونې پرته نورې د زور او  تور خبرې کېداى شي د سولې رامنځته شوى فرصت او هيلې خداى مه کړه په ناهيلۍ بدلې شي او حکمتيار چې د سولې د درېيمګړي  هيله ترې کيږي دغه موقف يې تر سوال او له بې باورۍ سره مخ شي، نو ښه دا ده چې حکومت او طالبان دواړه باور ، سولې او د خلکو ارمان پوره کېدو ته را وبولي او د جګړې خوى او بوى د سولې  په هوار شوي ټغر بدل او هر افغانان بېرته په کور او کلي شي.

دويم رسنۍ:

د يوه ژورنالېست په توګه دامنم چې زموږ په ځينو رسنيو کې نه يوازې چې د ژورناليزم اصول ، معيارونه  او اخلاق نه مراعات کيږي، بلکې حتى اخلاقي، قومي، ژبني ، کلتوري او فکري جوړونې مسايل هم په نظر کې نه نيسي، خو اوس د رسنيو په دې ګرم چاپيريال کې يو څه وخت ته اړتيا ده چې حکمتيار لومړى د يو شمېر رسنيو د اصلاح لپاره د حکومت، مدني ټولنو، علماوو، ژورنالېستانو او رسنيو له مسوولينو سره دوامداره ناستې ولري ، هغوى دې ته قانع کړي چې څه مو د هېواد په ګټه او په دې حساسو شرايطو کې څه په زيان دي او دا کار له ژورنالېستيکو بنسټونو سره له مخامخ ناستو، مفاهمې، قناعت، ملي ګټو ته په پام او  په نرمه ژبه کيږي، په وچو نيوکو او بې بديله لارو  سره کېداى شي چې حکمتيار  د رسنيو د سپيرغيو په ګرداب کې راګير او هغه اصلي موخه چې سوله ده ترې پاتې شي او ټول وخت به دده او رسنيو ترمنځ  د حروفو ، کلمو او جملو په سپيناوي کې تېر شي.

درېيم ګوندونه:

څومره چې ماته معلومه ده مخکې د حزب اسلامي او نورو جهادي ګوندونو ترمنځ په شکل د اشکالو اختلاف موجود و  او ان له ځينو سره يې د جګړې تر حده  ټکر راغلى، نو ښه به دا وي چې اوس حکمتيار  هغو ګوندونو او نورو رامنځته شويو نويو جريانونو ته د سولې له خلاصې  دروازې  د افغانانو له هيلو او اوسنيو شرايطو او  حالاتو له بدلون سره سم د روښانه سباون په نيت  لاس ورکړي،  تېر  هير او هرڅه  د يو اباد، له جګړو خلاص  او خوندي افغانستان  په خاطر ترسره شي، چې نه نور  مو خور ته د کونډې ناهيلى نوم واخيستل شي ، نه مو پرماشوم د يتيم نوم کېښودل شي، نه  بيا لکړې ته د معيوب او ټپي اړتيا پيدا شي، نه هېڅ مور خپل تړلې زنې زوى ته اوښکې تويې کړي او نه هم پلار  د زوى د تابوت او کفن لپاره اوښلنې سترګې هټۍ وال ته ودريږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>محمد حکيم بشارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو قريه کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په پښـتو څانګه کې يې د ليسانس او ماسټري تر کچې لوړې زده کړې کړې دي ،درې چاپ شوي اثار لري. نوموړي له يو شمېر دولتي او ازادو رسنيو سره د خبريال او ايډيتور په توګه کار کړى او له ٢٠٠٤کال راهيسې تراوسه له پژواک خبري اژانس سره د خبريال او ايډيټور په توګه دنده ترسره کوي.</p>