ښوونکى قياس نور له هټۍ والو پر لاره نه شواى تېرېدى، ځکه چې له هرې هټۍ نه يې دوه درې ځلې په پور سودا اخيستې وه او نور نو هټۍ وال دې پور ته بې حوصلې شوي وو ، خو قياس به هټۍ والو ته همدا ډاډ ورکاوه چې نن او سبا کې حکومت د دوه مياشتو ځنډېدلى معاش بانک ته لېږي .
کوچني اختر ته څلور ورځې پاتې وې چې ښوونکى قياس خپلو درې ماشومانو تر هټۍ والو هم زيات پتنګ کړ چې په هر ډول کيږي نو دوى ته به جامې، بوټونه او د خوښې څيزونه اخلي.
ښوونکي قياس خپلو ماشومانو ته وويل: تر تاسو خو هغه پردي هټۍ وال ښه دي، د هر يوه پور وړى يم خو دومره يې کلک نه يم نيولى لکه تاسو چې نيولى يم، تاسو خو ډېر شله ياست.
قياس له خپلو ماشومانو سره په همدې ناندريو بوخت و چې ټيلېفون ته يې زنګ راغى ، کله يې چې خبرې پيل کړې بل ښوونکي زيرى پرې وکړ چې بانک ته مو د دوه مياشتو معاشونه تللي دي.
د ښوونکي قياس چې له خوښۍ خوله نه راټولېده خپلو ماشومانو ته وويل: د ايمان سوال به مو کړى و دا دى معاش مې بانک ته تللى، اوس خو ناوخته ده سبا سهار به ښار ته لاړ شو معاش به واخلم او له هغه وروسته به بيا تاسو ته چېرته جوړې جامې پيدا کړم، ځکه اختر ته وخت لږ پاتې دى، درزي (خياط) نوې جامې نه ګنډي.
د ماشومانو چې د پلار د معاش له اړه زړه ولګېد نو بيا يې پلار ته وويل: ښار ته به موږ درې واړه هم بيايې، پلار يې ورته وويل: سمه ده، نور نو اندېښنه مه کوئ، يوازې د سبا ورځې د رارسېدو انتظار کوئ.
دا ورځ او شپه د معاش اخيستو په هيله تېره شوه، کله چې سهار شو، نو قياس پر مېرمنې غږ کړ. و د احمد مورې څه شوې، زه له هلکانو سره ښار ته ځم، لومړى له بانک څخه معاش اخلم او بيا دوى ته جامې کوم، کور کې څه شى نشته چې را يې وړم.
مېرمنې يې چې د پېشلمي لوښي د ظرف شويي د نه شتوالي پرځاى په ريګ منځل، نو له کاره راپورته شوه او د خاوند خوا ته راغله.
بيا يې ورته وويل: ګوره چې معاش دې واخيست لومړى دا د هټۍ والو د پور پيسې ترې بېلې کړ ه، بيا هلکانو ته جامې وکړه او لږ لږ د اختر سودا واخله هغه خو ته پوهېږې چې څه شى واخلې، خو ګوره يوڅو روپۍ روغ او رنځور ته هم درسره وساته .
ښوونکي قياس لومړى د ښځې خبرو ته وخندل بيا يې ورته وويل: ساده ښځه يې داسې لارښوونې او سپارښتنې دې وکړې فقط لکه په ملل متحد کې چې د کومې برخې رييس وم او درې څلور زره ډالره معاش دې و لرم، خداى دې انصاف در کړي د دواړو مياشتو معاش مې که شل زره افغانۍ شي، نو له خوښۍ به په جامو کې ځاى نه شم.
مېرمن يې بېرته د لوښو مينځلو ته کېناسته او بيا يې خبره غبرګه کړه، ما د ځان لپاره څه نه دي درڅخه غوښتي، زه ستا پرده غواړم ځکه مې دا څو خبرې وکړې نور دې خوښه ته خپله ښه پوهېږې.
قياس مېرمنې ته مخ ور واړاوه، ګوره د ځان لپاره دې چې هم هرڅه په کار وي راته ووايه په زړه کې ارمان مه پرېږده، پيسې خو تر تا زياتې نه دي، خو مېرمنې يې نور نه د ښه او نه د نه ځواب ور نه کړ.
ښوونکي قياس تر لږ چوتيا وروسته پر خپلو ماشومانو غږ وکړ چې تګ ته برابرياست؟ هغو چې له خوښۍ څخه نيمه شپه را پاڅېدلي و او ښار ته د پلار د تګ په تمه وو، وويل: پلاره مو ټوله شپه د ښار لپاره خوب نه دى کړى ته وايې تيار ياست، څنګه نه يو تيار.
قياس له درې زامنو سره له کوره ووت، لومړى د ولسوالۍ بازار درې څلورو پور اخيستونکو هټۍ والو ته ورغى او ورته يې وويل چې معاش مې بانک ته راغلى، هغه پسې ځم او نن به ستاسو پور خلاص کړم .
ښوونکى قياس له درې واړو زامنو سره په موټر کې کېناست او ښار ته له نږدې يو ساعت مزل وروسته ورسېد.
هلته په ښار کې يې زامنو ته وويل چې تاسو دواړه واړه به زما د ملګري په هټۍ کې کېنئ او دا بل مشر به له ماسره بانک ته لاړ شي، ځکه يو خو ګرمي ده او بله دا چې اختر ته په دې نږدې ورځو کې په بانک کې ډېره ګڼه ګوڼه وي، نو د تاسو بيول لازم نه دي، هغو ورسره ومنله.
قياس دوه واړه زامن د يوه ملګري هټۍ ته بوتلل او هلته يې کېنول او دى له مشر زوى سره بانک ته لاړ، کله چې بانک ته ورسېد نو د بانک په ګڼه کوڼه کې يې د ښوونځي دوه نور ښوونکي هم پيدا کړل او د سلګونو کسانو په ليکه کې د معاش اخيستو لپاره و درېدل .
دوى په خپلو کې د معاش د مصرف په پلان سره خبرې کولې چې يوناڅه د بانک مخې ته زور وره چاودنه وشوه دې چاودنې د ښوونکي قياس او ماشوم زوى ترڅنګ د لسګونو انسانانو د وجود غړي د قربانۍ د مال په څېر ټوټه ټوټه کړل او حتى د پېژندلو نه و.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.