لغمان دپلازمېنې په ګاونډختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ډیری وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي اوله دې لارې دخپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه پيدا کوي،په تېره یوه نیمه لسیزه کې هسې چې لازمه وه ددې ولایت پرمختیايي، ښوونیز،روغتیايي او ټولنیزوبرخوته خاصه پاملرنه نه ده شوې،اوس هم ددې ولایت ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري،ځیني يې احاطوي دیوالونه نه لري اویو شمېر نور يې بیا دسېلابونو او سیندونو له تخریب سره مخامخ دي،ددې ولایت مېشت اوسېدونکي دخپلو روغتیايي ستونزو دحل لپاره په جلال اباد اوکابل تکیه کوي،د انکشاف په برخه کې يې په شویو کارونو هم تر ډیره حساب نه کیږي،دبېکارۍ،فقر او تنګدستۍ موجودې ستونزې هم ددې ولایت دځوانانو،کورنیو او فامیلونه ژوندتریخ کړی دى.
دنظر خاوندان په دې اند دي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې هېواد ته د نړیوالو له پراخو مرستو سره ،سره دوخت ادارې او مسوولینو ونه شوی کولی چې ددې ولایت دمېشتو ولسونو دستونزو دحل ،ټولګټو لویو او وړو بنسټیزو پروژو دتطبیق او ځوانانو ته دکارموندنې په برخه کې اړین کارونه ترسره کړي.
موجودو ټولو ولسي ستونزو او ننګونو ته د حل لار موندنې په برخه کې دغه ولایت ته د والي په صفت د عبدالجبار نعیمي لیږل د ملي یووالي حکومت یو پر ځای ګام و،د اوږدې او غوره کاري تجربي لرونکي والي نعیمي څه دپاسه یو کال وړاندې په دغه ولایت کې رسماً د والي په صفت دنده پيل کړه او د مسوولیت د پيلیزې ورځې يې په دغه ولایت کې د ولسي غوښتنو دپوره کولو، د غوره حکومتدارۍ د بنسټونود تقويې، د عدالت د تامین، بیارغنیز انکشاف دپراختیا او ډاډمن امن دټينګښت په برخوکې د مثبت بدلون راوستلو په موخه دقومي مشرانو،دیني علماوو، سیاسي احزابو دنماینده ګانو،ولایتي شورا وکیلانو ،ددې ولایت د پارلماني وکیلانو ، ځوانانو،مدني فعالانو،میرمنو او په ټوله کې ددغه ولایت دبېلابېلو اقشارو دنماینده ګانو او روڼ اندو سره پرله پسې مشورتي ناستې ترسره کړې څو ددوی له خولې موجودې ستونزې،وړاندېزونه او سالمې مشورې واوري او په رڼاکې يې دلغمان ولایت د متوازن پرمختګ،ځوانانو ته دکارموندنې،روغتیايي، ښوونیزې اوانکشافي پراختیا ترڅنګ نورو بېلابېلو برخوکې لومړیتوبونو ته په کتو اړین ګامونه پورته کړي.
امنیت او بیارغنیز انکشاف چې ددغه ولایت د مېشتو ولسونو تر ټولو لومړۍ غوښتنې وې سیمه ییزې ادارې يې دپوره کولولپاره پراخې هڅې پيل کړي،دا چې په لغمان کې د نعیمي د یو کال نه زیات وخت کیږي خوشبختانه تر ډیره يې د هراړخیزو برخو ترڅنګ د امنیت تامین او د امنیتي ارګانونو ترمنځ دهمغږۍ په برخه کې شویو هڅو مثبت رنګ راوړى او په دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي په بشپړ ډول ښه شوې،چې همدا ګډه همغږۍددې لامل شوې څو په لغمان ولایت کې ددښمن د سترو تروریستي بریدونو او کړنو څخه په وخت مخنیوى وشي.
