له کلونو راهيسې به مو د حج مراسم او په ځانګړې توګه د عرفات ورځې وقوف او د حج خطبه د تلوېزيون پر پرده اورېده او لیده، حاجيان چې به د دې سترې فريضې تر ادا کولو وروسته راتلل نو د حج کيسو جلا خوند درلود، اورېدلي مې وو او ثابته شوې هم ده چې د الله تعالى په عبادتونو کې تر جهاد وروسته تر ټولو سخت عبادت د اسلام د پنځم رکن حج فريضې ادا کول دي.
خو الله تعالى پر هر چا دغه ستره فريضه نه ده فرض کړې او په ښکاره ډول يې په قران کريم فرمايلي: ((من استطاع اليه سبيلا)) هر هغه څوک چې مالي او جسمي وړتيا او امکانات ولري نو پر هغه حج واجب او فرض دى.
زما په زړه کې هم دا ارمان و چې دغه ستره او سخته فريضه په ځوانۍ کې ادا کړم؛ ځکه چې د ځوانۍ د عبادت ثوابونه د زړښت د وخت تر عبادت ډېر دي، خو اقتصادي کمزورتيا او بيا په افغانستان کې د پچې اچونې له امله چې په کلونو کلونو کې د خلکو نومونه نه راوځي، دغه کار راته شونى نه ښکارېده، خو الله تعالى چې څوک خپل کور ته وغواړي، بيا يې څوک مخه نه شي نيولى.
پر ما هم خداى مهربانه شو او ما ته د دې سترې فريضې ادا کولو چانس او زمينه برابره شوه.
سعودي ته تر تګ مخکې يو ډول وېره او اندېښنه راسره وه، فکر مې کاوه چې دا ستره فريضه به په سمه توګه ادامه کړى شم او که نه؛ ځکه چې د حج د مناسکو له سختوالي او دروندوالي له پخوا خبر وم، خو د والدينو او په ځانګړې توګه د مور هغه ډاډګيرنه چې د تګ پر مهال يې تندى راته ښکل کړ او په رخصتېدو کې يې دعا راکړ، هر څه یې راته اسانه کړ. مور مې څو کاله مخکې د حج فريضه ادا کړې ده، له هغې سره چې سخته مريضه او کمزورې وه او د څو قدمونو پلي تګ توان یې نه درلود خو د حج مناسک او مراسم يې په داسې ښه توګه ادا کړل چې له معجزې کمه نه وه.
سعودي ته د روانېدو پر مهال يې راته وويل چې زويه! لومړى خو الله تعالى خپلو بنده ګانو ته هر څه اسانه کوي، دويمه دا چې د سعودي حکومت د الله تعالى مېلمنو (حاجيانو، زايرينو) ته داسې اسانتياوې برابرې کړې وې چې ته به هېڅ پوه نه شې. رښتيا هم، همداسې وه، جدې ته له رسېدو سره سم د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي زموږ هرکلي ته ولاړ وو، په دولتي موټرو کې يې تر هوټله ورسولو او هلته يې د نړۍ د ١٧٠ هېوادونو شاوخوا ٣٠٠ خبريالانو ته ټولې اسانتياوې برابرې کړې وې.
تر حج مخکې مدينې منورې ته ولاړو، د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم زيارت مو وکړ او د هغه په جومات کې مو نور عبادت هم وکړ. (الله تعالى دې قبول کړي.)
دغه راز د اسلام د مشهورې غزا (احد) سيمې ته ولاړو، مسجد قباء ته، د سعودي عربـستان د پخواني پاچا شاه فهد په نوښت له جوړې شوې د قران کريم د چاپ له سترې مطبعې مو ليدنه وکړه چې په کې په لسګونو ژبو ژباړل شوي قرانکريمونه چاپ او بيا په وړيا ډول په ټوله نړۍ کې وېشل کېږي.
