Language

بدخشان یو وخت کې د هېواد تر ټولو امن او کرار ولایت و، د افغانستان دولت، بهرنیو مرسته کوونکو ټولنو او مؤسسو په کې ښه په کرار او سوړ غوږ کار کاوو او پروژې یې پلې کولې، د ۲۰۰۶ او د ۲۰۰۸ کلونو په شاوخوا کې داسې مې په یاد دي چې افغاني او بهرني د پروژو پلې کوونکي به د کران او منجان، ورس، شیوې، پامیر، درواز، نوسي اومي سیمو ته په اسانو او قچرو تلل، د نا امنۍ او ډار هېڅ ستونزه نه وه. له کومې ورځې چې طالبانو او پخوانیو جهادي قوماندانانو یا غیر مسولو وسله والو د بدخشان د ۶۵۰۰ کلونو زړو او عمر لرونکو لاجوردو ته سترګې پټې کړې او په پلازمېنه کابل کې ځیني وزیران او چارواکي یې هم ورسره شریکان کړل، د بدخشان کران او منجان او حتی ټول بدخشان اوس د تروریزم، ډار اچوونو او قاچاق پر مرکز بدل شوی دی.

طالبان اوس د سیمه يیزو غیر مسوولو وسله والو او په کابل کې د ځینو ناستو چارواکو په مشوره کران منجان ته ټول ورغلي سړکونه کنټرولوي او هر هغه خطر چې دوی او غیر مسوول وسله وال یا قوماندانان د لاجوردو له قاچاق څخه محروموي په بې رحمۍ یې له منځه وړي.

د بدخشان په کران او منجان کې د جمعيت یو قوماندان په غیر فني توګه د لاجوردو کیندنې کوي او بیا یې قاچاق کوي. د بدخشان د لاجوردو د قاچاق مسیر د پنجشېر د انجمن او پریان کوتلونه دي چې له دغې لارې بیا د هېواد نورو برخو او حتی نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي. ویل کېږې چې د بدخشان په کران او منجان کې چې کوم غیر مسوول وسله وال دغه کیندنې او قاچاق کوي، د خپل قاچاق او غیر قانوني کیندنو نیمه ګټه طالبانو ته ورکوي. دغه غیر مسوول وسله وال د کران او منجان له پنځوسو کانونو څخه په غیر قانوني توګه لاجورد استخراجوي.

د بدخشان د ولایتي شورا ريیس بشیر صمیم وایي، هره ورځ په زرګونو کیلو لاجورد د بدخشان له کران منجان څخه د پنجشېر له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي. د بدخشان د ولسې جرګې یو وکیل وایي: دغه غیر مسوول وسله وال په لومړیو کې ۲۰-۳۰ غیر مسوول وسله وال او ملېشه لرل، مګر د کران او منجان د لاجوردو د قاچاق له برکته اوس تر ۴۰۰ پورې غیر مسوول وسله وال او ملېشې لري. ویل کېږي دغه غیر مسوول وسله وال د طالبانو او نورو غیر مسوولو وسله والو پر مټ د بدخشان لارجورد د پنجشېر، کونړ او نورستان له لارې پاکستان او چین ته انتقالوي، همداراز یې د تاجکستان له پولو د منځنۍ اسیا تر بازارونو رسوي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي وایي، حکومت د بدخشان د امنیت او د غیر مسوولو وسله والو په له منځه وړو کې پاتې راغلی دی. نوموړی زیاتوي ډېر د حکومت لوړپوړي چارواکي د دغو غیر مسوولو وسله والو ملاتړ او ساتنه له پلازمېنې کابل څخه کوي. دوی وایي څو ځلې یې د افغانستا د امنیت شورا ته ویلي چې په بدخشان کې جنګ د دغه ولایت د لاجوردو د کانونو پر سر دی اما حکومت په دې هکله پاملرنه نه کوي. دوی وایي لکه څنګه چې د ځمکو غصبوونکي له حکومت څخه دننه ملاتړ کوونکي لري، د بدخشان د لاجوردو قاچاق کوونکي او غیر مسوول وسله وال هم د حکومت له منځه ملاتړ کوونکي لري.

دا چې د کانونو او صنایعو وزارت ولې نه شي کولی دغه کانونه استخراج او ګټه یې د دولت خزانې ته ولېږدوي، نوموړی وزارت وایي، په دغو سیمو کې د امنیت نه شتون د دې لامل شوی څو دغه کانونه دوزارت له خوا استخراج نه شي او پر ځای یې غیر مسوول وسله او طالبان د دغه کانونو له ګټو څخه برخمن شي.

د Global Witness په نوم د یوې نړیوالې ادارې له راپور سره سم د بدخشان د لاجوردو په قاچاق کې د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي هم لاس درلود. د دې ادارې له راپور سره سم تر ۲۰۱۴ کال پورې تر ۱۲۵۰۰ ټنو پورې لاجورد چې تر ۲۰۰ ميلیونه ډالرو ارزښت یې درلود، په غیر قانوني توګه استخراج شوي او د غیر مسوولو وسله والو له خوا قاچاق او پلورل شوي چې تقریباً له دې امله دولت له ۳۰ ميلیونه ډالرو مالیې څخه هم بې برخې شوی دی.

دغه راپور کاږې چې د بدخشان د لاجوردو قاچاق له یوې خوا د غیر مسوولو وسله والو تر منځ شخړې ډېرې کړې، له بله پلوه یې په سیمه کې ستره ناامني رامنځ ته کړې ده. اصلې خبره دا ده که د بدخشان په کران او منجان کې د دولت زور په دغو غیر مسوولو وسله والو نه رسیږي څو د استخراج مخه یې ونیسي، حکومت کولی شي د دوی د انتقال لارې بندې او وخت پر وخت عملیات پرې وکړي. په ۹ جون ۲۰۱۶ شاوخوا ۶۵ موټره چې په لاجوردو باروو د افغان دولت له خوا را وګرځول شول. همدغه دلیل دی چې په څو وروستیو ورځو کې نا امنیو اوځانمرګیو بیا په بدخشان کې زور واخیست.

ولسمشره!

د بدخشان لاجورد یو له هغو منابعو څخه دي چې افغانستان له دغو بدبختیو خلاصولی شي او د ثبات، نېمکرغۍ او پرمختګ پر لور یې بوولی شي په دې هکله مو ژر تر ژره او کلکه پاملرنه غواړو. د افغانستان له امنیت شورا مو غوښتنه دا ده چې د هغو سیمو امنیت ته چې کانونه او ستر ذخایر په کې شتون لري لومړیتوب ورکړي اوځانګړي چاڼیز اوامنیتي پلانونه ورته جوړکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه