د امنیت ،ښې حکومت دارۍ او انکشاف په برخوکې دلغمان ولایتي ادارې وروستۍ لس ورځنۍ هڅې :
په لغمان ولایت کې د ډاډمن امنيت دټېنګښت، دغوره حکومتدارۍ او انکشاف دبنسټونو د تقويې لپاره د سیمه ییزې ادارې هڅې شپه او ورځ جاري دي، دلغمان ولایتي ادارې رهبري هڅه کوي چې تر هرڅه لومړی په دغه ولایت کې د ډاډمن امنيت دټينګښت لپاره غوره ګامونه پورته کړي، په همدې موخه ستاسو پام د سیمه ییزې ادارې مشرتابه وروستیو لس ورځنیو هڅو ته را اړوم .
د روان کال دچنګاښ په ۲۵ نېټه لغمان والي عبدالجبار نعیمي دهېواد له جمهور رئیس سره هغه مهال چې ختیځ ته يې سفر درلود، دمیشتې ۲۰۱ سېلاب قول اردو په انګړ کې ځانګړې لیدنه وکړه،په دغه لیدنه کې يې دهېواد جمهور رئیس ته دلغمان دهر اړخیز وضعیت ،پرمختګ،حکومتدارۍ او امنیت برخې په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د خپلو خبرو پر مهال يې ولسمشر ته په لغمان کې د امنیتي وضعیت د بهتروالي، د ادارو د پیاوړتیا په برخو کې یو شمېر اړین وړاندیزونه وړاندې کړل او له جمهور رئیس څخه يې همکاري وغوښته.
د هېواد جمهو رئیس ډاکټر محمد اشرف غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په انګړ کې د ختیځ زون والیانو امنیتي مسوولینو ،جنرالانو، افسرانو او سربازانو ته هم وینا وکړه،د امنیتي ځواکونو له قربانیو څخه يې د ستاینې ترڅنګ دوی ته امر وکړ چې د مخالفینو دځپلو لپاره یوه شېبه هم له لاسه ورنه کړي او په هرځای کې تروریستي ډلې په نښه کړي.
د هېواد ولسمشر دافغان ځواکونو دپياوړتیا په اړه هم ټولو ته ډاډ ورکړ او یاده يې کړه چې اوس مهال دهېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د پخواپه پرتله پياوړي شوي دي،ښې وسلې،مهمات،جنګي وسایط او هوايي ځواک لري چې کولی شي لازیات مخالفین،تروریستي ډلې او داعش وځپي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د چنګاښ په ۲۵ مه نېټه په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزیر ډګر جنرال تاج محمد جاهد سره لیدنه وکړه ،په دغه لیدنه کې يې له نوموړي سره یو په یو د لغمان پر امنیتي وضعیت ،دملي اومحلي پولیسو پرتشکیل،اکمال،تجهیزاو تحکیماتو هر اړخیزې خبرې وکړې او له جاهد څخه يې دغه ولایت ته دلازیاتې پاملرنې او د امنیتي وضعیت د بهبود په برخه کې د اړینې توجه اوهمکارۍ غوښتنه وکړه، نعیمي همداراز دکورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره په لیدنه کې د پولیسو په لیکو کې د لازیاتو اصلاح او سمون راوستو او امنیه قوماندانۍ ته د واکونو د ورکړې په برخو کې بېلا بېل وړاندیزونه وړاندې کړل او له جاهد یې وغوښتل څو په یادو او ځینو نورو مهمو برخو کې د لغمان ولایت د امنیت د تامین او بهتروالي په خاطر د لغمان د پولیسو وضعیت ته خاصه پاملرنه وکړي.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد بیا په خپلو خبرو کې په دغه ولایت کې د امنیت د تامین او له پولیسو سره د ولسي ملاتړ په جلبولو کې د لغمان ولایت مقام د هلو ځلو د ستاینې تر څنګ وویل چې دوی ژمن دي څو په لغمان ولایت کې د ولسونو او ولایتي رهبرۍ په همکارۍ د خلکو د ژوند د خوندیتوب او د امنیت د ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
ډګر جنرال تاج محمد جاهد ژمنه وکړه چې د لغمان ولایتي رهبرۍ له لوري شویو ټولو وړاندیزونو او د پولیسو په لیکوکې د لازیاتو اصلاحاتو او سمون برخې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ولایت مقام رهبرۍ د خپلو پرله پسې رسمي لیدنو کتنو په لړ کې د چنګاښ په ۲۶ مه نېټه د ملي دفاع وزارت له مشرتابه ډګر جنرال عبدالله حبیبي سره لیدنه وکړه،ددغې لیدنې پرمهال نعیمي له نوموړي سره د امنیت په برخه کې د لغمان ولایت د ولسونو نیوکې او غوښتنې شریکې کړې او په دغه ولایت کې د مېشتو ملي دفاعي ځواکونو د اکمال،تجهیز،تشکیلاتو،تحکیماتو او نویو بیزونو د ایجاد په برخه کې هم د وزارت مقام ته اړین وړاندیزونه وړاندې کړل.