وضعیت لاهم په ټوله معنی ډاډمن نه دی، وخت نا وخت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې وسله وال مخالفین د څو دقیقو لپاره لویو لارو ته راوځي،دخلکو نه پوښتنې ګرویګنې کوي او ځیني وخت خو ان خپل هدف هم ترلاسه کوي، خو ددې ټولو سره،سره ولایتي اداره هڅه کوي چې په مرکز کې د اړوند وزارتونو او په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي ځواکونو په مټ وضعیت په بشپړ ډول کابو کړي، په همدې موخه دغه ولایت ته په وروستي یو کال کې په ځلونو د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړي امنیتي پلاوي راغلي،ستونزې يې له نږدې لیدلي،اوریدلي او ارزولې دي او په یو شمېر لوړ تهدید لرونکو سیموکې يې دنویو پوستو دایجاد او دمحلي پولیسو د رامنځته کیدو په برخه کې عملاً اقدامات ترسره شوي دي.
ددې لپاره چې امنیتي ځواکونه په لوړ او عالي مورال سره امنیت تامین کړي څو څوځله د امنیتي ځواکونو د تشویق او هڅونې په موخه سترې ولسي غونډې چې زرګونو کسانو په کې برخه لرله جوړې شوي ،زړور سربازان او افسران ستایل اوتقدیر شوي او په منظم ډول په مرکز او ولسوالیو کې د لویو لارو پرسر د پرتو امنیتي پوستو څخه شپه ورځ لیدنې او کتنې ترسره شوې دي،دلته په لغمان کې د امنیتي ځواکونو مورال کاملاً لوړ دی او لا يې هم دښمن نه دی پرېښی چې عامه نظم ګډوډ او ددغه ولایت پرمختیايي انځور کم رنګه او پيکه کړي.
بیارغنیز انکشاف دومره پراخ شوی چې ان فکر يې نه کیده، په وروستي یو کال کې د وطن ګټو،کله ګوش سترو بندونو سروې ګانې بشپړې شوي او د شاهي کانال حیاتي ،اقتصادي او له اهمیته ډکې پروژې سروې جریان لري،د سراج تاریخي کلا چې د مهترلام په زړه کې پرته ده او لسیزو جګړو يې سینه غلبیل کړې وه دبیارغونې لپاره يې عملاً کار جریان لري چې د دوه کلونو په موده کې به بشپړه او ورغول شي.
ددې ترڅنګ د ولایتي ادارې په هڅو او د ولس په ملاتړ په دغه ولایت کې دګڼو دولتي ادارو او ریاستونو لپاره د ودانیو جوړولو کار جریان لري، دسر پټې جمنازیوم کار نوي سلنه بشپړ شوى،د حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شوى چې اوس مهال په کې سل تنه بېلابېلې حرفي زده کوي، د ځوانانو هميشنۍ غوښتنې چې دکریکټ نړیوال میدان جوړول وه هم هڅې وشوې، په همدې میاشت کې يې عملاً د جوړیدو کار پيل شو،د برېښنا شبکه لس زره کورونو ته غځیدلې او ۹ زرو نورو ته د غځیدو په حال کې ده، دسل بستریز روغتون په ټپه ولاړ کار او تر پنځوسلنې زیات بشپړ شوى چې پاتې به يې هم په روان کال کې تکمیل او دغه ستر روغتیايي مرکز به عملاً د لغمان او نورستان ولایت روغتیايي ستونزې حل کړي.یوشمېر ښوونځیوته د ودانیو او ۲۵ نورو ته د احاطوي دیوالونو دجوړیدو چارې روانې دي،ښوونیزې ودې پراختیاموندلې او ددغه ولایت په مرکز اوولسوالیو کې د ګڼو ښوونځیو د تعمیر جوړونې، احاطې او بیارغونې کارونه رونه دي. دبابا صاحب تاریخي زیارت د غځیدلي سړک قیر ریزي چې درې ورځې وړاندې پيل شوې په راتلونکو درې ورځو کې به بشپړه شي.
