ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
13 Sep 2020 - 09:41
author avatar
13 Sep 2020 - 09:41

 

په تېرو څلورو لسيزو کې د لومړي ځل لپاره د ښکېلو افغان لوريو ترمنځ مخامخ خبرو لومړی ورځ وه، له دې ناستې څخه په کور دننه، سيمې او نړۍ په کچه هرکلۍ، د دې بهير د ارزښت تر ټولو مهم ثبوت دی.

که څه هم اټکل کېږي چې دغه بهير به ډېر پېچلی او اوږد وي، خو د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرونيو خبرو کې پر زغم او نرمښت ټينګار د خبرو برياليتوب ته هيلې زياتوي.

د نړۍ مهم هېوادونه که څه هم په ډېرو موضوعاتو کې يو له بل سره د نظر اختلاف لري، خو د افغانستان د سولې په اړه روان بهير څخه د ټولو مهمو لوريو، ملګرو ملتونو، اسلامي همکارۍ سازمان او نورو مطرحو ارګانونو ملاتړ او هرکلی هم هغه څه دي چې که افغان لوري خپل مسووليت په ښه توګه پرځای کړي، د سولې په اړه د روان بهير برياليتوب يقيني کولای شي.

د افعانانو تر منځ د خبرو د لومړۍ ورځې مثبت او هيله بښونکي ټکي:

پرون د سپټمبر ۱۲مه، تر ډېره د بين الافغاني خبرو د پرانيستلو په اړه ويناوو او تخنيکي ټيمونو پر جوړولو تېره شوه، خو مهم ټکي يې دا و چې په يادو مراسمو کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د طالبانو د سياسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر نرمې او له پوره دقت څخه ډکې او هيله بښونکې وينا وې وکړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې ډاډه يم زموږ د ګران هېواد تاريخ به له ننۍ ورځې څخه د جنګ او خلکو د درد او وير له پای ته رسېدو هرکلی وکړي.

ډاډه يم موږ وتوانېږو چې يو له بل سره د نظر اختلاف پرمهال د مقابل لوري نظر واورو او درناوی يې وکړو او اختلافات د خبرو له لارې حل کړو.

عبدالله زياته کړه چې د ښې راتلونکې پر لوري حرکت، ګذښت او تېرېدنې ته اړتيا لري او بايد د جګړې پرځای سولې ته لومړيتوب ورکړل شي او ډاډه يم چې موږ له تېر وخت څخه په درس اخيستلو سره د سولې او پخلاينې په لار کې ګام پورته کړو.

د طالبانو د سياسي دفتر مشر په خپلو خبرو کې پر دواړو مرکچي ټيمونو غږ وکړ چې د خبرو پرمهال دې له زغم څخه کار واخلي او له موضوعاتو سره د ښه تعامل په پام کې نيولو سره دې مخ ته لاړ شي.

نوموړي د طالبانو په استازيتوب ډاډ ورکړ چې په پوه اخلاص سره به د بين الافغاني خبرو په بهير کې هڅه وکړي چې خپل ملت ته د سولې او سوکاله ژوند زمينه برابره کړي.

دغه راز د دواړو مرکچي پلاويو له خوا پر ګډ تخنيکي ټيم موافقه او د کسانو معرفي کېدل بل مهم ټکی و.

نړيوال ملاتړ:

پرون د بين الافغاني خبرو له پيلېدو څخه په نړيواله کچه ملاتړ او هرکلی بله تر ټولو مهمه موضوع وه چې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکارۍ سازمان په شمول مطرحو نړيوالو ارګانونو استازو يې هرکلی وکړ.

همدارنګه د امريکا، هند، پاکستان چين او روسيې په شمول د نړۍ مهمو هېوادونو او سترو قدرتونو هم له دې بهير څخه ملاتړ او هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش په انلاين ډول د خبرو پرمهال د سولې د پيل شويو خبرو هرکلی وکړ او زياته يې کړه چې ملګري ملتونه د افغان سولې له بهير څخه بشپړ ملاتړ کوي او تمه لري چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا له افغان مذاکراتو ملاتړ کوي او د دواړو لورو ترمنځ هر ډول هوکړه له افغانستان سره د امریکا پر مرستو مستقیم اغېز لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وایي، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دي. نوموړي په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسمو ته خبرو کې ویلي، هېواد یې غواړي پیل شوې بین الافغاني خبرې په افغانستان کې د روانې اوږدې خونړۍ جګړې د پای او د ټولو افغانانو د نېکمرغۍ لامل شي. وانګ یې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې زیاته کړې، دا بهیر باید منظم او د افغانستان شرایطو ته په کتو ترسره شي.

دغه راز د ترکيې، هند، پاکستان، ايران، جرمني او ډېرو هېوادونو استازو هم د افغانستان سولې په موخه بين الافغاني خبرو له پيل څخه هرکلی او ملاتړ وکړ.

د افغانانو تاريخي مسووليت:

اوس چې له څه باندې څلوېښت کالو بدمرغيو وروسته د افغانانو لپاره د خبرو او جګړې بندېدو يو تاريخي فرصت برابر شوی، نو ځکه د هر افغان په ځانګړې توګه طالبانو او دولت مسووليت هم څو چنده زيات دی تر څو خدای مه کړه دغه فرصت له لاسه ور نه کړو.

بايد ټول افغانان په ځانګړې توګه د دولت او طالبانو استازي په رسنيو کې د خبرو پرمهال او يا يو له بل سره په مخامخ خبرو کې له پوره زغم او دقت څخه کار واخلي، بايد يو او بل ته د پېغور ورکولو او سپکو او تېزو خبرو څخه ډډه وکړي.

که خدای مه کړه دغه خبرې ناکامېږي، نو بيا به د داسې فرصت برابرېدو لپاره د ميليونونو افغانانو قرانۍ  او پېړيو پېړيو وخت ته اړتيا وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.