Language

author avatar
2 Feb 2020 - 12:48
author avatar
2 Feb 2020 - 12:48

 

ولسي مبارزه (عدم تشدد) د باچا خان د عصر اړتیا وه:

د ښوونې او روزنې لایبریایي کار پوه پاولر پریر وسله والې او ولسي مبارزې پرتله کړې او دې پایلې ته رسېدلی چې ولسي مبارزې د وسله والو مبارزو په پرتله ډېرې موثرې دي. د پورته ادعا لپاره لع عملي دلايلو پرته يو لړ منطقي دلايل هم موجود دي. په وسله واله مبارزه کې هغه شی چې د مبارزې پایله ټاکي، هغه زور او تاوتریخوالی دی. دعامو خلکو په پرتله واکمن د زور کارونې وسایل زیات لري، نو له دې امله په وسله واله مبارزه کې پر عام ولس واکمن برلاسی کيږي. پریر هم همدغه حقیقت ته اشاره کړې، دى وایي: زور زیاتی د واکمن وسیله ده. د ښځو د حقونو پلوي شاعر او ډېري لارډ هم د یادې ادعا پخلی کوی: (تاسې واکمن د واکمن د وسیلې په مټ نشي ماتولی.) هغه د واکمنو پرخلاف د زور زیاتي د کارونې په اړه خبرداری ورکړی د مستبدو واکمنو څخه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په اړه ډېرو پوهانو د ولسي مبارزې د مؤثریت په اړه ډېرو پوهانو پورته ادعا تایید کړې او د خپل کار لپاره یې ډول ډول دلایل وړاندي کړي دي. په دې اړه مخکنۍ څېړنې ټولې کیفیتي وې، خو د ماریه سټفین او ایریکا چینوویت ولسي مبارزه ولې مؤثره ده…. کتاب دغه معادلې ته تغیير ورکړ. په کمیتي څېړنو ولاړ دغه کتاب د لومړي ځل لپاره د احصائیوي معادلو پر مټ ثابته کړه چې ولسي مبارزې د وسله والو هغو په پرتله مؤثرې دي. ليكوال ادعا کوي چې وسله والې مبارزې ۲۶ او ولسي مبارزې ۵۲ سلنه د بریا چانس لري.

اګر چې د ولسي مبارزې او د هغې د بېلابېلو اړخونو په اړه د ۲۰مې پېړۍ له نیمایي څخه وروسته څېړنه پيل او د وخت په تېرېدو یې زور واخیست، خو باچا خان د دغو علمي څېړنو له را منځته کېدو ډېر پخوا د ۲۰مې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې دغه ډول مبارزې ته مخه کړه؛ ځکه چې نوموړي ته هغه ډول مبارزه مؤثره او د پښتنو د نجات یوازېنۍ لاره ښکارېده.

هغه لامل چې باچاخان دغه ډول مبارزې ته مخه کړه هغه په ټولنه کې د واک په اړه د باچاخان نظر ؤ. باچاخان پر دې عقیده و چې په ټولنه کې واک یو اړخیز نه دی چې یوازې واکمن یې لري، بلکې د ټولنې ټول اشخاص واک لري. واکمن تر واک لاندې خلکو باندې تر هغه حکومت نه شي کولای څو چې تر واک لاندې خلک یې غواړي. یا په بل عبارت که ولس ونه غواړي واکمن حکومت نه شي کولای. همدغه مفکوره د دې لامل شوه چې نوموړی ولسي مبارزه، د مبارزې قوي ډول وګڼي.