دغوره حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويې،خلکو ته د رغنده او شفافو خدماتو د ترسره کولو او په بېلابېلو ادارو کې د ازادو سیالیو له لارې دځوانانو مقرري جریان لري، تر پنځو سوو زیات ځوانان چې میرمنې هم په کې شاملې دي د ازادو سیالیو له لارې مرکز او ولسوالیو کې په ادارو کې په بېلابېلو بستونو ګومارل شوي او ترڅنګ يې په دغه ولایت کې د ځوانانو دعلمي سطحې د لوړاوي په موخه دلنکن ښوونیز مرکز هم پرانيستل شوی چې د ادارې،کمپيوټر ،انګلیسی او انټرنیټ په برخوکې ځوانانو ته وړیا زده کړې ورکوي.
د دولتي ،غیر دولتي او نړیوالو موسسو پاملرنه د پخوا په پرتله دغه ولایت ته په بېسارې توګه زیاته شوې،لغمان چې پخوا به ورته د موسساتو کارمندانو په مرمۍ ضد موټرو کې هم سفر نه ترسره کولو اوس يې عملاً په دغه ولایت کې خپل دفترونه پرانيستې او خلکوته بشري او اقتصاد رغونکي خدمات ترسره کوي، دهمدې تلاشونو او د باور فضا جوړونې په پایله کې یوازې په وروستي یو کال کې ددغه ولایت ۱۵ زره بې وزلې فامیلونه د خوراکي ،غیر خوراکي توکیو او نغدي مرستوڅخه برخمن شوي او په بېړنیو حالاتوکې دټولو سره په وخت بشري مرسته ترسره شوې.
د ولایتي ادارې رهبري چې له پراخ ولسي ملاتړ برخمنه ده،په پرله پسې توګه یې ددې ولایت دمېشتو ولسونو د ستونزو دحل لپاره دمرکزي دولت ،اړوند سکتوري او امنیتي وزارتونو ، نړیوالو مرستندویه نهادونو او د دوستو هېوادونو دسفارتونو سره په رسمي بڼه ټولې ستونزې یو په یو شریکې کړي او له تعقیب وروسته يې په ډیرو برخوکې دپام وړ لاسته راوړنې هم ترلاسه شوې دي.
د لومړي ځل لپاره د ولسي غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه د ولایت مقام رهبري له لوري په ادارو کې په ډیر جدیت سره چې دمامورینو کسري معاش په کې حتمې دی په غیر حاضري بندیز لګیدلی ،هیڅوک نه شي کولی چې پرته له کوم عذر غیر حاضري وکړي او که له دې سره سره کوم دولتي مامور دا غیر قانوني کړنه ترسره کوي،له مراجعینو سره ناوړه چلند کوي،په چاروکې بې ځایه ځنډ اوخنډ رامنځته کوي،پرته له ځنډ به يې ځای پر بل وړ کس ډک او له دندې به ګوښه شي.چې دې چارې دپخوا په پرتله نوي سلنه د ولسي خدماتو په وړاندې کولو اوترډیره ددولت او ولس ترمنځ د موجود واټن په راکمولو کې رغنده رول لوبولی دی، خلک په دې خوښ دي چې په هیڅ دولتي اداره کې ددوی چارې چې پخوا به په میاشتو ،میاشتو ځنډېدې اوس نه ځنډیږي.
د ټولو هغو وروستیو پرمختګونو چې دخلکو په ژوند کې يې دیو نوي پسرلې باب پرانيستی او ولسي مړاوې هېلې يې راژوندۍ کړي یادول به يې ډیر وخت ونیسي،له ټولو يې تېریږم او خپلې کلمې په دې را ټولوم چې د نوې ولایتي رهبرۍ په راتګ سره په دې ولایت کې سوله ییزې هڅې هم دپخوا په پرتله څو برابره پراخې او چټکې شوې دي،په پرله پسې توګه ددې ولایت ددیني علماوو، مخورو قومي مشرانو،دسیاسي احزابو نماینده ګانو او دټولنې دبانفوذه اشخاصو سره ناستې او لیدنې ترسره شوي،ترڅودوی دخپل محبوبیت او نفوذڅخه په استفادې په دې ولایت کې د سولې له روان بهیر سره مرسته وکړي او د ډاډمن امن په ټېنګښت کې ګټور ګاموته پورته کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.