Language

author avatar
2 Dec 2017 - 16:48
author avatar
2 Dec 2017 - 16:48

دا دومره اوږده سریزه په دې خاطر وایم چې د افغانستان د سولې شورا اندونیزیا ته سفر درلود. له نېکه‌مرغه زه یې هم برخواله وم.

دا سفر په ټولنیزو رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخ شو. چا ویل له جاکراټا سوله پېري، چا ویل سیل و چکر ته تللي چا څه او چا څه… زه نه غواړم د نیوکیو په اړه 

سپیناوی وکړم او د چا پر خوله برغولی کېږدم بلکي موخه مې دا ده چي د سفر ځیني جالب او د کار ټکي شریک کړم.

یو له دې ټکو څخه دا وو چې په جاکراټا کې مو له یوې سترې دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه. مدرسه د نورو هغو په څېر دولتي نه وه یعني د اندونیزیا حکومت يې د کلني لګښت درې سلنه ور کوي او پاتي لګښت یې د هېوادپالو انډونیزیایانو له بسپنو او زدکوونکو له فیسه تامینېږي.

 په دې مدرسه کې زدکونکي په انساني فضا او مینه ناک چاپېرل کي د دیني علومو تر څنګ دنیوي پوهي هم تر لاسه کولې. هر زدکونکی یې په درې ژبو (اندونیزیایې، عربي او انګریزي) روانې خبرې کولې.

ښوونکي یې یوازې له یوه جنسه نه ول چې په راتلونکي کې ورته خپله مور «ناقص العقله» ښکاره شي. د مدرسې په یوه ټولګي کې هلکان په بل کې نجونو زدکړې کړې. هغوي په دې هم پوهول لېدل چې نجونې هم انسانان او د دې ټولنې غړي دي او د همدوي په شان حق لري.

یو وخت په اندونیزیا کې هم جګړه وه خو نن په سوله کي ژوند کوي. ممکن لامل یې دا وي چې هغوي د خپل دین او عقیدې اختیار په خپل لاس کې وینو او دوښمن ته یې دا اجازه ور نه کړه چي له دینه ورته داسې چاړه جوړه کړي چې خپله پرې مڼې سپینې او د دوي خېټې پرې ور څیري کړي.

که موږ د باور او عقیدې زدکړې په خپل هېواد کې تر سره نه کړو؛ مدرسې مو د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره ملې نه کړو او ملا/دينپوه مو له محرومیته را بهر نکړو؛ تر هغې به د دین چاړه زموږ د دښمن په لاس کې وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>ملالۍ شینواري د سولې د عالي شورا غړي ده.</p>