هغه به خپلو ملګرو ته ویل: زه تاسې ته یوه داسې وسیله درکوم چې که تاسې یې وکاروئ، د پوځونو، وسلو او زور درلودو سره سره پر تاسې هېڅوک نه شي برلاسه کېدای. باچاخان د ولسي مبارزې په اړه د تولوستي د لیکنو او په هندو مجله کې په دې اړه د نوموړي د لیکنو چې په ۱۹۰۸ کې یې کولې څخه ناخبره دغه مبارزې ته ځان تیاراوه. تولوستى په ۱۹۰۸ کې هندو مجلې ته په خپل یو لیک کې له برېتانوي استعمار څخه د هند د ازادۍ لپاره د یوې وسیلې په توګه د ولسي مبارزې د کارولو د وړانديز په بڼه له خپلې مفکورې پرده پورته کړه. د لیک په یوه برخه کې نوموړي لیکلي: یو سوداګریز شرکت (ختیځ هند شرکت) یو داسې ملت چې ۲۰۰ میليونه نفوس لري غلام کړی. دا پرته له دې چې ۳۰زره خلکو چې سپورتمینان نه دي، بلکې ضعیفه او عام خلک دي، ۲۰۰ میلیونه سخت جانه، هوښیار، وړتیا لرونکي او ازادي خوښوونکي خلک (هندیان) غلامان کړي ایا دغه احصائیه (اعداد او ارقام) دا نه روښانه كوي چې پیرنګیانو دوی نه دي غلامان کړي، بلکې دوی په خپله ځانونه غلامان کړي؟

د تولوستی دلیک دې برخې ته که ځیر شو، دی هم د واک په معادله کې عام ولس بې واکه نه، بلکې د واک اصلي څښتنان بولي. دې د واک له هغه مفکورې چې که ولس ونه غواړي، واکمن حکومت نه شي کولای.

باچاخان تنکی ځوان و، د لوبو او مستۍ وخت یې و، خو د قوم د غلامۍ غم اړ کړ چې د قوم د ازادۍ لپاره د مبارزې میدان ته را ووځي. له نورو ملګرو سره په ګډه په۱۹۱۰ کې لومړنۍ آزاده مدرسه رامنځته کړه، په دې مدرسه کې یې له دیني مضامینو سره سره ساینسي مضامین پښتنو کوچنيانو (هلکان او جینکو) ته په پښتو ژبه تدریسول.

باچا خان او ملګرو له خوا یې په پښتو ژبه پښتونخوا کې د ښوونځیو جوړولو لمن د پښتونخوا نورو سیموته هم وغزوله. د یوې احصایې له مخې د ۱۹۳۰ تر نیمایي پورې باچا خان او ملګرو یې په پښتونخوا کې ۱۳۴ ښوونځي جوړ کړل. عجیب تصادف دا وو چې د باچاخان له خوا په چندو او شخصي لګښتونو جوړو شويو ښوونځیو شمېر په پښتونخوا کې د هغه وخت د واکمنو له خوا د جوړ شوو ښوونځیو سره د شمېر له اړخه کم خو د کېفيت له اړخه برتر وو. په دغه ښوونځيو کې د برېتانيې د استعماري مشینرۍ لپاره بېرو کراتان نه بلکې د ملي مفکورې درلودونکي مبارزېن روزل کېدل.

باچاخان او د هغه د ملګرو له خوا د ښوونځيو جوړول له څو اړخه مهم وو:

باچاخان او ملګرو ته یې بې سوادي د پښتنو د ټولو ستونزو اصلي لامل ښکارېده. دوى فکر کاوه چې که پښتانه د ليک لوست په ګاڼه سمبال شي، نو ټول مسایل یې حل کېږي. دوی د پښتون د کلتور د را ژوندي کېدو یا د پښتون د ټولنیزو ستونزو د حل، د دوی د اقتصادي ښېرازۍ او د دوی نور ټول مسایل یې د پښتنو ترمینځ د ښوونې او روزنې له کمبود سره تړلي بلل. بل دا چې باچا خان د ښوونځیو په جوړولو سره په حقیقت کې د واکمنو پر وړاندې مدني احتجاج کاوه. له حکومتي ادارو سره موازي ادارې رامنځته کول د ولسي مبارزې یو قوي تاکتیک دی. همدغه وجه وه چې د پښتنونخوا حکومت پر باچاخان د ښوونځیو جوړولو له امله ډول ډول فشارونه راوړل، څو دوی د خپلې مدعا څخه په شا کړي. د ۲۰مې پېړۍ په دويمه لسيزه کې دوی له نورو سره سره د باچا خان په پلار فشارونه راوړل چې خپل زوی له ښوونځیو جوړولو منعه کړي خو دغه فشار نتیجه ورنه کړه، دوی د اول ځل لپاره د ښوونځيو جوړولو له امله باچاخان درې نیم کاله بندي کړو.

