ظاهرا له ویروونکې او بدرنګه نه ختمیدونکې جګړې سره سره، شاوخوا داسې افغانان شته چې هره ورځ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د سولې لپاره کار کوي. ملګري ملتونه هر هغه چاته چې د سولې لپاره پاڅیږي په ښه توګه غوږ نیسي. په حقیقت کې ملګري ملتونه دغه لوبغاړو ته د هیلو او د بدلون د لارې ډیوو په سترګه ګوري.
څو اوونۍ وړاندې له مشرقی ولایتونو څخه یوه ډله ښځې سره راټولې شوې او پریکړه یې وکړه، خپلې استازې ولیږي څو له طالبانو سره د سیمه ییز تاوتریخوالي د ختمولو په موخه وګوري. دا د دوی لپاره یوه آسانه پریکړه نه وه. که څه هم دغو ښځو په یوازې سر د جنګ بیه نه پریکوله، خو په یوازې سر یې عمل ته مټې راونغښتې. دوی د یوې پراخې ټولنې برخه ده چې نارینه خپل خپلوان، مذهبي مشران او آن ماشومان هم په کې راځي. د کنړ زړورو ښځو نه یوازې خپل لږ ساری زړورتوب په ډاګه کړ، بلکې هغوی ماته راپه زړه کړه چې هر څوک هم کولی شي د بدمرغیو په وړاندې وغږیږي او په سوله ټینګار وکړي، آن دا کار په ډیرو سختو شرایطو کې هم کولی شي.
موږ په ملګرو ملتونو کې ماموریت لرو څو له افغانانو سره مرسته وکړو چې جګړې ته د حل یوه لاره ومومي. هر ډول راتلونکې سوله باید په یوه سوله ییز چارچوکاټ کې ولایت په ولایت او ولسوالۍ په ولسوالۍ هراړخیزه وي.په افغانستان کې داسې ډیرې وړې بیلګې شتون لري چې، د سولې د هراړخیز بهیر ښکارندویي کوي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره ضروري ده.
د غالیو اوبدلو دکار څرنګوالی کولای شي په ښه ډول دسولې بهیر روښانه کړي. ولې ؟ سوله باید تل یوه ټولنیزه برخه ولري، د ټولنیز جوړښت هغه پیوند چې د جګړو له امله زیانمن شوی. په ځانګړي ډول افغانې ښځې د غالیو تر ټولو ښې اوبدونکې دي. زه د خپلوسترګو د لیدلي حال او له خلکو سره د خبرو اترو له مخې ویلی شم، چې ښځې او نارینه دواړه کولای شي سولې ته د کار ، پیوستون او دسولې د حل لارې د پیژندلو له مخې په سیمه کې مثبته اغیزه ولري. دغه افغان اوبدونکي کولای شي د هیواد په هر ګوټ کې دسولې بهیر پیاوړی کړي.
زما په اند، دا مهمه ده چې له ختیځ کنړ څخه تر لویدیځ هرات پورې د سولې له تر سره شويو چارو څخه خبر واوسو. د بیلګې په توګه په وروستۍ ناسته کې د سولې د عالي شورا مرستیالې، ډاکټرې حبیبې سرابي د هیواد له دریو ولایتونو څخه ۳۶ ښځې سره راټولې کړې وې. دا فردي نوښتونه له کندهار څخه د یوې ښځې په ګډون، د ټولو ګډونوالو هیلې څرګندوي چې ویویل څرنګه یې د خبرو او بحث له لارې په ۶۰ ورځو کې ۶۰ فکرونه بدل کړل. نوموړې دهغې پیښې یادونه وکړه کله چې، یو سیمه ییز مشر یې د خبرو په وړاندې په لومړیو کې تند غبرګون ښکاره کړ، خو وروسته یې هغه خپل کور ته وبلله چې له لوڼو سره یې د سولې په اړه خبرې وکړي.
د ښځو او نارینه وو له خوا دارنګه ځانګړيو کارونو ته سخته اړتیا ده تر څو یوه ټولنیزه اجماع رامنځ ته کړي، چې نه یواځې سیاسي حل لارې ته ورسیږي، بلکه لاسته راغلی پریکړه لیک د سوله ییز ژوند لپاره لاره هواره کړي.
له تاوتریخوالي څخه پرته د سوله ییزو چارو لپاره کیدای شي لا ډیرڅه تر سره شي او هغه پیغامونه چې د ټولنې مشران یې له ځانه سره لري، لا پیاوړي کړو.
ډیری افغانان چې ما یې خبرې اوریدلي، د تاوتریخوالي او د ټولنیزو جوړښتونو د لازیات ویجاړي د مخنیوي غوښتونکي دي. دهغوی کیسې چې له یو بل سره پیوند لري، ماته هیله رابښي چې په راتلونکو میاشتو کې به ډیری افغانان له یو بل سره په بنسټیزه سطحه کار وکړي تر څو د اعتماد کچه لوړه او پخلاینه پیاوړي کړي.
زه ډاډه یم دا ډول ځانګړې لارې چارې، چې ساری یې نه دی لیدل شوی هغه زړورتیا او ژمنتیا په ګوته کوي، چې افغانان له هغې لارې کولای شي خپل تاریخ ته بڼه ورکړي.
هر کله چې یوه ښځه یا نارینه دسولې لپاره پاڅیږي او د زړه له کومې عمل کوي تر څو سوله د یوې ډالۍ په توګه نورو ته وروبښي، موږ ټولو ته یوه نوې هیله راټوکوي.
افغانستان د یوه ملت په توګه، د روښانه کوچنیو تارونو څخه د یوبل تر څنګ په دقیق ډول اوبدل شوی چې کولای شي یوه با ثباته ، پرانستې او سوله ییزه راتلونکې ولري.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.