د سعودي عربستان حکومت په مدينه موره کې د زايرينو او حاجيانو لپاره هر ډول اسانتياوې برابرې کړې دي، د جومات تر څنګ او شاوخوا نږدې سيمو کې سلګونه هوټلونه جوړ شوي، څو زايرين وکولى شي له ستونزو پرته حرم نبوي ته ځانونه ورسوي. په حرم نبوي کې د ملکي او نظامي مسوولينو له خوا د زيارت او لمونځ کولو لپاره داسې ښه چمتووالى او نظم نيول شوى چې د سلګونو زرو زايرينو په شتون کې هېڅ ډول ستونزې نه رامنځته کېږي. دغه راز نظم او امنيت د مکې مکرمې په حرم شريف، منى، عرفات، مزدلفه او د جمراتو يا شيطانانو وېشتلو په ساحو کې نيول شوي وو.
د سعودي حکومت له خوا دغه ځل د حج د مراسمو لپاره ځانګړې او بې ساري انتظامات نيول شوي وو، شاوخوا درې سوه زره ملکي او نظامي کسان چې په کې سل زره امنيتي سرتېري، سل زره روغتيايي کسان او سل زره رضاکاران د خداى د مېلمنو (حاجيانو) د خدمت او امنيت لپاره ګومارل شوي وو.
له حرم شريف څخه تر منى، عرفات او مزدلفې پورې پراخ سړکونه او لارې جوړې شوې، په هر ځاى کې د يخو اوبو اسانتياوې، تشنابونه او د دمې کولو ځایونه جوړ شوي دي. د عرفات په ستر ميدان کې ميليونونه مسلمانان تر شنه اسمان لاندې سره لمر ته د اسلام د پنځم رکن حج بيت الله د ستر رکن (وقوف عرفه) ادا کولو لپاره راټول وي او الله تعالى ته د خپلو ګناهونو د مغفرت او د دعاګانو لپاره زارۍ کوي. د عرفات په ستر ميدان کې د محشر ورځې په څېر له ټولې نړۍ راغلي مسلمانان په سپينو احرامونو کې راټول وي، هلته د سپين او تور، عرب او عجم، باچا او ګدا، خان او غريب توپير نه وي . ته به داسې فکر کوي چې ټوله نړۍ دې همدلته د عرفان په ميدان کې وليده.
په دغه ستر ميدان کې هم د سعودي عربستان د حکومت له خوا حاجيانو ته هر ډول خوراک، څښاک، د روغتيا او نورې اسانتياوې برابرې کړې دي، تر دې پورې چې په هرو څو مترو کې يې په لويو پايو کې داسې پکې لګولې چې يخه هوا خوروي. د زايرنو د درملنې لپاره زرګونه سيار مجهز امبولانسونه هر ځای ولاړ وي او د بېړنۍ پېښو پر مهال يې ګڼ شمېر چورلکې هم اماده درولې، څو ناروغان ژر تر ژره روغتون ته ورسوي.
د سعودي عربستان پوليس له زايرينو او حاجيانو سره ډېر ښه چلند کوي، ناروغانو او ماشومانو ته په سختو حالاتو کې روغتیايي خدمات رسوي. د الله تعالى په فضل او کرم او د سعودي عربستان د حکومت د هلو ځلو په پايله کې سږ کال د حج مراسم په ډېره ښه توګه ترسره شول او هېڅ کومه وړه يا لويه پېښه رامنځته نه شوه او د الله تعالى مېلمانه بېرته خپلو کورونو ته په خير او خيريت سره ستانه شول.
په نورو هېوادونو کې د زرګونو کسانو په ګډون د کوم پروګرام يا مذهبي مراسمو مديريت او نظم ستونزمن کار وي، خو سعودي عربستان حکومت هر کال د ميليونونو مسلمانانو خدمت په ډېره ښه توګه کوي او د حج د مراسمو مديريت کوي چې زما په نظر دغه کار د هېڅ بل هېواد په وس پوره نه ده او نه يې څوک کولى شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.