د موازي ادارو جوړولو تاکتیک ډېر پخوا له هغه چې د ولسي مبارزې په تاکتیکونو کې مطرح شي، باچا خان وکارول. د باچا خان له مبارزې ۴۰ کاله وروسته جین شارپ موازي ادارې جوړول د ولسي مبارزې په تاكتيكونو کې د یو قوي تاکتیک په توګه ځای پر ځای کړې.

هالویرسن ولسي مبارزه په دوه ډلګیو وېشلې ده، مستقیمه او غیر مستقمه ولسي مبارزه. د دغه ډلبندۍ په اړه له نورو خبرو کولو وړاندې یوه خبره باید روښانه شي او هغه دا چې د باچا خان لپاره ولسي مبارزه پاسیپیزم نه، بلکې فعاله مبارزه وه، اګر چې لیکلې بڼه یې نشته خو باچا خان د ولسي مبارزې لپاره له پيله موخې، تشکیل، جوړښت، مشرتابه، تاکتیکونه، افهام او تفهیم او نور ټول اړین توکي تعریف کړي وو.

که د هالویرسن له خوا وړاندې شوى د ولسې مبارزې تعریف ومنل شي د باچا خان له خوا د ازادو ښوونځیو جوړول د ولسي مبارزې د یون پیل او یا هم په خپله ولسي مبارزه ده. نوموړي دغه مبارزه د خدایي خدمتګار د رامنځته کولو پوره ۱۹ او د یو روایت له مخې له ګاندي سره تر لیدو ۱۸ کاله مخکې پيل کړې وه.

هالویرسن د تعریف له مخې د ښوونځیو د پروګرامونو په ګډون اوږدمهاله ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو له لارې تر استبداد لاندې ټولنې د وګړو تقویه او غښتلي كول عدم تشدد دى.

د ښوونې او روزنې په بڼه ولسي مبارزه پيلول د باچا خان له خوا د ښوونځیو جوړول، د نوموړي له خوا يو بل ارزښت دی.

له ښوونې او روزنې څخه پیل شوې د باچا خان مبارزې وروسته د پښتنو پر ټولنیز سمون تمرکز وکړو، د پښتنو د یووالي لپاره يې عملي هڅې وکړې، د دوی لپاره یې کلي په کلي جرګې جوړې کړې، دوی ته یې د یوې ټولنیزې پېژندګلوۍ لپاره د پښتونخوا ۵۱۲ کلیو ته سفرونه وکړل.

د خدايي خدمتګار اغېزناکې کړنې:

باچا خان پښتنو ته ټولنیزه پیژندګلوي ورکړه، دغه پېژندګلوي وروسته په سیاسي پېژندګلوئ واوښته. له دې وړاندې د پښتنو پېژندګلوي يوازې تر خپل چم، ګاونډ او کلي محدوده وه. خدایي خدمتګار پښتانه د کلي، تحصیل، ضلعې اوصوبې په جرګو کې داسې را یوځای کړل چې دوی له انفرادي فکر څخه راووتل او د پښتون قامي فکر لپاره د پښتون له قامي مبارزې سره ملګري شول. د دوی د ژوند موخه اوس تربور پرځول نه، بلکې د پښتون قام بهبود او پرمختګ و. دوی د دې مبارزې لپاره شپه او ورځ یوه کړه او هر ډول سرښندنې ته تیار شول.

