Language

author avatar
13 Sep 2018 - 10:24
author avatar
13 Sep 2018 - 10:24

نن د شیدا د مسو کان قرارداد د یو مجهول الهویة شرکت سره لاسلیک شو. دوه نور، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کانونو قراردادونه هم به ډېر ژر لاسلیک شي. ولس باید له حکومت نه د څو پوښتنو ځوابونه وغواړي:

۱- په داسې حال کې چې په هغو سیمو کې چې دغه لوی کانونه موقعیت لري، امنیت نشته نو بیا ولې قرارداد لاسلیک کېږي. په دغو سیمو کې نه اکتشاف امکان لري او نه استخراج، نو بیا ولې قرارداد ورکول کېږي؟ د عینک مسو کان په څېر به دغه قراردادونه هم د افغانستان حکومت خارجیانو ته وتړي چې د وتو لاره به نه لرو. که وځو نو بیا مجبور ځانونه ورته خرڅ کړو چې تاوان یې پرې کړو.

۲- حکومت د وړو قراردادونو د مدیریت ظرفیت نه لري، نو بیا لوی قراردادونه به څنګه مدیریت کړي؟ د فساد او ناوړه ګټې اخیستنې لپاره زمینه پوره برابره ده؛ په داسې حال کې ولې له وړو قراردادونو نه پیل نه کېږي؟

۳- حکومت وایي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ چې کوم تړون لاسلیک شوی، په هغه کې افغانستان ژمنه کړې وه چې دغه څلور قراردادونه به لاسلیکوي؛ ایا له ولس سره په دې اړه مشوره شوې وه؟

حکومت ته د داسې ژمنې صلاحیت چا ورکړی و؟ ایا دا په دې معنا نه ده چې حکومت مخکې له دې چې قانوني پړاوونه بشپړ کړي، پرېکړه کړې ده (لومړۍ پرېکړه او بیا قانوني پړاوونه په نمایشي بڼه). ایا داسې پرېکړه په دې معنا نه ده چې ولسمشر او حکومت د خارجیانو تر اغېز او فشار لاندې ملي شتمنيو ته د چور زمینه برابروي؟

۴- قرارداد ولې داسې شرکتونو ته ورکول کېږي چې د یو فاسد حکومت کې ګټونکي پېژندل شوي وو. دغه شرکتونه سیاسونو پورې تړاو لري او د سیاسي اړیکو او نفوذ له لارې غوره پېژندل شوي وو؛ ولې بیا داوطلبي ترسره نه شوه؟

۵- د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کان قرارداد داسې شرکتونو ته ورکول کېږي چې یو لوی پانګه وال یې د قره زغن د سرو زرو کان پر چور متهم دی. همدا راز دغه کس تر څو میاشتې مخکې وزیر و؛ د کانونو د قانون له مخې، دغه کس له وزارته وروسته تر پنځو کلونو پورې قرارداد نه شي اخيستی، دغه قرارداد ولې په غیر قانوني ډول ترسره کېږي؟

که خارجیان رښتیا غواړي چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو او زموږ برمته کېدل نه غواړي نو د دغو کانونو پر ځای ولې د ګازو په برمو باندې پانګه اچونه نه کوي چې په څو میاشتو کې استخراج پیل شي او زموږ د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي او حکومت ته نغدې پیسې په لاس ورشي؟ ولې په کوچنیو کانونو پانګه اچونه نه کېږي؟ ولې په حرفوي کان کیندلو پانګه اچونه نه کېږي؟

زموږ د کانونو برمته کېدل، زموږ او زموږ د راتلونکي نسل برمته کېدل دي، د دې برمته کېدو مخنیوی په کار دی.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه