کله چې لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده هغه ځواکونه چې په نوموړو جګړو کې ښکېل و، د جګړې د بیا پېښېدو له وېرې او د نړۍ په مخ د خپل ځواک د بقا لپاره يې ځينې اتحادونه سره وکړل چې هغه وخت کې يې سوله هم رامنځته کړه او دا پیمانونه په دودیز شکل پاتې شول. د هغو له ډلې یو اتحاد چې له رامنځته کېدو سره په قوي ځواک بدل شو د ناټو اتحاد و، د ناټو اتحاد وروسته له دویمې نړیوالې جګړې د امریکا په مشري له غړو هیوادونو د بېروني تېري په صورت کې د دفاع او ګډو ګټو د بقا په شعار په کال (۱۹۴۹) د اپریل په دویمه نېټه رامنځته شو چې د غرب او امریکا د استعماري اقتصاد او قوت ساتلو ښکاره دفاع یې پیل کړه چې هغه مهال اته ویشت غړي هیوادونه یې لرل .
همدارنګه په کال (۱۹۵۵) د سوسیالیستي هیوادونو اتحاد هم رامنځته شو چې د پولینډ (وارسا) ښار کې یې تړون وکړ او د وارسا اتحاد په نوم یې و نومولو مشري یې د پخواني شوروي اتحاد پر غاړه وه. مرام یې له غړو هیوادونو ساتنه، اقتصادي پرمختګ او ګډه همکاري. همدارنګه د وروسته پاتې هیوادونو په پراختیا کې د هغوی په غوښتنه د ګډې همکارۍ په بنسټ د درېیمې نړۍ هیوادونو ته هر اړخیزه پراختیا ورکول، د وارسا له لوړ مرام څخه و.
خو سیاست دواړه اتحادونه څه بل ډول میدان ته وکاږل د سړې جګړې (تبلیغاتې جګړې) پر مهال دواړه اتحادیې یو د بل په وړاندې په پټه او ښکاره جګړه کې ښکېلې شوې ناټو د امپریالیزم او سرمایداري له بقا د سوسیالیزم په وړاندې، وارسا د سوسیالیزم له بقا د سرمایداري په وړاندې جکړه پیل وه .
دواړه تر (۱۹۹۱) کال پورې سړه جګړه کې پاتې شوې و ترڅو چې د برلین دیوال ونړېده او شوروي اتحاد و پاشل شو د وارسا تړون له منځه لاړ او د سیاست ډګر ناټو ته پاتې شو.
ناټو هم په مختلفو څېرو کې د خپلو ملګرو او خپل ځواک ساتلو لپاره د سولې راوستو او ترهګرۍ ځپلو په نوم د افغانستان او عراق د بایللې جګړې تر ډګرونو راغلل.
دا چې ناټو څو مسلسلې جګړې و بایللې اوس هغومره اثر نه لري ښاي لنډو کلونو کې نور هم ځواک له لاسه ورکړي، خپلو ټولنو کې یې هم د ګونګو جګړو په تر سره کولو ارزښت له لاسه ورکړى، همدارنګه د عراق او افغانستان د جګړې درندو لګښتونو د ناټو اقتصادي سرچینې کمزورې کړې چې ښکاره بېلګې یې د عرب بهار انقلابونو کې لیدل کېږي، په کوم ډول چې ناټو غوښتل لارښود یې کړي هغسې ونډه دوی نه لرله.
د لیبیا اوښتون هم په کورنۍ جګړه واوښت چې نن یې کنټرول تر ډيره حده د ناټو له تسلطه وتلی.
د مصر اوښتون هم تر ډېره بریده بېرته د خپلواکي غوښتونکو او ملت پاله ځواکونو لاس ته ورغی د ناټو په خوښه پاتې نشو.
د سوریې جګړه هم اوږده شوه امریکا او ناټو هغه څه چې غوښتل و نه شول او تر نن ورځې جګړه بې پایلې پاتې ده، د ناټو نقش ورځ تر بلې سوریه کې مخ په کمېدو دی.
هغه عوامل چې پورته جګړو کې یې ناټو او امریکا له خنډونو سره مخ کړه؟
په (۲۰۱۵) کال کې د اروپا مالي کړکېچونه او د اروپا د اقتصادي بازار رکود چې تر نن ورځې دوام لري.