باچا خان او ملګرو یې لومړی په انفرادي او وروسته د تنظیم اصلاح افاغنه، افغان جرګې او وروسته د خدایي خدمتګار له پلاټ فورمونو څخه د پښتو ادبیاتو، شاعرۍ، ژورنالیزم او په ټولنه کې د پښتون کلتور د بډاینې لپاره هلې ځلې وکړې، په دغه لار کې دوی سترې لاسته راوړنې درلودې. دوی پښتو لومړنۍ مجله(پښتون) رامنځته کړه او هغه یې د بریا معراج ته ورسوله.

باچا خان او ملګرو یې پښتو ادبیاتو کې سوسیاليزم ته وده ورکړه، پښتو ادبیاتو څخه یې د پښتنو د سمون لپاره د یوې وسلې په توګه ګټه واخيسته او د پښتنو د قامي مبارزې د تبليغ لپاره یې ترې د یوې وسيلې په توګه استفاده وکړه.

په ۱۹۴۷ کال کې د هند د وېش پر مهال په ټول هند کې دمسلمانانو، هندوانو او سیکانو ترمنیځ د وینو سیلابونه وبهېدل،په پښتونخوا کې هم د دغه ډول عام وژنې وېره رامینځته شوه، ولې خدایي خدمتګار په تش لاس پېښور ښار او خواوشا سیمو کې د سیکانو او هندوانو دفاع ته راودانګل او د مسلمانانو، هندوانو او سیکانو چې په پښتونخوا کې یې په سلګونه كلونه ګډ ژوند کړی و، ترمنځ یې د وینو بهيدلو مخه ونیوله. د هغه هندوانو او سیکانو چې هند ته کډه کېدل یې غوښتل هغوی سره یې تر هوایي اډې او د پښتونخوا تر پولو بدرګه کړل او هغه څوک چې پښتونخوا کې پاتې کېدل د هغوی د سرونو او مالونو ساتنه او دفاع یې وکړه.

باچا خان او ملګرو يې د پښتنو د اقتصادي ودې لپاره مبارزه وکړه، د پښتنو ترمنځ يې د سوداګرۍ په وړاندې د ناسم فکر پر خلاف عملي کارونه وکړل. د خدایي خدمتګارو د هڅو په پایله کې پښتنو په سیمه کې د کسبګرو او کسبونو په اړه د خلکو فکرونو تغيیر وکړ. د دغو هڅو په برکت پښتنو صنعت او سوداګرۍ ته مخه کړه چې په پایله کې یې په سیمه کې تجارت او صنعت وده وکړه. د دې هڅو له امله رامنځته شوې اقتصادي ودې اغېزه لا هم په پښتونخوا کې ليدل کیږي.

خدایي خدمتګارو د هغو رواجونو چې د مذهب په پلمه په پښتنو تپل شوي وو، هغه یې وننګول او پر وړاندې يې جدي مبارزه وکړه، د هغو مذهبي پنډتانو او حکومتي خان بهادرانو چې د مذهب په نوم او د پيرنګي حکومت تر ملاتړ لاندې یې پښتانه لوټل او له یو بل سره یې جنګول، پر خلاف یې مبارزه وکړه او د دوی له شومو موخو څخه یې پرده پورته کړه.

د پښتنو ښځو پر وړاندې موجود رواجونه یې وننګول او دوی یې د دوى په حقونو پوهه کړې. د پښتنو ښځو ته یې موقع ورکړه چې له پښتنو سړو سره په قامي مبارزه کې برخه واخلي.

د پښتنو رواجي جوړښتونه یې قوي کړل او له حجرې او محراب څخه یې د مبارزي لپاره استفاده وکړه. د حجرې او محراب ترمینځ یې واټن کم او د دوی ترمینځ یې اړیکه لاپسې غښتلې کړه. د باچا خان او د ده د ملګرو قربانیو د پښتنو په سیاسي، اقتصادي، کلتوري، ادبي، ټولنیز او سیاسي ژوند ژورې اغېزې پرېښودې، د قامي شعور تازه شغلې چې پښتونخوا کې ورځ تربلې زور اخلي د باچاخان او دده ملګرو د هڅو پایله ده.

