Language

ژباړونکی: ضیاالله اختر

په افغانستان کې د یو نه قابوکېدونکې ستونزې په توګه د یو کمزورې ادارې سېستم له امله فساد دوه چنده شوی. اوس مهال افغانستان د نړۍ په کچه د فاسدو هېوادونو په درجه بندۍ کې یواځې د سومالیې او شمالې کوریا څخه مخکې، ۱۷۵م ځای لري. د کمزورې دولتې ادارې او رشوت شتون په افغانستان کې د روانې نا امنۍ د عمده لاملونو څخه دي.

د نامناسبې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت نشتوالی د افغانانو د حکومت ضد احساسات راپارولې او اکثره وخت د طالبانو او نورو تروريستې ډلو سره خلک له دې امله ملګري کېږي.

د ۲۰۱۳ کال جولای میاشت کې د امریکا د متحده د سولې انسټېټیوټ (USIP) آسکر موسسې ته، د نوموړې موسسې د فساد سره د مبارزې تر عنوان لاندې کنړ ولایت کې عامو خلکو او مدنې ټولنې غړو ته زده کړه ورکولو او پوهاوي خپرولو کې پراخه رول لوبولو په خاطر مالي مرسته وکړه.

آسکر مدنې تولنو ته پوهاوی ورکړ تر څو د مربوطه ټولنو سره په ګډ کار کولو سره د عدم تشدد د ولسې مبارزې په پوره معنی پوهاوی ترلاسه او د یوې غوره دولتدارۍ د موثریت او رول په اړه خپل معلومات لا زیات کړي.  

آسکر د ۱۶۱ مدنې ټولنو غړیو لپاره سیمینارونه په لاره اچولې وو چې د ۶۴ ښځو په ګډون په کې ديني عالمانو، ولسوالۍ شورا غړیو، قومي مشرانو، ژورناليستانو، ځوانو او مدني فعالانو هم برخه درلوده. د سیمینار لپاره آسکر د ماریا جی. سټیفان( د یو اس آی پي د پالېسۍ مشره همکاره) لیکلی کتاب، په منځنې ختیځ کې د ولسې مبارزې، دیموکرټایزیشن(دیموکراتیک کېدنه) او حکومتولي، په پښتو ژبه وژباړه کوم چې د پام وړ مدنې تحریکونو تاریخچه بیانوي او د مترقې دولتدارۍ لپاره ستراتیژې، سیاسي طنز، مذهب، اسلامپال خوځښتونو او د سیمه ییزو لوبغاړو رول ارزوي.

سټیفان وایې ″د پوهې د سمون او ستراتیژیک عدم تشدد لپاره په افغانستان کې د احمدالله ارچیوال او آسکر موسسې څخه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي. د دوې د سیمینارونو او ورکشاپونو د یوې برخې په توګه د عدم تشدد د کمپاینونو او تحریکونو په اړه مالومات ورکولو سره سره دوې د خپل تاریخ څخه د اغېزمنو ولسې مبارزو نمونې هم وړاندې کوي“.

 ″دوې د افغانستان په جنګ ځپلو ځایونو کې په دې موضوع شعور او فکر رامنځته کوي چې څرنکه قضا او غوره حکومتولۍ ته د عدم تشدد په ریښتینې ماناوو سره پرمختګ ورکړي.دا د افغانستان د بیا رغونې په لار کې خورا ستر ګام دی “

د ورکشاپونو څخه وروسته آسکر د رضاکارانو ۳۴ کسیزه کمیته تشکيل کړه چې اوس یې تمرکز د مثبت اجتماعي فعالیتونو په لاره اچول او د فساد د شته ستونزو حل او په افغاني ټولنه کې د شفافیت لپاره غږ پورته کول دي.

د ولسي مبارزې په اړه د پوهاوي خپرېدنې او زیاتوالي تاثیرات په بدلون راډیو، یوه سیمه ییزه راډیوې شبکه، کې د مطالعې وړ دي. نوموړې راډیو د ګردي میزونو او مباحثو د دایرولو له لارې د ادعا په ډول د فساد په اړه ثبت شوې پيښو په اړه څېړنیز راپورونه خپروي. د کنړ د مرکزي سرک د بیا جوړونې په اړه تحقیقي راپور د دې بحثونو یوه بیلګه ده. کنړ غږ، محلې مجله، هم د فساد او دولت کې د شفافیت مربوط مقالو په خپرولو بوخته ده.

ګډونکوونکې او د سیمې ځوانان يې د آسکر هڅو متاثره کړي چې اوس هم د ورکشاپونو د اصلي موضوع په اړه خبرې اترې کوي او د ولسوالیو د ځوانانو شوراګانو کې د پراخ ګډون له لارې نیټورکینګ (شبکه جوړونه) کوي.

د ولسي مبارزې ورکشاپونو ځوانان رضاکارانه کارونو ترسره کولو ته هم تشویق کړي. د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په لومړي او دويم دور کې له دغو ورکشاپونو څخه فارغو ځوانانو د ناظرینو په توګه پر ټاکنو نظارت وکړ.

د امریکا د متحده د سولې انسټېټیوټ (یو اس آی پي) او آسکر افغان ځوانان دې ته چمتو کړي تر څو د ځوان رهبرانو په توګه د خلکو تر مشرۍ لاندې هڅو ته په وده ورکولو سره د سوله ییز افغانستان لپاره د یو موثره جزٔ په توګه د غوره حکومتدارۍ ملاتړ وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p class="rtejustify" dir="RTL">احمد هیواد رهیاب یکی از رضاکاران افغانستان است که از مدت چندین سال بدینسو در مرکز و ولایات در حوزه های مختلف رضاکاری نموده است.</p>