Language

د وروستیو کلونو په اوږدو کې مې له الهام بښونکي ځوان نسل سره د لیدلو فرصت درلود – هغه افغان ځوانان چې په پرله پسې توګه یې د دې ملت د راتلونکې په تړاو زما اعتماد تازه کاوه.

ملګري ملتونه د ځوانانو ځواک درک کوي.

په ټولنه او هېواد کې د مثبت بدلون راوستو لپاره د ځوانانو ځواک درلودو ته په پام، ملګري ملتونه له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ځوانانو نړیواله ورځ نمانځي. په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه پیاوړي پرېکړه لیکونه تصویب کړل چې د پاییدونکې سولې او ثبات ټینګښت او د شخړو په مخنیوي او حل او فصل کې د ځوانانو ونډه په ډاګه کوي.  

نن د ۲۰۱۷ کال د ځوانانو نړیواله ورځ، د شخړو  د مخنیوي، ټولنیز عدالت او پاییدونکې سولې په برخو کې د ځوانانو د فعال رول د نمانځنې لپاره ځانګړې شوې ده.

په افغانستان کې ځوان نسل په حقیقت کې یو پیاوړی ځواک دی: د افغانستان د نفوس دوه درېیمه هغه کسان جوړوي، چې عمرونه یې له ۳۵ کلونو څخه کم دي، په دې معنا چې د نړۍ په کچه دویم تر ټولو د ځوان نفوس لرونکی دی.

د افغانستان هرې سیمې ته چې مې سفر کړی، محصلینو، خبریالانو، د سولې فعالینو او هغه ځوان نارینه او ښځینه وو چې په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا د سولې راوستلو په برخه کې یې خپله ونډه تر سره کړې، زه یې تر اغېزې لاندې راوستی یم. 

له دې افغان ځوانانو سره زما خبرو، تل د ملګرو ملتونو فعالیتونه هڅولي. 

له هغو ځوانانو سره چې ما لیدلي د تاوتریخوالي، جګړې او قومي او مذهبي وېش پر وړاندې یې خپل غږونه پورته کړي. دوی د افغانستان له تېرو ستونزو نه ورهاخوا لیدلوری لري او د هېواد پر  راتلونکې یې پام ورټول دی.

د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ په ملګرو ملتونو کې له ټولو افغان ځوانانو نه د لارې د روښانه کولو لپاره مننه کوو او یو ځل بیا د ثبات لرونکي، سوله ییز او هوسا افغانستان په جوړولو کې ستاسو د کارونو د ملاتړ پر ژمنو ټینګار کوو.

موږ باور لرو چې ځوان رایه ورکوونکي به  چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یې له نیمایی څخه زیاته ونډه درلوده – په راتلونکو ټاکنو کې خپلې مثبتې ونډې ته ادامه ورکوي. زیات شمېر ځوانان چې په تېرو ټاکنو کې قانوني سن ته نه و رسېدلي، په راتلونکو ټاکنو کې به د رایې ورکولو حق ولري. خپله رایه وکاروئ. دا په افغانستان کې د مثبت پرمختګ لاره ده. 

په پاى کې، د دې لپاره چې د ځوانانو ونډه دوامداره او پراختیا ومومي، ملګري ملتونه په دې باور دي چې ښوونه او روزنه په هره برخه کې پایه او اساس وګرځي. همدارنګه باید اړمن خلک او محروم ماشومان د زرګونو ځوانانو په ګډون چې د سله والو شخړو له امله بېځایه شوي او په سختۍ سره په کمپونو کې ژوند کوي، په دې بهیر کې شامل شي.   

د ځوانانو د ورځې د نمانځلو پر مهال، موږ باید هغوی په خپل زړه او ذهن کې ولرو او خپلې هڅې ښوونې او روزنې ته د دوی د لاسرسي د ډاډمنېدو په برخه کې دوه برابره کړو.

زه شخصا پوره ډاډ لرم، چې د ملي وحدت حکومت د نوي نسل رهبرانو د روزنې په برخه کې ګامونه پورته کوي. ولسمشر غني د دولت د تصمیم نیولو په چارو کې په خپله له بل هر وخت نه په لوړه کچه د ځوانانو ښکیلولو ته لیوالتیا ښودلې.   

د ملګرو ملتونو ماموریت او ملګري ملتونه د یوه نړیوال سازمان په توګه د ځوانانو لپاره د دولت د لا زیاتو او قوي ژمنو له امله هڅېدلي او د یوه سوله ییز او له تاوتریخوالي څخه پاک افغانستان پر لوري د ښځينه او نارینه ځوان کادرونو رامنځ ته کولو هڅو ته به دوام ورکوو. 

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>تدامیچي یاماموتو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر دی. </p>