د باچا خان مبارزه د بشریت مبارزه وه:

د نوموړي مبارزه دانسانیت او بشریت مبارزه وه. په خدایي خدمتګار کې د شاملیدلو لپاره سوګند یادولو کې لومړۍ خبره دا وه چې تحریک کې شامیلېدونکی شخص به د خدای د مخلوق خدمت کوي. يوازې دا خبره د باچا خان د مبارزې د افاقيت ثابتولو لپاره بس ده. د ده د مبارزې افاقیت د بشر د ستونزو او نړیوالو ستونزو د حل لپاره یوه مؤثره لار ده. دی د جګړې خلاف و او د پښتنو پر ځمکې برعلاوه په نورو ځايونو کې د وينې تويولو پر وړاندې کلک ودرېد او له هغه سره یې مخالفت کاوه. دی د هند بهار ایالت ته ولاړ او د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ یې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو هڅې وکړې.

خدایي خدمتګار نه یواځې د پښتنو ترمنځ، بلکې په پښتونخوا کې د نورو مذهبونو خلکو لکه هندوانو او سیکانو پر وړاندې زغم ته وده ورکړه. په خدایي خدمتګار کې پښتانه په جغرافیایي مفهوم کارېدل، دوی په پښتونخوا کې د اوسېدونکو ټولو خلکو د رفاه او بهبود لپاره کار کاوه.

باچا خان له تشدد څخه کرکه کوله، هغه یې د بشریت لپاره يو ناسور ګڼلو، خو له دې سره سره د ظلم پر خلاف یې غږ پورته کاوه او د طاغوت پر وړاندې يې پرته له دې چې د یوې لحظې لپاره زړه نا زړه شي، محکم ودرېدل، ان هغه وخت چې د عمر اخري کلونه یې وو، د خپلو افکارو لپاره يې زندان تېر کړو.

د باچا خان افکار د هر وخت لپاره دي، د نوموړي ادعاوې د نوموړي سیاسي مخالفین څلوېښت کاله وروسته تاییدوي او دا مني چې لکه باچا خان چې ویل پښتانه له څلوېښتو کلونو را په دېخوا پردي جنګونه کوي. د پښتنو ترمنځ لا هم د بې اتفاقۍ، غلطو رسمونو، ځانځانۍ، د خپلې ژبې پر وړاندې بې پروایۍ، تشدد او افراطیت اورونه بل دي. له پښتنو څخه د مذهب په نوم استفاده کېږي او په يو او بل نوم د پښتنو ټولوژنه او د نورو په لمسون او د خپلو د ناپوهۍ له امله د خپل کور ورانول روان دي. له دې امله د باچا خان فلسفه او افکار لا هم اړین دي او اړتیا ورته لیدل کېږي.

په ټوله نړۍ کې د کرکې او نفرت له امله جنګونو او تشدد د بشریت موجودیت ته ستر ګواښ دی. سيمه يوازې د باچا خان د پوهې، تعقل او په اتفاق او يووالې ولاړې مفکورې په عملي کولو سره له موجودو ستونزو راوتلی شي، په ټوله کې د روانو جګړو يوازېنۍ لار، لکه چې باچا خان به ويل، د يو بل منل او تفاهم دي.

خدایي خدمتګار مبارزې په اړه اکاډمیکې څېړنې تازه تازه د تحریک د ډېرو لومړنیو ځانکړتیاوو د څېړنو له پولو د راوتلو په حال کې دي. د باچا خان د افکارو افاقیت په اړه به نوې څېړنې د نوموړي د مبارزې مؤثرېت، عقلانیت، منطق، ژورتيا او جامعیت لا پسې روښانه کړي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p class="rtejustify">By Ali Husnain reached by email: <a href="mailto:[email protected]">[email protected]</a></p>