لغمان والي همداراز په دغه ولایت کې شوي انکشاف ته په اشارې له دفاع وزارت څخه وغوښتل چې د امنیت په بهبود کې د رغنده همکاري په ترسره کولو سره لازیات دلغمان پرمختګ ته زمینه برابر کړي،ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې هر سکتور په خپله برخه کې ولس ته رغنده ټولګټي پروګرامونه او پروژې ترسره کړي.
د ملي دفاع وزیر له لغمان والي مننه وکړه چې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او هڅونې په تړاو یې پراخ ولسي ملاتړ راجلب کړی او څو څوځله يې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډې جوړې کړې دی، نوموړي د خلکو نیوکو او اندېښنو ته په کتو ژمنه وکړه چې د لغمان ولایت د امنیت د تامین لپاره به ځانګړي اقدامات وکړي او د شویو وړاندیزونو په اړه به د وزارت ټولې ادارې موظفې کړي څو ورته اساسي رسیدګې وکړي.
د چنګاښ په ۲۳ مه نېټه لغمان والي عبدالجبار نعیمي ددغه ولایت د اساسي پرمختګ په موخه د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد سره لیدنه وکړه او په دغه لیدنه کې يې له نوموړي سره د انکشافي برخې ټول اساسي وړاندیزونه یو په یو شریک کړل او غوښتنه يې وکړه چې په مرکز او لسوالیو کې دلغمان دخلکو غوښتنو ته اساسي پاملرنه وکړي.
لغمان والي په مرکز او ولسوالیو کې د پروژو د قراردادونو عقد،په ځنډ سره ولایت ته د انکشافي بودجې انتقال او د پروژو په قرادادونو کې شته ستونزې د بیارغونې او انکشاف پر وړاندې جدي ننګونې یادې کړې،د اقتصاد وزارت له وزیر څخه یې هیله وکړه چې له سکتوري وزارتونو سره په همغږۍ د دغو ستونزو او خنډونو مخه ونیسي.
په همدې لیدنه کې لغمان والي د ملي پارک ،لوبغالي او یو شمیر نورو هغو پروژو د منظورۍ غوښتنه هم وکړه چې پخوا یې ژمنې شوې وې، مګر تر دې مهاله یې په اړه عملي ګامونه نه دي اوچت شوي.
