دا چې نړۍ په اوس وخت کې تر هر څه ډېر د چاپېریال ساتنې په اړه فکر کوي او دې برخې ته ډېره جدي پاملرنه لري، د نړۍ ډېری هېوادونو په راتلونکي کې چاپېریال ته د ورپېښېدونکو زیانونو په اړه څېړنې کړې او دې ستونزې ته د یوې مناسبې حل لارې پیدا کولو په لټه کې دي. هغه هېوادونه چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه لري او د چاپېریال پر دې ډول زیان ښه پوهېږي، هڅه کوي د ژوند هغه ټول امکانات په کار واچوي څو د دې ستر ناورین مخه ونیسي.
د دغه ستر هدف ترلاسه کولو په موخه ډېرو هېوادونو د پاریس د اقلیم بدلون د تړون پر بنسټ سره یو ځای شوي دي او د چاپېریال پاک ساتلو ژمنه یې کړې ده.
دا چې افغانستان په تېره بیا د کابل ښار هم یو د ککړو ښارونو په ډله کې راځي ویل کېږي چې افغانستان هم له اقلیمي نظره متاثره شوی او باید چې په دې برخه کې ګړندي او ګټور ګامونه پورته شي. د چاپېریال ساتنې اداره هم د کابل د هوا ککړتیا ته اندېښمنه ده او وايي، که څه هم د کابل ښار هوا په وروستیو کلونو کې لږه ښه شوې ده، خو د نفوس زیاتوالی او د درې سوه زرو په شاوخوا کې د وسايطو شتون د دغه ښار هوا ککړه کړې ده.
باید یادونه وشي چې د کابل او هېواد د ککړتیا اصلي لامل د زړو او بېکاره وسایلو او وسایطو څخه د ګټې اخیستنې په پایله کې او په کابل کې له جنراتورونو څخه ګټه اخیستنه د کابل او یو شمېر ولایتونو دهوا د ککړتیا سبب شوي، نو په دې اساس افغان حکومت په هېواد کې پاکه او نوې کېدونکې انرژي له لمر او باد څخه تولید کړي.
افغانستان د نړۍ اوولسم هغه هېواد دی چې د اقلیم د بدلون له امله متضرر شوی دی. د وړاندوینو پر اساس که د افغانستان اوسنی اقلیم په همدې ډول پاتې شي، نو ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې د هوا تودوخه دوه درجې لوړه شي. د نړۍ عمومي تودوخه ویل کېږي چې څلور درجې لوړه شوې ده. افغانستان که څه هم د نړۍ د تودوخې د درجې په لوړېدو کې ونډه نه لري، خو د چاپېریال بدلون په وچه کې ایسار دغه هېواد زیات زیانمن کړی دی.
د دې ستونزې د حل په موخه نړیوال په دې اړه فکر کوي هغه لارې چارې چې کولای شي وګړو ته پاکه او له ضرره پرته انرژي برابر کړي، ومومي چې په اوس وخت کې د ډېزلي او ګازي برېښناوو پر ځای هڅه کوي څو لمریزه او بادي برېښنا چمتو کړي. په افغانستان کې په دې وروستیو څو کلونو له لمریزې برېښنا څخه د ۱،۵ میګاواټه او له بادي برېښنا څخه ۱۰۰ کیلوواټه برېښنا تولیدیږي. د یادونې وړ ده، د دې تر څنګ په انفرادي ډول ډېر شمېر هېوادوالو ځان ته په خپله لمریزه او بادي برېښنا چمتو کړې چې د هغو کره شمېر موجود نه دی.
د اوبو او نرژۍ وزارت تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په پام کې لري څو د را واردوونکې برېښنا پر ځای په هېواد کې دننه ۳۰۰ مېګاواټه لمریزه او بادي برېښنا تولید کړي او د هغو څېړنو پر اساس چې ښکېلو ادارو ترسره کړې، وړاندوینه شوې چې په هېواد کې د ۶۸۰۰۰ مېګاواټه بادي برېشنا وړتیا شتون لري او کولای شو له دې لارې خپله برېښنا او نورو هېوادونو ته صادره کړو. د لمریزې برېښنا په برخه افغانستان یوازېنی هېواد دی چې د ځمکې پر مخ په کال کې ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، د بادي برېښنا په برخه کې افغان حکومت په پام کې لري څو تر ۲۰۲۰ کال پورې د ځان بسیاینې د پلان پر اساس ۵۰ مېګاواټه بادي برېښنا تولید کړي او د چاپېریال په ساتلو کې خپل ایماني او وجداني مسوولیت ادا کړي او له راتلونکو نسلونو سره د ښه ژوند کولو په برخه کې پوره مرسته وکړي.
د افغان حکومت د انرژۍ د ځان بسیاینې د پلان پر اساس، اټکل کېږي چې په هېواد کې دننه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د کورنۍ برېښنا تولید کچه له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۲۰۰۰ مېګاواټه ته پورته کړي.
دغه راز د افغان حکومت او مرستندوی هېوادونو د څېړنو پر اساس، ویل کېږي چې افغانستان په راتلونکو پنځو کلونو د انرژۍ د ځان بسیاینې د پلان د عملي کېدو په موخه له ۴،۵ میلیارده ډالرو څخه تر ۵ میلیارد ډالرو پورې مرستې ته اړتیا لري څو د انرژۍ په برخه پر خپلو پښو ودرېږي. افغان حکومت کولای شي د دې ستر رقم ۵۰ یا ۶۰ سلنه د بروکسل کنفرانس د بهرنیو مرسته کوونکو ډونرانو له ژمنه شوو مرستو ۳۰٪ سلنه د خصوصي سکتور په ملاتړ او پاتې ۱۰ یا ۲۰ سلنه یې د افغانستان اسلامي جمهوریت له پراختیایي بوديجې څخه ورکړل شي.
افغان حکومت له هغه وخته چې له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه د هېواد او نړیوالو قوانینو ته ژمن شوی، هڅه کوي د دې ستونزې په له منځه وړو کې هم خپل اساسي رول ادا کړي او هېوادوالو ته پاکه انرژي برابره کړي. په همدې موخه یې د انرژۍ په برخه کې یو لړ د ځان بسیاینې پلانونه چمتو کړي او ډېرو ولایاتو کې یې د لمریزې او بادي برېښنا د پروژه پلې کېدو کارونه په عملي ډول پیل کړي، د بېلګې په ډول د خوست ولایت د لمریزې بریښنا ۱۰ مېګاواټه پروژه، د کندهار ولایت د لمریزې برېښنا ۱۰ میګاواټه پروژه، د فراه ولایت د لمریزې برېښنا پروژه، د ننګرهار ولایت د لمریزې برېښنا ۱۰ میګاواټه پروژه، د نغلو د لمریزې برېښنا ۱۰ مېګاواټه پروژه او یو شمېر نورې لمریزې او بادي پروژې چې همدا اوس یې عملي چارې جریان لري.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.