درنو مسلمانانو، خويندو او وروڼو! دا چې په ګران هېواد کې د روانو بدبختيو او ناورينونو اوږده لمن، چې نږدې له لسيزو هم اوړي او هره ورځ زموږ ګڼ بې ګناه ماشومان، سپين ږيري، ځوانان او په ټوله کې د دې ټولنې مظلوم وګړي په ډېر ناځوانمردانه ډول راڅخه اخلي، لازمه ده چې د سولې پر ديني ارزښت پوه شو، څو په ګران هېواد کې شته ستونزو ته د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کې د حل لار پيدا کړو.
سوله د اسلام په مقدس دين کې خورا زيات او لوی ارزښت لري، ان تر دې چې د دوو کسانو يا ډلو يا دوو ملتونو تر منځ سوله او روغه جوړه کې د اړتيا پر وخت کې دروغ ويل هم جايز دي چې په دې هکله رسول الله (ص) فرمايلي دي:
د سولې او روغې جوړې پر مهال داسې دروغ ويلو ته هم جواز شته چې د روغې جوړې اسباب برابروي، که څه هم دروغ ويل په شرعه کې ناروا عمل دی. مګر د دې لپاره چې د خلکو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو، فساد او وينې تويولو مخه ونيول شي، دروغ ويل روا دي او شريعت دې ته دروغ نه دي ويلي. لکه چې امام بخاري رحمة الله عليه په صحيح البخاري کې حديث شريف روايت کړی دی (صحيح البخاري څلورم ټوک ۲۴۰۳ ح)
ژباړه: هغه څوک چې دروغجن نه دی، خو د خپلو درواغو پر اساس د خلکو په منځ کې سوله کوي، په خپلو درواغو سره د دوو کسانو تر منځ اختلاف پای ته رسوي او يا د خير خبره کوي، دغه کس دروغجن نه دی، د دغه حديث شريف دلا روښانتيا لپاره د امام خطابي (رح) نظر په لنډ ډول ذکروم:
امام خطابي (رح) د دغه حديث شريف مفهموم د خلکو تر منځ سولې ته هڅونه او د خلکو تر منځ اختلاف له منځــه وړل او يا د اختلافـــاتو مخــنيوی کــول ښيي؛ ځکه چــــې رسول الله (ص) د الله (ج) په رسۍ منګولې لګولې دي، په داسې حال کې چې د خلکو تر منځ اختلاف اچول په دين کې درز پيدا کوي، نو هغه څوک چې د خلکو تر منځ سوله کوي، د ثواب او فضيلت هغه مقام ته رسېږي چې د نفلي روژې نيوونکي او نفلي عبادت کوونکي او نفلي صدقې کوونکي له درجې څخه ډېر پورته دي؛ ځکه چې هغوی د ځان لپاره لګيا وي او سوله کوونکی د ټولنې لپاره.
همدا شان په بل ځای کې راځي چې سوله د الله (ج) حکم هم دی، الله(ج) په قران کريم کې داسې فرمايلي دي: فاتقواالله واصلحوا ذات بينکم و اطيعواالله ورسوله ان کنتم مؤ منين (سورة الانفال- ۱)
ژباړه: اې مسلمانانو! تاسو له الله (ج) څخه ووېرېږئ او په خپل منځ کې سوله وکړئ او د الله (ج) له استازي حضرت محمد (ص) څخه اطاعت وکړئ، که چېري مؤمنان ياست.
الله (ج) په پورته ايت شريف کې دا شرط اېښی دی چې له الله (ج) څخه ووېرېږئ او د الله(ج) او د هغه له استازي څخه اطاعت وکړئ، په خپل منځ کې جګړې، شخړې او اختلافونه مه کوئ؛ ځکه چې الله (ج) ستاسو تر منځ هر ډول شخړې حرامې ګرځولې دي او په بل ځای کې د مؤمنانو د صفاتو په ترڅ کې د (رحمآء بينهم) صفت ذکر کوي چې دا هم د دې بېلګه ده چې مسلمانان بايد خپلمنځي اختلافات د خبرو او روغې جوړې له لارې حل کړي، نه د جګړو او شخړو له لارې.
پورته ټولو الهي احکامو او نبوي احاديثو ته په کتو بايد هڅه وکړو چې په ګران هېواد کې د روانو بدبختيو د له منځه وړو لپاره هر ممکن اقدام وکړو، تر څو د جنګ جګړو له دې بدمرغې بلا څخه د تل لپاره خلاص شو. نو پر موږ ټولو لازمه ده چې په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره په يو اتفاق سره کار وکړو او خپل ټول شته مشکلات پورته ذکر شوو قراني اياتونو او نبوي احاديثو ته په کتو د خبرو له لارې حل کړو.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.