له ستړې ورځې وروسته مې ماخوستن فېسبوک خلاص کړ، څو د ورځې له حالاتو ځان خبر کړم او د ملګرو پیغامونو ته ځواب ورکړم چې ګورم د سپانسر شوو پاڼو په قطار کې مې د ولسمشر محمد اشرف غني د چارو ادارې پر پاڼه سترګې ولګېدې؛ یو سپانسر شوی پوسټ او ویډیو مې مخې ته راغلل، ویډیو ښکلې او په لوړ کیفیت جوړه شوې وه او ورسره لیکل شوي وو: ایا تاسو افغان یاست او له هېواد بهر اوسئ؟ ایا تاسو لوړې زده کړې لرئ؟ ایا تاسو ښه تجربه او لوړ مهارتونه لرئ؟ افغانستان ته راشئ او موږ به تاسو ته دندې پیدا کړو.
په دغه اعلان کې چې خبرې کوي، هغه نجلۍ هم افغاني الاصله کاناډایۍ ده او یو څو نور له بهره راغلي ځوانان هم ورسره شته. یاده پېغله او څو ځوانان چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي او هلته یې په جمهوري ریاست کې دندې اخیستې دي، نور بهر مېشتې افغانان هم افغانستان ته د ورتګ لپاره هڅوي.
دا ډول اعلانونه په دې وروستیو کې بېخې ډېر سپانسر کېږي. دلته پر دوو مسئلو غواړم خبرې وکړم، یوه دا چې دغه پروګرام څومره موثره دی او بل دا چې دغه له بهر څخه راستانه شوي ځوانان څنګه راغلي او ولې نور افغان ځوانان هم هڅوي چې د دندو اخیستلو لپاره بېرته هېواد ته راستانه شي.
ښايي دا به د ولسمشر د هغې وعدې دوام او ترسره کول وي چې ویل به یې یو میلیون دندې به د هېواد ځوانانو ته په لومړي کال کې پیدا کړم. هغه چې ویل به یې د دغه هېواد په ځوانانو کې چې څومره وړتیاوې او استعدادونه شته ما بل ځای نخ دي لیدلي او یا هم ښایي هغه وعده چې ویل به یې زه د ځوانانو لپاره د یوه پُل حیثیت لرم. ولسمشر په تل د جنوبي کوریا د اقتصادي معجزې مثال ورکاوو؛ د جنوبي کوریا په اقتصادي معجزه کې یو مهم او اساسي فکټور دا و چې دولت پر بشري قوي پانګونه وکړه، د بشري قوې کیفیت او شمېر زیات شو، وړ او متخصصه بشرې قوه په داخل کې د دوی د ځان بسیاینې لپاره او د جنوبي کوریا یو له مهمو صادراتو څخه شوه. دلته خبره سرچپه ده؛ په هېواد دننه په لکونو ځوانان بېکاره ګرځي خو ولسمشر او د هغه ټېم له بهر څخه خلک راولي او دلته یې پر دندو ګوماري.
زه تر دوه سوه زیات داسې نږدې ملګري او خپلوان پېژنم چې لیسانس دي، ماسټریانې لري اما دا دوه کاله یې یو هم دنده نه لري. یوه خپلوان مې چې په اقتصاد کې ليسانس لري، راته ویل یې چې که چېرې ډریوري هم در پیدا کېده ما خبر کړه چې نور ځان وژنې ته اړ شوی یم. یوه بل ځوان راته ویل چې د ټول کور مسوولیت ور له غاړې دی، زه له بهر څخه ليسانس یم، مګر دنده نه لرم، ژوند مو ګران دی. دغسې له سلګونو نورو ځوانانو سره اړیکه لرم چې په همدغه کابل کې یې همدا حال دی.
نو د دغه پروګرام هدف چې غواړي له بهر څخه راستانه شوي افغانان پر دندو وګوماری، دومره نمایشي او درواغ دی لکه څومره چې یې فکر کولای شئ. په هېواد کې دننه په لکونو ځوانان در په دره ګرځي، دوی یې له بهر څخه را غواړي او دلته په ریاست جمهورې کې دندې ورکوي او بیا اعلانونه هم پرې کوي.
دغه کار د ولسمشر د هغې وعدې خلاف دی ویل به یې په هېواد دننه به پر ځوانانو پانګونه وشي، دندې او لوړ مسوولیتونه به ورته وسپاري.
