داجتماعي او مذهبي نا لیکلي تړون پر بنسټ افغاني ټولنه یو سنتي، مذهبي او په ټوله کې یوه محافظه کاره ټولنه ده. دې ټولنې د تاریخ په اوږدو کې په خپلو درې عمده ارزښتونو معامله نه ده کړې او که نورو تجاوزهم کړی نو ددې ولس غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوي دي اویا په بل عبارت د ښکیلاکګرو په څټ یې د ماتې او ندامت مهرونه لګولي دي.
لومړی افغانۍ تولنه په داسې حال کې چې په میلمه پالنه کې نړیوال شهرت لري د کور دننه هیڅ اغیار له اجازې پرته نه پریږدي او د کور او کوټې دیوالونه د نورو لپاره سره کرښه بولي. که چیرې کوم وګړی دداسې خطا مرتکب شي نو میشته ټولنه ورته غاصب، چپاولګر، مستبد، بلوا ګر او داسې نور لقبونه ورکوي او د کور خاوند د مرګ ګواښونه بالاخره په عمل بدلوي. دداسې تجاوزونو بېلګې په ټولنه کې کافي اندازه شته او دشخصي دښمنیو له شمیر څخه یې کچه په ټولنه کې اټګل کیدای شې.
دوهم افغاني ټولنه په داسې حال کې چې مختلفې مذهبي پرګنې لري خپل اسلامي او فرهنګي مقدساتونه یې یوه سره کرښه تاوه کړې چې پر هغې تجاوز او یا ورته سپکاوی نشي زغملای. که د ټولنې کوم وګړی او یا اغیار یې په عقیدوي مقدساتو تجاوز وکړي نو هغه ته یا د مرتد او یا کافر لقب ورکوي او مرګ یې مباح بولي. دافغانانو عکس العمل د امریکایانو پر وړاند په وردګو کې او د فرخندې پر وړاندې (حق یا نا حق) په کابل کې یې نږدې او مشهورې بیلګې دي.
د ا فغانستان سیاسي جغرافیایي نښې یا سرحدات د افغانانو درېیمه سره کرښه ده چې اغیارو ته اجازه نه ورکوي چې بې پوښتنې (وېزې) اوبې ځان پېژندنې (پاسپورټ) ددې سرې کرښې نه د تجاوز په نیت را واوړي. که چیرې کوم ښکیلاک ګړ د خپلو غلطو اټکلونو او محاسبې په اساس د کرښې د ماتولو جرات وکړي، نو افغانان هغه ته ښکیلاکګر، متجاوز ګر، غاصبګر او داسې نور لقبونه ورکوي او په مقابل کې یې غزا، ملي پاڅون او داسې نورو اواز اوچتوي تر څو چې ښکیلاکګر په خپلو کړو پښېمانه او په ګونډو کړي. ددې ارزښت د ساتلو بېلګې د انګریزانو اول او دوهم تجاوز، د سرو لښکرو ښکیلاک نژدې او روښانه بېلګې دي چې د شکست او ماتې مهرونه یې په څټ لګېدلي دي.
که خدای مکړه دا اوسني افغانستان مېشتي بهرني قوتونه او هېوادونه د افغانستان د اشغال خوبونه وویني نو نصیب او قسمت یې دنورو په شان اټکل کوم.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.