Language

author avatar
29 Feb 2020 - 11:03
author avatar
29 Feb 2020 - 11:03

د افغانستان د سولې پروسه له شاوخوا دوو کلونو راهيسې په عملي توګه د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تحریک تر منځ په قطر هېواد کې پیل شوې چې وروسته له اوږدو او ستونزمنو پړاوونو او پرله پسې ناستو، بالاخره د سولې لومړنۍ هوکړې ته ورسېده چې نن به یې موږ د لاسلیکېدو شاهدان واوسو.

بین الافغاني مذاکرات د متحده ایالاتو او طالبانو تحریک تر منځ د سولې هوکړه لیک یوه مهمه برخه ده چې شاوخوا لس ورځې وروسته د دې هوکړه لیک څخه به د دواړو افغان لوریو (په کور دننه افغان پلاوی او طالبانو تحریک) تر منځ په رسمي توګه خبرې پیل شي.

افغانانو وروسته له څه باندې څلورو لسیزو جګړې او ناورین، د سولې لوی فرصت ته لار موندلې او لازمه ده تر څو له دې فرصت څخه د جګړې د ختمېدو او د امن او ټیکاو لپاره ګټه واخلي. چې په پایله کې به د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یوې مطلوبې پایلې ته  ورسېږي.

د بین الافغاني پلاوي د جوړښت لپاره د افغانستان حکومت او سیاسیون په خبرو او مشورو بوخت دي تر څو یو هر اړخیز پلاوی وټاکل شي.

انګیرنه دا ده چې د دې پلاوي لپاره تر ډېره د  حکومت، ګوندونو، سیاسي مشرانو او مدني ټولنې څخه یو مرکب پلاوی وټاکل شي. خو وېره دا ده چې د افرادو او ډلو سلیقه که په کې په نظر کې ونیول شي، نو اټکل کېږي چې دا پلاوی له تخنیکي اړخه یو قوي پلاوی نه وي.

د بین الافغاني خبرو لپاره له تخنیکي اړخه پلاوی باید ټول شموله، قوي او د یو منظم جوړښت څخه برخمن وي.

اټکل کیږي چې دا پلاوی له ۱۸ څخه تر ۲۱ پورې غړي ولري. که چېرې دا پلاوی په لاندې ترکیب سره جوړ شي، نو یو هر اړخیز او له تخنیکي پلوه به قوي پلاوی وي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پلاوي ترکیب

پورتني جوړښت ته په کتو به دغه ترکیب په شپږو برخو کې چې ۲۱ غړي به ولري په لاندې ډول جوړ شي:

۱ –  ريیس ۱ غړی

۲ – حکومتي استازي ۳ غړي

۳ – سیاسیون ۷ غړي

۴ – د ولس استازي ۶ غړي

۵ – د ښځو استازې ۲ غړي

۶ – د بشري حقونو او مدني ټولنې استازي ۲ غړي

 

۱ – ريیس

محمد حنیف اتمر: اتمر په سیاسي لحاظ یو زیرک او د سیاسي تدبیر لرونکی شخصیت دی، د اړیکو د جوړولو ښه وړتیا لري، د هېواد او سیمې په حالاتو پوه، با تدبیره او د سیاسي محاسبې څښتن کرکټر دی. سربېره پر دې نوموړی د مذاکراتو په اصولو ښه بلد او له حزب اسلامي سره د سولې بریالۍ تجربه هم لري. اتمر د هېواد په کچه د یو مذاکراتي پلاوي د مشرۍ لېږد وړتیا لري او پوره تمه ترې کېږي چې دغه مذاکرات په دقت، تدبیر، حوصله مندۍ او زیرکتیا سره پر مخ یوسي.

 

۲ – د افغانستان حکومت

د افغانستان حکومت د حکومتي دستګاه له ادرسه باید ۳ صلاحیت لرونکي استازي د قضائیه قوې د ريیس، د سولې وزیر او د ملي امنیت د شورا مشر په ګډون دې پلاوي ته ور وپېژني تر څو د حکومت له اړخه په بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

د حکومت استازي به ټول هغه موارد چې په بین الافغاني ناسته کې حکومت ته راجع کېږي له حکومت سره شریک او همغږي کړي.

 

۳ – سیاسیون

که څه هم د سیاسیونو شمېر زیات دی او که ټولو ته په دې ناسته کې ونډه ورکړل شي، نو مذاکره کوونکی پلاوی به له ټاکل شوي معیار څخه چې له ۱۸  څخه تر ۲۱ کسانو پورې دی زیات شي او له یاد شمېر څخه د زیاتېدو په صورت کې به د پلاوي اغېزمنتوب تر سوال لاندې راشي. پر دې اساس دغه ټیم باید تر اوو کسانو پورې په لاندې ترکیب سره جوړ شي:

استاد عبدالرب رسول سیاف

حامد کرزی

ډاکټر عبدالله عبدالله

ګلبدین حکمتیار

عطا محمد نور

حاجي محمد محقق

او محمد شاکر کارګر

 

د ټاکنې معیار:

استاد عبدالرب رسول سیاف: استاد سیاف د یو مشر او سپین ږیري په صفت چې تر نورو سیاسیونو د افغانستان په قضایاوو کې تر ډېره دخیل پاتې شوی او کله نا کله یې د طالبانو تحریک پر وړاندې چیلنجونه هم ورکړي، نو لازمه ده چې په دې ترکیب کې ځای ولري او خپل منطقي دلایل د سولې د راتګ لپاره مطرح کړي. د استاد سیاف موجودیت په دې مذاکراتو کې د یو مشر په صفت اغېزمن تمامېدای شي.