د المان نشنلیزم چې نه غواړي نور د امریکا تر لارښوونې لاندې ژوند وکړي.
د انګلستان او امریکا تر منځ د ځان غوښنتې شدت چې ښکاره بېلګې یې د افغانستان جګړه کې یو دبل په ضد کړنې تر سره کول، په سیاسي پریکړو کې ژور تضادونه د پاکستان په موضوع د انګلستان او امریکا پټ کشمکش.
د سوریې په جګړه کې د امریکا او فرانسې مخالفتونه چې یو د بل له رضایت پرته یې نظامي اقدامات وکړل.
بل خوا د امریکا قوي ځان غوښتنې چې ټوله ناټو او د اروپا شتمني يې د خپلو جګړو لپاره وکاروله. داسې نور پټ او ښکاره دلایل هم شته چې په دې دلالت کوي چې نږدې کلونو کې د ناټو اتحاد وپاشل شي.
پوښتنه دلته ده که چېرته د ناټو اتحاد رسوا شي د امریکا جګړې به څوک په مخ وړي؟
د روان کال مارچ میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ د (۳۴) اسلامي هیوادونو په ګډون سعودي کې پوځي تمرینات وشول چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او لوى درستیز راحیل شریف د ګډون په موخه سعودي ته ولاړل د مانورونو پای کې د سعودي لخوا د پاکستان په ګډون د اسلامي هیوادونو د دفاع پوځي اتحاد طرحه وړاندې شوه.
د دې موخې لپاره دوه عناصر زیات اړین دي لومړی قوي اقتصاد او دویم نظامي ځواک .
که چېرته دا اتحاد رامنځته کېږي ښکاره ده د عربستان اقتصاد او د پاکستان اټوم به یې بنسټيز عوامل وي.
پوښتنه دلته را ولاړېږي، چې اقتصادي ملاتړ به څنکه تر لاسه شي ؟
د دې لپاره د عربستان د اقتصادي اوضاع څېړل اړین دي!
د یمن او شام جګړه کې د سعودي عربستان ښکېلتیا قوي اقتصادي لګښتونه تر څنګ لري.
د سعودي او ایران تر منځ د سوریې او یمن په مسله رامنځته کشمکش او د عرب شعیه مشر (نمرالنمر) په اعدام د ایران او عربستان تر منځ اقتصادي او سیاسي بندیزونه وزېږول چې سعودي هره ورځ اقتصادي زیانونه لري.
د اوپک سازمان لخوا د نفتو د نړیوالو نرخونو په لوېدو سره عربستان هره ورځ په میلیونه ډالر د بودیجې له کمښت سره مخ دی، داسې حال کې چې د عربستان اقتصاد په تیلو ولاړ دی.
د تیلو د ګټې له کمېدو سره د طلا د تبادلې مارکېټ هم وروستیو میاشتو کې ولوېده چې عربستان ته هر ورځ زیان لري او د طلا مارکېټ کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د بهار عرب اوښتون له کبله عربستان له کورنۍ ګډوډۍ وډار شو او د کورنۍ ګډوډۍ د مخنیوي لپاره يې تېر کال او روان کال د عربستان منځنۍ طبقې ته په زیاته پیمانه مالیات وبښل چې په دې سره هم دولتي بودیجه کې لوی کسر رامنځته شو.
د السعود کورنۍ د خپل حاکمیت د بقا لپاره او سیمه کې له ایران سره د سیالیو درلودلو په خاطر تل هڅه کوي له انګلستان او امریکا نوي نظامي تسلیحات و پېري د همدې موخې لپاره یې له (۲۰۱۰) کال را پدې خوا زیات لګښتونه کړي
په (۲۰۱۰) کال کې د انګلستان د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې د ژورنالیست الیکس سپائیلس (Alex spillius) راپور کې، ښودل شوې چې د امریکا او عربستان تر منځ د شپېته بیلیونه ډالرو د وسلو پېرلو تړونونه تر سره شوي، په (۲۰۱۴) کال کې د امریکا او سعودي تر منځ د جنګي الوتکو(۱۱.۲۵) میلیارده ډالره قرارداد تر سره شو.
