Language

author avatar
15 Jan 2018 - 12:16
author avatar
15 Jan 2018 - 12:16

ویل کېږي ترکیه کې د حزب اسلامي او د حکومت د ځینو غړو په منځګړیتوب د طالبانو له څو ډلو سره خبرې روانې دي، طالب پلوه مبصرین او د طالبانو ویاند دا یوه ډرامه بولې، خو د سولې شورا د سولې په لار کې د شخصي او ګوندي ابتکار هرکلی کړی او حزب اسلامي هم ظاهرا په کې ځان دخیل نه بولي.
سوال دا دی چې طالب پلوه مبصرین ولي ددې خبرو مخالف دي او نورو خبرو سره یې تفاوت څه دی؟
اول، ښکاري چې دا خبرې د پګواش موسسې، پاکستان او د طالبانو د قطر دفتر سره نه دي همغږي شوي. که د دغو خبرو په لړ کې کومه ډله سوله کوي معنا یې دا ده چې د سولې په نامه د پګواش او قطر دفتر چې تر اوسه د سولې په نوم میلیونونه ډالره لګولي موثر نه دي او تر دوی حزب اسلامي د خپل نفوذ نه په استفادې ارزانه او اسانه د طالبانو جنګي قوماندانانو سره رابطه کوی او ملموسه نتیجه ترلاسه کوی شي.
دویم، د طالبانو اوسنۍ سټراټيژي دا ده چې جنګ او جګړو ته دوام ورکړي اوس که کومه ډله یا استازي یې راپورته کېږي او د سولې خبرې کوي نو د جنګ میدان کې یې د جنګیالیو په روحیه بده اغیز کوي. د دې لپاره چې جګړه توده وساتي مجبوره دي چې په رسمي توګه د سولې هره خبره رد کړي او بیا که سوله کوي د واحد ادرسه یې وکړي او زیات امتیاز واخلي او دوی چې د کدرونو له مشکل سره مخ دي دغو فیس بوکي مبصرینو خیټه ورته اوبو کې ایښې چې بیا په کې چارواکي شي.
درېیم، د معلوماتو له مخې دغو خبرو کې د ملارسول د ډلې او یو شمېر نورو قوماندانانو په استازیتوب خبرې روانې دي او دې سره طالبان تر لا زیات فشار لاندې راځي چې ژر خبرو ته حاضر شي کنه ستړي شوي جنګیالي یې ممکن د غو نویو کانالونو نه خبرو ته حاضر شي او که دوی ځنډ وکړي بیا به دغه فرصت هم له لاسه ورکړی او حتا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نویو بندیزونو سره هم مخ کیدای او تر دې په زیاتو ډلو ویشل کیدای شي. حکومت هم علاقه لري د طالبانو مرکزي مشرانو ته وپوهوي که تاسې سولې ته چمتو نه یاست موږ چمتو یو او دغه هدف ته د رسیدو په خاطر نوې لارې او ګودرې هم موندلی شي.
څلورم، دا واقعیت ورځ تربلې روښانه کېږي چې طالب اوس د ملاعمر د وخت کوم منظم او واحد تحریک نه دی، بلکې د جنګي ډلو مجموعه ده، دوی هم لکه جهادي تنظیمونه د واحد دښمن په وړاندې جنګ کوی شي، خو د واحد ادرس نه د خبرو، بیاجوړولو او ابادۍ واحده اجنډا نه لري او که هر څومره جنګ اوږدیږي، که دوی هر څومره خبرو او سولې ته تمایل ښیی هغومره ویشل کېږي او جنګ دوی منظم ساتي، خو اوس د جنګ په میدان کې هم د داعش په څیر نویو رقیبانو او د ټرمپ له سخت دریځ سره مخ دي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى. </p>