حامد کرزی: کرزی د افغانستان په تېر شل کلن پړاوو کې ۱۳ کاله د افغانستان ولسمشر پاتې شوى ده د خپل حکومت پر مهال  يې هر کله د طالبانو له تحریک سره د مذاکراتو او سولې پرله پسې وړاندیزونه کړي و، هیڅکله یې د افغانستان د جګړې پلوي نه ده کړې او ان پر ځینو مواردو کې یې له بهرنیانو سره د جګړې د پای ته رسېدو په خاطر اړیکې ترینګلې شوي. پر دې اساس د ښاغلي کرزي شتون په دې پلاوي کې اړین ګڼل کېږي او خورا اغېزمن تمامېدای شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله: ښاغلی ډاکټر عبدالله د یو لوی سیاسي ټیم په استازیتوب د دې ترکیب په جوړښت کې خورا مؤثر تمامېدای شي. عبدالله یو هوښیار او ملي ګټو ته ژمن سیاستمدار دی او د ټاکنیزو سیالیو پر مهال یې څو څو ځله په ټینګار سره ویلي”که چېرې سوله راځي، نو زه د افغانانو د دې ستر ارمان لپاره حاضر یم چې له ټاکنو او موقف څخه لاس په سر شم.” چې د ډاکټر عبدالله دغه موقف په خپله د ده ژمنتوب ملي ګټو ته څرګندوي.

ګلبدین حکمتیار:حکمتیار د بین الافغاني سولې یوه ژوندۍ بېلګه ده چې حضور یې په دې مذاکراتو کې له روحي اړخه د مذاکراتو روحیه بډایه کولای شي او د طالبانو تحریک ته دا په ډاګه کولای شي چې په سوله کې ارامه ژوند، خوندیتوب، عزت او د مشروع واک ترلاسه کولو فرصت شته.

عطا محمد نور: نور د هېواد په کچه یو پېژندل شوی شخصیت دی او د یوې لویې سیاسي طبقې استازیتوب کوي. نوموړی یو پېژندل شوی جهادي قوماندان، ځواکمن والي او د هېواد په شمال کې یو له تاثیر لرونکو څېرو څخه شمېرل کېږي چې په تېرو ناستو کې یې هم د طالبانو له تحریک سره په مسکو کې ګډون کړی و.

حاجي محمد محقق: محقق د هزاره قوم په استازیتوب او د دې قوم د یو مخور په صفت چې په هزاره ټولنه کې پراخ محبوبیت او اغېز لري باید په دې ترکیب کې ځای پر ځای شي.  محقق د مذاکرې ښه وړتیا لري او پخوا یې هم د طالبانو له تحریک سره د مسکو په غونډه کې برخه اخیستې وه.

محمد شاکر کارګر: کارګر ته د ترک توکمو په استازیتوب په دې ترکیب کې باید ځای ورکړل شي. نوموړی یو هوښیار، با درایته او تکړه سیاسي شخصیت دی چې په تخنیکي لحاظ د پلاوي په ترکیب کې اغېزمن تمامېدای شي.

 

۴ – د ولس استازي

د افغانستان د خلکو په استازیتوب باید د ولس استازي چې د مذاکرې ښه وړتیا لري له دواړو مجلسونو څخه غوره شي.

له سنا مجلس څخه د دې مجلس ريیس او یا یو غړی او پاتې پنځه کسان باید له ولسي جرګې څخه د زونونو پر بنسټ یو یو استازی وټاکل شي.

۵ – د ښځو استازې

د افغانستان د ښځو په استازیتوب باید دوه تنه ښځې چې د مذاکرې قوي وړتیا ولري بین الافغاني مذاکراتو ته غوره شي، تر څو وکولای شي د مذاکراتو په لړ کې د ښځو له حقونو څخه دفاع او استازیتوب وکړي.

۶ – بشري حقونه او مدني ټولنه

د افغان جګړې په اوږدو کې تر ډېره بشري حقونه تر پښو لاندې شوي چې مسوولیت یې د جګړې لورو ته ور ګرځي. له همدې امله اړینه ده چې د بشري حقونو او مدني ټولنې ۲ استازي په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې د بشري حقونو د نه په پام کې نیولو او د نه درناوي په اړه یو مستند جوړ کړي او د مذاکراتو په لړ کې یې دواړو لورو ته وړاندې کړي چې د دې جګړې په پایله کې بشري حقونو ته څومره سپکاوی شوی.

دا مستند به د مذاکراتو پر روحیه باندې خورا زیات اغېز ولري.

پورتني ترکیب ته په کتو که چېرې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی له کمي او کیفي اړخه په پورتني ترکیب سره جوړ شي، نو تر ډېره د دې امکان شته چې بین الافغاني مذاکرات په لنډ وخت کې او په خورا اغېزمنتوب سره پای ته ورسېږي او افغانستان یوې تلپاتې سولې ته لاسرسی و مومي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه