د هغه حکومت د راتلو په هیله چې کواکې د افغانانو هیلې به خړوب کړي او د دوی له ارمانونو سره سمه اداره به را منځته شي ، په همدې هيله خلکو د ٢٠١٤ کال ټاکنو کې په پراخه پيمانه برخه واخیسته.
د ټاکنو په یاده سیالۍ کې یو شمېر هېوادوال شهیدان ، یو شمېر ټپيان او کڼ شمېر نور له رنګارنګ ستونزو سره مخ شول.
اما کومې هیلې چې هېواد والو لرلې هغسې ونه شول، د ټاکنو له جنجالی پایلې وروسته د اجرايیه ریاست په نوم د اساسي قانون خلاف بست جوړ او د نظام واګې له الف نه تر ی پورې په منځ وویشل شوې.
ارګ کې په حکومتي چارواکو لا شپه سمه نه وه رڼا شوې چې سهار وختي یې په ډير عجولانه ډول امنیتې تړون لاسلیک کړ!
اړتیا یې څه وه او پایله یې څه ده ، آیا ددې تړون په لاسلیک سره د هیواد امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راغلی ؟ که د ګاوندیو هیوادونو پر بربنډو مداخلو او ان په ځمکنۍ بشپړتیا د تېري پر وړاندې کوم اقدام شوی ؟
د ملي شورا د دواړو مجلسونو د کار دوام د قانون خلاف دی ، ددوی وخت پوره شوی اما دا چې حکومت غیر قانوني دی نو دوی هم د ځان د بقا لپاره د ابزارو په توګه د ولس له ادرسه کاروي.
امنیتې حالت خو تر دې را رسیدلی چې 80% خاوره له وسله والو مخالفینو او متباقي 20% سلنه د دولت په نوم اما په حقیقت کې له ځایي زورواکو سره ده چې د ملوک الطوایفۍ راج یې پرې چلیږي.
دملي تدارګانو تر نامه لاندې د ټول افغانستان پروژې ارګ ته راغونډې شوي او چاته یې چې زړه غواړي هغه ته د غلا او چور زمینه برابروي.
له پيل نه تر اوسه د عدم مدیریت له وجهې ورځ تر ورځې موازې بنسټونه او ادارات زیاتیږي، دا ادارات نه تنها د ملک په خیر نه دي بلکې هیواد د تجزیې پر لور بيايي.
په داسې حال کې چې په امنیتې سکتور کې ملی امنیت ، دفاع او د کورنیو چارو وزارتونه شته نو موازي ادارې ته څه اړتیا ده.
له حزب اسلامي سره هم سوله تقریبا له ناکامۍ سره مخ ده ، ځکه دولت له خپل اړخه پرته د حزب د امیر نوم له تور لیست څخه ویستلو نه یو پل هم نور نه دی ایښی، نه د حزب بندیان خوشی شوي ، نه دګډوالو د استوګنې غم خوړل شوی او نه هم د حزب د امیر د استوګنې ځای مشخص شوی.
که خدای مکړه له حزب سره د سولې روانه پروسه ناکامه شوه نو په دې هیواد کې نور د سولې د هيلو د ټوکیدو فاتحه واخلئ!
له دې حکومت نه ولس ډیر واټن اخیستی ، حکومت نه د سولې اراده لري او نه هم د ښې حکومت والۍ ، تنها دومره پاتې ده چې پر ارګ حمله وشي نور خو کوم ځای محفوظ پاتې نه شو.
ممکن ملګري نیوکه وکړي چې تاسو هم همدې حکومت ته رایه ورکرې ؟
بلې هو له پیله خو موږ د بد او بدتر تر منځ بد انتخاب کړ اما ده هم د ولس تنده خړوب نه شوای کړی ، د ولس ارمانونه له خاورو سره خاورې شول او چې شعار یې د ولس د دسترخوان د ډکېدو ورکاوه نو ولس خو ګورئ چې څه یې حال دی.
ځوانانو ته په کار ده چې ددې حکومت په تشو وعدو نور و نه غولیږي.
د دې حکومت بدیل: موقته اداره دې رامنځته شي او ټولې ښکیلې ډلې دې د حزب او طالبانو په شمول په کې شاملې شي او وروسته له هغه دې رڼې او بې پرې ټاکنې تر سره شي ، هر چا چې انتخابات وګټل بیشکه چې د افغانستان ولس به انتخاب کړی وي که هغه حزبي وي ، طالب او یا هم تکنوکرات.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.