د ولسمشر په شاوخوا راټول ټېم د ولسمشر د بدنامولو، ناکامولو او د ولسمشر د محبوبیت کمولو لپاره منظم پلانونه او پروژې پر مخ بیایي. له بهر څخه اکثره راغوښتل شوې نجونې د استعداد له مخې نه، بلکې د ځینو نورو شخصي روابطو له مخې نن امریکا او اروپا پرېیښي او دلته کار کوي.
غواړم د هغو افغانانو په هکله لنډ څه ووایم چې له هېواد نه بهر په اروپا او امریکا کې لوی شوي دي او ښایي د همدغه پروګرام له لارې به افغانستان ته ستانه شي او هلته به “ځورېدلي” افغان ولس ته خدمت وکړي.
پام ورته وکړئ، ژبې، خبرو لهجې او معلوماتو ته یې وګورئ، دا خلک ډېری په بهر کې د مېشتو افغانانو دویم او یا درېیم نسل دی. د افغانستان په هکله یې معلومات هماغه څه دي چې په مطبوعاتو کې یې اورېدلي او لیدلي دي یا یې په انټرنېټ کې پیدا کړي دي او که لږ ډېر زحمت یې ایستلی وي نو په شلو یا دېرشو ډالرو به یې د افغانستان په هکله چاپ شوی کتاب اخیستی وي او په دې خاطر چې ساعت یې تېر شوی، مطالعه کړی به یې وي.
تر دې وړاندې دا خلک د افغانستان په اړه په هېڅ نه دي وو خبر. قسم خورم چې د افغانستان د څلورو خواوو نه به هم نه وي خبر.
په هر صورت که دا د هر چا فکر وي چې په بهر کې زېږېدلي او لوی شوي افغانان چې لیک او لوست یې هم دلته کړی وي او په مورنۍ ژبو ډېر لږ افهام او تفهیم کولی شي، د افغانستان ولس ته دې خدمت وکړي، یوازې خیال او غلط فهمي ده.
له بهرنیو هېوادونو نه یوازې هغه افغانان افغانستان ته د کار لپاره راځي چې هلته ورته کار پیدا نه شي، زړه یې تنګ شوی وي او تفریح ته ضرورت لري او یا په کابل کې ورته داسې کار پیدا شي چې د اروپا او امریکا د کارونو په پرتله ورته زیاتې پیسې ورکوي.
خو یوه خبره درته په پوره یقین سره کوم چې دا خلک که د زرګونو په تعداد کې هم افغانستان ته راشي، په والله که یې یوازې د خپلو ځانونو او کورنیو نه پرته بل هېچا ته خیر ورسېږي؛ ځکه کورنۍ يې هلته دي، تابعیت د هغه ځای لري او کار دلته کوي او دلته په لکونو لوستي ځوانان چې تر هغو یې ژمنتیا او تعهد هم سل چنده زیات دی، در په دره ګرځي.
د یو ځوان په صفت مې په افغانستان کې له حکومت نه هیله ده چې که په رښتیا هم غواړي چې ځوانانو ته د هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کې ونډه ورکړي او د هغوی له انرژۍ نه کار واخلي، په هېواد کې دننه په لویو شوو او لوستو ځوانانو دې کار وکړي، پانګونه دې پرې وکړي، د خدمت فرصت دې ورته برابر کړي.
دا اوس چې څه روان دي، دا هسې د وخت او د افغانستان د ولس لپاره د خیراتي پیسو بې ځایه لګول دي. تر دې هم بدتر پیغام یې دا دی چې دا اداره د ولس له ستونزو او د خپلو بېکاره ځوان قشر له ستونزو هېڅ ډول خبرتیا نه لري. دلته خلک په ۲۴ ساعته کې یو وخت ډوډۍ خوري او په نهره ویده کېږي او دوی له بهر څخه ځوانان را غواړي او دلته یې پر دندو ګوماري. دا فساد هم دی، غفلت هم دی، له هغو سره چې د دې ادارې د بریالي کېدو لپاره یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه، جفا او غداري هم ده.
ولسمشر دې له حقایقو ځان خبر کړي، هغه کړۍ چې د ولسمشر بدنامول غواړي، ناکامول یې غواړي او له ولس سره یې فاصله زیاتوي، هغوی دي په ګوته کړي او د ځمکنيو حقایقو له په نظر کې نیول سره دي اقدامات وکړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.