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د لغمان ولایتي ادارې له ټولو هغو اساسي کړنو او تلاشونو څخه چې ددغه ولایت د انکشاف اوپرمختګ په موخه يې ترسره کوي ستاینه وکړه او یاده يې کړه چې د لغمان ولایتي ادارې لخوا ورته دلغمان ولایت ټولې بنیادي غوښتنې رسیدلې او په خپل وخت يې له اړوند سکتوري وزارتونو سره شریکې کړې دي،نوموړي ډاډ ورکړ چې ټولې مرستندویه ټولنې به وهڅوي چې په لغمان کې خپل فعالیتونه پیل او خلکو ته غوره خدمتونه ترسره کړي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ولس د هر اړخیزو غوښتونو او وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ ددغه ولایت انکشاف،نفوس او پرخوالي ته په کتو د سرخکانو،فرشغان،نورلام صاحب او نیازیو په نوم د نویو اداري څلورو واحدونو د ایجاد غوښتنه دسیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دسرپرست عبدالباقي پوپل سره د چنګاښ میاشتې په ۲۶ نېټه دنوموړي په دفتر کې مطرح کړه او د یاد ولایت دموجودو ولسوالیو د اکمال،پیاوړتیا او تجهیز ترڅنګ یې د ولایت مقام لپاره د نویو تاسیساتو د ژر جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست د ښې حکومتوالۍ،انکشاف او ولسي مشارکت په عرصو کې د لغمان ولایت سیمه ییزې ادارې هڅې وستایلې او ژمنه يې وکړه چې ددغه ولایت ټولې اساسي غوښتنې به تعقیب او اړونده مرکزي ادارې به وهڅوي څو شویو وړاندیزونو ته ژر تر ژره مثبت ځواب ووايي او هر وزارت په خپله برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
دغه راز د لغمان والي نعیمي د زمري میاشتې په دوهمه نېټه دښاري پراختیا وزیر سیدسادات منصور نادري سره د وزارت مقام په مقر کې دلیدنې پرمهال نوموړي ته دلغمان ولایت د هر اړخیز وضعیت او انکشاف په اړه معلومات ورکړل، د کور اوښار جوړونې د وزارت مقام له رهبري يې په دغه ولایت کې دصنعتي پارکونو دجوړېدا ترڅنګ د یو ستر ملي پارک دجوړولو او په ولسوالیو کې د ښاري پراختیا ودې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ښاري پراختیا وزیر نادري بیا دلغمان سیمه ییزې ادارې رهبرۍ له لوري دشویو وړاندیزونو او غوښتنو په ځواب کې ژمنه وکړه چې ژر به په لغمان کې دیو ستر ملي پارک دجوړېدو چارې پيل کړي او هم به په ولسوالیو کې دښاري پراختیا ودې ته اساسي پاملرنه وکړي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي دکابېنې له وزیرانو سره د پرله پسې لیدنو په لړ کې وروستۍ لیدنه د زمري په درېیمه د ماليې وزیر اکلیل حکیمي سره وه، نعیمي په دغه لیدنه کې د هغو بنیادي او سترو پروژو رسمي وړاندیزونه مالیې وزیر سره شریک کړل چې تطبیق یې د هر لغماني عمري او اساسي غوښتنه ده..
نعیمي په دغه لیدنه کې دماليې له وزیر سره په لغمان ولایت کې د شاهي کانال،وطن ګټو او ګله ګوش بندونو ، سړکونو، دولایت مقام لپاره دنويو تاسیساتو،سپورټي کمپلکس،ملي پارک،ښوونځيو،د پوهنتون لپاره د نويو اړینو ودانیو ، پلونو او یو شمېر نورو پروژو یادونه هم وکړه او یاده يې کړه چې ددغو پروژو تطبیق دلغمان ولسونو عمري هیلې دي
نعیمي همداراز مالیې وزیر ته بلنه ورکړه چې د کابینې د یو شمیر مهمو او کلیدي غړو په ګډون لغمان ولایت ته تشریف راوړي او د خلکو غږ له نږدې واوري.
مالیې وزیر د لغمان ولایتي ادارې له دې نوښت څخه مننه وکړه چې همیشه د ولس غوښتنې تعقیبوي او د هر وزارت دروازه ټکوي، نوموړي د لغمان ولایتي ادارې مشرتابه او ولسونو ته ډاډ ورکړ چې راتلونکي کال کې به په ملي بودجه کې دلغمان ولایت سترې او بنیادي پروژې شاملې کړي او دیو شمېر نورو ټولګټو پروژو لپاره به فوق العاده بودجه منظوره کړي او ترڅنګ به يې په همدې نږدي ورځو کې د ولایت مقام لپاره دنویو تاسیساتو د جوړېدو کار عملاً پيل کړي.
نعیمي د خپلوپرله پسې لیدنو په وروستیو کې د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم ځانګړې ناسته درلوده چې یو په یو يې ورته د لغمان دخلکوټولې ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل چې د عبدالله لخوا ورته دهر اړخیز ې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړل شو .
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.