د (رویټر) او (بي بي سي) د خپرو شوو راپورونو له مخې د (۲۰۱۵) په نوامبر میاشت کې سعودي له امریکا څخه د(۱.۲۹) ملیارده ډالرو بمونه د سوريې او یمن جګړه کې د کارولو په موخه و پېرل،
له (۲۰۱۵) تر اوسه سعودي له امریکا د شل ملیاردو ډالرو تسلیحات و پېرل.
د ډیلي ټيلیګراف د څېړنو له مخې له (۲۰۱۰) را په دې خوا سعودي د نړۍ لومړی درجه هیواد دی چې زیاته وسله یې پېرلې.
د وسلو پېرلو هم د سعودي عربستان بودیجه له کسر سره مخ کړې!
که د نفتو نړیوال نرخونه همداسې ټيټ وي سعودي عربستان به له ستر بودیجوي رکود سره مخ کړي چې په دې سره د طلا د تبادلې مارکیټ کې سهم له لاسه ورکوي.
که چېرته سعودي غواړي اسلامي اتحاد جوړ کړي؟
اقتصادي حالت ته په کتو له ماتې سره مخ دی. بلخوا له امریکا هم د مرستو انتظار شونتیا نه لري، ځکه امریکا خپله ټول بودیجوي کسر د عربستان په تیلو او د وسلو په پلورلو پوره کوي.
نو شونتیا نشته چې قوي اسلامي اتحاد جوړ کړي!
پاکستان که غواړي دا امتیاز خپل کړي نو د اټوم بم په درلودلو سره سعودي غواړي پاکستان خپل څنګ کې وساتي.
خو د پاکستان کورنۍ ګډوډۍ، د ترهګرۍ جګړه، کمزوری کورنی اقتصاد،له هندوستان،ایران او افغانستان سره سرحدي ستونزې، د بلوڅانو مسله، د هندي مهاجرینو سره اخ او ډب، د سني او شعیه تل پېښېدونکی اخ او ډب چې د پاکستان دولت یې په حل نه دی بریالی.
څنګه به دا توان ولري چې دومره ستونزو سره اسلامي اتحاد جوړ کړي؟
که عربستان او پاکستان د اسلامي هیوادونو لپاره د اسلامي هیوادونو پوځي اتحاد جوړوي.
دوی د اسلام لپاره څه کړي؟
سعودي د فلسطین پنځه څلویښت کلنه جګړه کې څه کړي؟
پاکستان په داسې حال کې چې خپل دولت یې سیکولر دی څنګه له اسلام څخه دفاع کوي؟
د اسلام له نوم ګټه اخیستل دي، ایا دا به د ټولې نړۍ مسلمانانو ته کار کوي؟
که یواځې غړو هیوادونو ته؟
هغو هیوادونو ته څه طرحه لري چې مسلمانان او کافر ګډ ژوند لري؟
لکه هندوستان،او نوره نړۍ کې.
یا د بېلګې په ډول د فرانسې او میانمار مسلمانانو ته به څه وکړي؟
یا د ترکیې هیواد سره به څه کوي؟ داسې حال کې چې ترکیه اسلامي ملت لري مګر دولت یې د ناټو غړیتوب لري.
بله خبره دا چې ناټو او وارسا خو یو د بل په ضد جوړ دي.
د اسلامي هیوادونو پوځي اتحاد به له چا سره جګړه کوي؟
وارسا خو اوس نشته او ناټو هم د عربانو ملګري، نو دا پوځي اتحاد به د چا په وړاندې کارول کېږي؟
دا اتحاد که رامنځته هم شي د مسلمانانو د ځپلو لپاره دی.
سعودي غواړي د عربانو د امپراطورۍ د سالار په حیث د همدې اتحاد په اساس د امریکا او ناټو بایللې جګړې و ګټي، خپله امپراطوري له کورني انقلاب و ژغوري تر څو د السعود د کورنۍ واکمني ابدي کړي، د همدې اتحاد په مټ غواړي له ایران او لبنان سره د سني او شعیه جګړه په لاره واچوي، د یمن او سوریې جګړه وګټي، په منځني ختیځ کې د داعیش امپراطوري رامنځته کړي!
دا اتحاد که تر سره شو ټولو مسلمانانو ته زیات خطر لري د پېړیو پېړیو لپاره به غلامان شو او شته خپلواکي به له لاسه ورکړو.
نو ځکه زه د اسلامي هیوادونو پوځي اتحاد ته د اسلامي ناټو نوم غوره ګڼم!
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.