Language

انتظار خونې ته له ننوتلو سره سم مې سترګې په وکیل صیب ولګېدې، غوړه درېشي یې په ځان، خېټه یې د خپل موبایل لپاره مېز کړې او په برندو سترګو موبایل ته ځیر دی. ښکته پورته ګوته پرې کش کوي. زه هم د هغه ترڅنګ څوکۍ ته ورغلم. وکیل صیب له سترګو لاندې را وکتل. ما بې له ځنډه خپل کتاب خلاص او سترګې مې په خپل کتاب ونښلولې، خو وکیل صیب هماغسې له خپل موبایل سره بوخت و.

د الوتنې وخت را ورسېد، په کوچني لاوډسپیکر کې په دري ژبه غږ شو، چې د پلانۍ الوتکې سپرلۍ دې ځانونه چمتو کړي. وکیل صیب له ټولو مخکې په چابکو قدمونو ور وړاندې شو او په دروازه کې ولاړ ځوان یې سترګو ته په کتلو د الوتکې د سېټ شمېره لرونکی کارت په منځ نیم او کوچنی هغه یې وکیل صیب ته ورکړ. الوتکې ته له پورته کېدو سره سم پوه شوم، چې کومه تاجکي، یا هم روسي الوتکه ده. په دروازه کې ښایسته ځوانه ستیورده (خدمه) هر چاته د ښه راغلاست په نښه سر ښوروي.

د خلکو استازي، د خپل سېټ په موندلو کې ستونزه لرله، خو هغې خدمې ورسره مرسته وکړه. له کېناستو سره سم وکیل صیب بیا پورته شو او خپله کرتۍ یې و ایستله او پورته یې د سېټونو پر سر، د بکسونو په ځای کې له خپل لاسي بکس سره کېښوده. مسافرو ته یې په ځغلنده نظر وکتل او بیا یې خپل موبایل را واخیست، څو ځله یې په خپل پیکي او مخ لاس راکش کړ، بیا یې سیلفي تصویرونه اخیستل پیل کړل. کله له یو او کله هم له بل لوري، خپل‌ځاني تصویرونه اخلي او بیا چې خوند ورنه‌کړي نو ګوتې ته څو ځله زور ورکړي او د هر ځل زور سره موبایل عکسونه اخلي.

زما تر څنګ نور کسان یې هم په ننداره دي…

وکیل صیب په خپل ځای کې داسې نا ارامه و، لکه په ترکیه کې د روسي سفیر وژونکی. داسې ښکارېده چې زړه یې څه غواړي، خو د څو دقیقو په تېریدو، هغه وخت چې یو ځوان ته یې په خپل موبایل کې د تصویر ایستلو وویل، پوه شوم، چې غوښتل یې تصویر واخلي. ځوان هم د وکیل صیب پر موبایل د هغه عکسونه واخیستل او موبایل یې بېرته ورکړ، خو ښاغلي ان د مننې ویلو په خاطر، خپل غټ سر هم ورته ونه ښوراوه.

د الوتکې خدمه، له معمول سره سم تل خوش اخلاقه او سینګار کړې وي، خو د دې پرواز خدمې، د خپل هېواد، تاجکستان یا هم روسۍ ځوانې نجونې وې، چې یوه یې ‌ډېره ښایسته وه.

تنکۍ دنګه ځواني، خو بڼورې سترګې، لوړ او سپین ورمېږ، ژېړبخن اوږده وېښتان، چې شاته یې غوټه او ښکته یې په اوږو را خوشې کړي وو. نازک لاسونه، نازکې پښې – تابه ویل چې له دې ځان لاندې به ستړې وي- منظمه درېشي چې ژېړې پټارې په کې کښل شوې وې، سپین یخن‌کاک، سور دسمال چې په ښایسته غاړه کې یې ول کړی او ښکته یې پر سینه پروت و. نوموړې خدمې نه یوازې د خلکو استازی، بلکې ټول مسافر، هر لور ته په تلو ځان پسې کاږل، خو وکیل صیب یې بیخي نا ارامه کړی و.

 کله چې خدمې ښکته پورته تللې نو وکیل صیب به هم له دې وخته په ګټې اخیستنې، سيلفي عکسونه اخیستل. ده داسې سلیفیان اخېستل، په یوه خوا کې یې خدمه او د عکس په بله څنډه کې به د هغه خپل غټ سر راښکاره کېده. تر ډېره پورې یې دا کارونه وکړل، یو ځل خو یې په انګلیسي ژبه د سلام ور اچولو ناکامه هڅه هم وکړه، خو څه په لاس ورنغلل.

 وکیل د خدمې په هر ځل ښکته پورته تېرېدو، په خپل مخ لاسونه را کشول او د هغې له لیدلو یې خوند اخیست. د ښه خریدار په سترګه به یې د هغې هر قدم او ښایسته ځان سر تر پایه کاته.

ښایسته خدمې، چې ښکارېده، چې یا خپلې ښکلا ته ډېره مغروره وه، او یا خو چوره د وکیل کم عقلۍ ته حیرانه وه، هېڅ ځواب ورنه کړ او نه یې د هغه د کتو او نه یې د هغه د وږو سترګو پروا ساتله…

په ټوله لاره کې، وکیل دومره نا ارامه و، چې تا به ویل په خدمې یې پاک زړه بایللی، خو نه پوهېږي څنګه هغې ته د خپل زړه خبره وکړي. په ټوله دوه ساعته لاره کې له ښاغلي پرته هېڅوک لا له خپل ځای څخه نه دي پورته شوي، خو د خلکو استازی څو ځله تشناب ته لاړ او په لاره به یې خپل لامده لاسونه په خپل جینګ او زوړ مخ را کشول.

دا ځل لکه چې د وکیل حوصله خلاصه شوې وه، موبایل یې را واخیست او هڅه یې کوله، چې د ښایسته خدمې څو عکسونه واخلي، خو یو وخت کله چې خدمې په خلکو خوراکي توکي وېشل، وکیل په خپله څوکۍ کې ۱۸۰ درجې په شا راتاو شو او د موبایل کمره یې خدمې ته سمه کړه. خو مخکې له دې چې عکس یې واخلي، خدمې د لاس په ښوورولو او تروشه ټنډه د موبایل د کېښودو په خاطر ورته وویل او وکیل یې په تونده لهجه د عکس له اخیستلو منع کړ. د خلکو استازي د څټ په ګرولو سره بېرته ځان په څه خوارۍ په خپله څوکۍ کې سم او تر اخره خړ څټ ناست و.

یادونه: دا هغه د سترګو حال دی، چې زه یې شاهد وم او په ټول سفر کې، د وکیل په ننداره وم، اخ خدایه اخ، اخ خلکو څه ډول خلکو ته مو رایه ورکړې ده؟

دويمه يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>عزت‌الله ادیب، د پکتیا ولایت د حمدابا ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی چې اوسمهال په کابل کې استوګن دی. ادیب د اقتصاد، مدیریت، نړیوالې سوداګرۍ تر څنګ د څېړنو په برخه کې زده کړې کړي او څه کم یوه لسیزه کاري تجربه لري. نوموړي له څېړنیزو راپورونو سره تحلیلي، معلوماتي او علمي مقالې هم لیکي.</p>