ژباړه: فیض الله عبدالرحیمزي
د روان میلادي کال د می میاشت په ۲۳مه نېټه طالبانو د افغانستان حکومت سره د دري ورځینۍ اوربند اعلان وکړ چې د کوچني اختر لومړي ورځ [یک شنبه] یې د پيل نیټه وه. دا اوربند د طالبانو له خوا د سوله په برخه کې یو امید ورکونکي اقدام و چې د افغانستان حکومت له تود هرکلي سره مخ شو او ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت لوړ رتبه چارواکو سره د عاجله غونډې غوښتنه وکړه چې په کي د دوه زره طالب بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه په ښه نیت سره د اوربند په مقابل کې مطرح شوه.
معمولاً کوچني اختر د روژي په پاي کې لمانځل کېږي چې یو له لوی رخصتیو څخه دي او هر څوک د روژي له میاشتي وروسته د کورنیو له غړو او ملګرو سره لیدني کوې. بد بختانه دا کال د کرونا ویرس ناروغۍ له امله توپير درلود. افغان حکومت هم پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د درې ورځو رخصتۍ پر مهال دې په کورو کې پاتې شي تر څو د ویروس د خپریدو مخه ونیسې.
د حکومت لوړ رتبه چارواکي په خپلو دندو بوخت وو په داسې حال کې چې ملت د رخصتۍ له امله په خپلو کورو کې و. د افغانستان حکومت د ولسمشر محمد اشرف غنی هدایت سره سم تر 2000 پورې طالب بندیانو خوشي کولو پروسه پيل شوه. د افغان حکومت اراده دا وه چې د سولي پروسي د لاپرمختګ په خاطر د طالبانو د اوربند وړاندیز او غوښتني ته مثبت ځواب ووایې.
د اختر په دریمه ورځ, افغان حکومت شاوخوا 900 طالب زندانیان خوشي کړل, له بګرام څخه 525 زندانیان, 328 له څرخي پل زندان څخه او شاوخوا 47 بندیان د هېواد له بیلا بیلو ځایونو څخه او د پاتې بندیانو د خوشي کیدو پروسه روانه ده.
د بندیانو د خوشي کیدو پروسې د دواړو خواوو تر منځ باور رامنځته کړي, چې په پایله کې یې په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمښت رامنځته کړی. که څه هم یو اندازه اخ وډب وې, اما په هغه کچه نده چې زموږ هېواد په دی وروستیو کې لیدلې.
افغانان که څه هم د کرونا ویرس ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي, خو لږ تر لږه په هېواد کې د نا امنی ویره کمه شوي.
سربیره پر دې، د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ سیاسې هوکړه د ملي اجماع د ټينګښت په لور یو ستر ګام وو او دغه اقدام موږ یو ځل بیا هغې لارې ته برابروي چې د متحده ایالاتونو سره چې د افغانستان ګډ ستراتیژيک ملګري ده، په ګډه د سولې او ثبات لپاره پیل کړې ده.
د اخترونو په لومړۍ ورځ, معمولاً ولسمشر او یا د ملي امنیت سلاکار یا هم کوم لوړ پوړي امنیتې چارواکي د سرتیرو څخه لیدنه کوې چې د دوي د خدمت, بریا او قرمانۍ له امله دوي څخه مننه وکړي او دوي ته د خوښۍ اختر هېله وړاندې کړي. دا ځل د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب د کابل پولیسو (د چټک غبرګون قطعی) څخه لیدنه وکړه.
پولیس په خپلو دندو بوخت وو او لوړ مورال یې درلود. ډاکټر محب د ښار په شاوخوا کې د مشرانو, ځوانانو او ماشومانو سره لیدنه وکړه, هر چا د خوښۍ احساس کوو او افغانستان کې د سوله لپاره خپلي هېلي څرګندولي. د تګ په جریان کې هغه په سړک ولاړ یو ساتونکي سره ولیدل او د هغه د خدمت له امله یې ورڅخه مننه وکړه. دغه سرتیري هم په مننه سره ځواب ورکړ او ویې ویل چې که څه هم هغه له خپلي کورنۍ څخه یادونه کوې خو هغه د رخصتیو پر مهال د خپلو هېوادوالو ساتنه غوره ګڼي.
د اختر په وروستۍ ورځ ډاکټر محب د سویل ختيځ ولایت پکتیا مرکز ګردیز ښار ته سفر وکړ تر څو له خلکو سره ووینې. زه د دې سفر په جریان کې له هغه سره وم. ډاکټر محب د رارسیدو پر مهال یوه امنیتې غونډه (امنیتی شورا) جوړه کړه او بیا یې د بیلا بیلو قومونو مشرانو سره, حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره او علماو سره ولیدل چې ستونزي یې په زغم سره واوریدل شې. د هر چا تر ټولو لویه اندیښنه او لومړيتوب په هېواد کې د سولې راوستل او د اوربند او امنیت غځول و. د دوي په وینا چې سوله د هېواد ټولو وګړو لپاره لومړی اړتیا ده.
پکتیا یو ډير پيچلي زون دی. په دې ورځ امنیت کافي و, لويې لارې د اردو او عامه ټرانسپورټ لپاره خلاصې وي او د افغانستان ملي امنیتې ځواکونو تر منځ ښي همغږۍ شتون درلود. پولیس د ګردیز په ښارونو او کلیوالي سیمو کې مهم رول لوبوي. هره ورځ پولیس او میرمنې د خلکو ساتنې لپاره لوړ لګښت ورکوي. دوي مجرمین نیسې, شبکې یې ورته له منځه وړي او عدالت ته یې راکاږي. په هر صورت لا هم امنیتې ننګوني د ګواښ په شکل د حقاني شبکې له لورې چې د طالبانو یوه برخه ده شتون لرې.
د یادونې وړ ده چې افغان امنیتي ځواکونه د کلونو په اوږدو کې د خپلو هڅو په جریان کې لوړ موقف ولاړ دي او خلکو ته ډاډ ورکوې چې دوي به ډير وړ, مسلکي ځواک ته وده ورکړې چې وکولاي شې په خپله د خپل هېواد دفاع وکړي.
د طالبانو له خوا د درې ورځنی اوربند اعلان ته د پکتیا خلکو او د ټول هیواد خلکو لخوا تود هرکلي وشو. همدارنګه د پکتیا خلکو په وسله والو طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ چې د اوربند تړون دي وغځوي. په دغه ورځ د خلکو لویه غونډه وه چې د بیلابیلو ځایونو او ولسوالیو څخه راغلي او د ملي امنیت سلاکار سره د لیدو او خپل نظرونو شریکولو ته لیوال وو. د دوي په منځ کې یو 90 کلن سپين ګیری سړي و چې ویلي ”دري ورځي اوربند کې د سولي او امنیت درې کلونو په څېر احساس کوم”. هر څوک خوښ وو, د اوربند اوږدیدو او تاوتریخوالي د پاي غوښتونکي و.
د اختر په جریان کې په دي رسمي لیدنو کې زه د یو افغان په توګه ویاړم او خوشبین یم چې بدلون حتمي دی.
هر څه څخه مخکي, سوله لازمي ده او دا د ټولو افغانانو ارمان دی!
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.