د سولې مسئله حساسه ده او هر ډول احساسات د هېواد په داخل او بهر کی را پارولی شي. په رښتیا سره سوله یوه اوږده مبارزه ده چې په اوسني وخت کې ډېره ستونزمنه او پېچلي شوې ده او کابو کول یې ساده او اسان کار نه دی؛ ځکه زموږ اکثره همسایه هېوادونه تر ډېره بریده کوښښونه کوي چې سوله په داسې ډول راشي چې د دوی ګتې په کې خوندي پاتې شي او له بلې خوا د ګران هېواد افغانستان په داخل کې اکثره سیاسيون ځان ته د موقف او یا هم د بل په لمسون څرګندونې کوي چې یو ډول نه یو ډول سوله سبوتاژ کړي، خو دا باید ومنو چې سوله راتلونکې ده.
زه د افغانستان د خاورې د یو رښتيني بچي په صفت او د سولې د یوه ارمانجن ځوان او ملاتړي په توګه، د هېواد د خواخوږي، د هېواد او خلکو ته د خیر په نیت ځان مسوول ګڼم او لیکنې مې صرف د افغانستان د راتلونکي نسل او ځوانانو عمومي اګاهي ده، په هېڅ ګوند او ټولنې پورې تړاو نه لرم. د چا په لمسون نه د چا طرف نیسم او نه یې سپکاوی کوم، مګر هو، حق ته حق وایم. په هر حال، راځو اصلي موضوع ته، سوله تر یو ځای رسېدلې ده او د ډېرو خلګو سترګې ورته په لاره دي، که څوک وایي موږ سوله غواړو او بل لور بیا وایي موږ يې نه غواړو، نو طبيعې خبره ده چې له سولې د منکرو مخالفين په ډېر وي، مګر د افغانستان ملت اوس نه غولېږي او پر دې ښه پوه شوي چې هر هغه لوری چې د سولې مخالفت کويؤ هغه د قدرت تږی دی.
یوه مهمه خبره باید دلته د ولسمشر غني په تړاو په ډاګه کړم چې په دا اوسنۍ دوره کې هغه ۴۵زره سرتېري چې په شهادت رسېدلي دي، دغو شهیدانو د غني او د هغه د اولادونو لپاره ځانونه نه دي قربان کړي، بلکې هغوی د هېواد او ارزښتونو لپاره خپل سرونه نذرانه کړي دي. په هر حال، د سولې په تړاو له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو بله ناسته د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه ده. له بلې خوا د امریکا متحده ایالتونو د سعودي عربستان نوم د هغو هېوادونو په لېست کی شامل کړی چې باید د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. اوس په کار ده چې د سولې ستر هدف ته د رسېدو په موخه ځني مرحلې په پام کې ونیول شي:
لومړۍ: د افغانستان سیاسيونو ته په کار ده چې د شخصي مخالفتونو، دښمنيو او ګټو څخه اوس مهال تېر شي او تدبیرانه سولې ته کار وکړي. د امکان تر حده پورې باید مشورې یو له بل سره وکړي؛ ځکه په مشورو کې خیر او برکت دی او همدارنګه باید کوښښ وشي چې د اې اېس ای د هر فریب او چل مخنيوی وکړي. د یادونې وړ ده چې پاکستان د اغزن تار کارونه نور هم چټک کړي دي؛ ځکه په اوسن وخت کې د ټولو افغانانو پام د سولې طرف ته دی نو هر څومره چې کار ژر خلاص شي، د پنجاب په ګټه دی او له بلې خوا پاکستان لومړۍ هڅې به د سولې په راوستولو کې دا هم وي چې باید ملا شېرمحمد ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوي، یا د موقتې ادارې له لارې او یا د ټاکنو له لارې. موږ او تاسو او زموږ سیاسيون باید د پاکستان هر چال، جال او فریب ته متوجه و اوسو. که اتمر دی، که کرزی، که عبدالله او که غني زموږ د هېواد لویه او ستره سرمایه ده، باید درناوی یی وکړو او په ژوندون یې قدر وکړو؛ ځکه زموږ اکثره افغانان تل په ژوندون د چا قدر نه دی کړی او نه یې هم کوي، کله چې وفات شي، بیا نو مرده پرستي شروع کړي.
دويم: دلته د لویې جرګې مسئله ډېره حیاتي ده چې په ترڅ کې یې باید بین الافغاني ډایلوګ منځته راوړي او په پای کې یو داسې متحد او ټول شموله ملي ټیم رامنځته کړي چې هم عام ولس په کې شتون ولري او هم سیاسیون او افغان حکومت.
درېیم: څرنګه چې طالبان هر وخت د اې اېس ای تر فشار لاندې راغلي، نو هغه قوماندانان چې د مذاکراتي ټېم اعضاوې دي، باید له پاکستانه سره له کورنیو قطر او یا هم سعودي عربستان ته انتقال کړي څو ازادانه او بغیر له کوم فشاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.
څلورم: د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اسیايي هېوادونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له پاکستان نه وروسته هند ته تللی و چې له دې څخه داسې معلومېږي چې سعودي هم خپل کوښښونه پیل کړي دي. اړینه ده چې لومړی د سولی ناستې د افغانستان په داخل کې ترسره شي، که د امنيتي ګواښونو یو ډول وېره شتون ولري، نو ښه به دا وي چې سعودي عربستان په سپېڅلې او له برکت ډکه مکه کې سوله وشي چې د خیر او د برکت ځای دی.
پنځم: د سولې راوستو لپاره د دنیا ابر قدرت هېوادونو له باور او ضمانت وروسته باید د سولې شرطونه مخې ته یووړل شي څو یوه ښایسته پایله او د ژمنو د نه ماتولو تضمین وشي. بله خبره دا چې د امریکا متحده ایالتونو نظامي اډې تر ډېره بریده کېدای شي چې ښې پایلې ولري، یو خو به مو خپل منځي جنجالونه ژر حل وي، بل به له سیال سره سیال یو او بل به د پاکستان له وحشت او تروریزم څخه په امن کې یو. سوله غواړو خو په تدبير سره او تلپاتي سوله.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.