اوښکې مې د سترګو کونج ته راټولې شوې، زړه يې و چې په ګرېوان مې را وڅڅيږي، خو دمه شوې ورته ويل مې چې ستاسو هم زړه نه راباندې خوږيږي چې وڅڅيږئ او نيولى زړه مې لږ خوشې شي، يوې اوښکې د نورو په استازولۍ خبره راغبرګه کړه، دا يوه چهارشنبه خو نه ده چې تاسو په وير سر ياست، بلکې تاسو انسانانو دا څلوېښت کاله دا ډول د وير ټغر غوړولى او موږ مو بې اختياره پر ګرېوان در څڅيږو، نوره موږ کې هم د څڅېدو دمه نشته، موږ هم درسره ستړې يو، لږ په ګريوان کې سر ښکته کړئ، نور سره يو شئ، دردمند او عقل من مشر پيدا کړئ او د نورو ويښو ملتونو په څېر په دې نړۍ کې د مظلوميت نه، بلکې د يوه ځواکمن ملت په څېر ژوند وکړئ، ترڅو به دا غم لړلې چهارشنبې تجربه کوئ؟
بيا اوښکې وويل : خير نن به بيا هم په روژه نيولو شونډو او اننګو در ماتې شم ، خو موږ خو څه درياب نه يو چې نه وچيږو، بلکې اوښکې يو، نور زموږ سرچينې هم په وچېدو دي، نور نو خپل راتلوونکي ته تغيير ورکړئ او د موسکا په لټه کې شئ .
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.