Language

author avatar
10 Nov 2019 - 16:02
author avatar
10 Nov 2019 - 16:02

“هند، ایران، روسیه  او ترکیه باید په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې جګړه وکړي؛ د تروریزم پر وړاندې درېدل یوازې د متحده ایالتونو مسوولیت نه دی، زموږ ځواکونه به په بشپړ ډول له افغان خاورې نه وځې، موږ به یو څوک ولرو تر هغه چې د طالبانو د بیا پورته کېدو امکان موجود وي. متحده ایالات له ۷۰۰۰ میله واټن څخه د ترهګرۍ پر وړاندې افغانستان کې جګړه کوي او هند او پاکستان د دروازې مخې ته څه نه  کوي” د ولسمشر ډونالډ ترمپ دې وینا د هند افغان- پالیسۍ ته د بیا کتنې، ننګونې او ځان لیدنې نوی فصل پرانیستی دی.

امریکا ته طالبان تر هغه چې القاعدې ته یې پناه ورکوله، ستونزه او تهدید نه وو، د ۹/۱۱ پېښې را دېخوا امریکا لوړ میزان لګښت ورکوي او د ولسمشر ټرمپ د دغه ټینګار چې هند د تروریزم پر وړاندې افغان جګړه کې مخامخ مرسته وکړي، بنسټیز محور هم همدا د لوړو لګښتونو سکالو ده.  اوس پوښتنه دا ده چې د هند پخوانۍ افغان پالیسي د سیمې د نوو پرمختګونو لپاره څه غبرګونونه، بدلونونه او بدیلونه وړاندې کوي؟ هند به په افغانستان کې د خپل نرم‌ځواک (Soft power) او ستراتیژیک عمق (Strategic deep) ساتلو ته له کومې زاویې دوام ورکوي؟

امریکا د هند په ګډون له پورته هېوادونو غواړي په افغانستان کې جګړه وکړي، له هنده غواړي عسکر ولېږي، جګړې ته وسله وپېري، د افغان ځواکونو حربي مهمات چمتو کړي، امریکايي لیدلوری یې یو ستراتیژیک دوران (Strategic Cycle) ګڼي، په باور یې چې که هند د افغان جګړې کرښو ته ستون نه شي، هغوی به کشمیر ته راشي- هندي لوری ټینګار کوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې د ټرمپ یا پنټاګون ستاینلک ته اړ نه دی او لا له وړاندې یې د عسکرو لېږل رد کړي، هند افغان ځواکونو ته د هلیکوپټرو، وسلو، جګړه‌يیزو مهماتو، اردو، پولیسو او په ځانګړي ډول د کومانډویانو او پیلوټانو روزنې له لارې د افغان دولت ملاتړ او د افغان جګړې د غیر مستقم حضور برخوالۍ ته زړه نیسي.

د هند په پالیسۍ کې د طالب، اسلامي دولت او نورو پاکستاني ترهګریزو ډلو تعریف او ځای یو دی؛ ځکه نو د افغان دولت په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي. د هند په باور، که طالبان له افغان دولت سره د واک په شراکت یا سولې کې نتیجې ته ورسېدل، د اسلامي دولت، حقاني یا ورته جوړښت په متفاوت نوم بله ډله راپورته کوي، تر څو ستراتیژیک عمق (Strategic deep) او بایللی نفوذ بیا احیا کړي.

هند د افغان سولې او جګړې له روان بهیره د هند ستره اندېښنه د افغان دولت او طالب د غیر متجانس جوړښت وېره ده، هند فکر کوي چې د اساسي قانون او شرعیت ترکیب غیر متجانس دی او د طالبانو په راتګ د کورنۍ جګړې (Afghan civil war) اور نه سي درولی. هند اندېښنه لري چې پاکستان هڅه کوي حقاني پر ځای وساتي او یوه برخه د طالبانو د مخالفت او اسلامي دولت بیا سره یو کړي او د هند پر وړاندې یې وکاروي. هند فکر کوي چې متحده ایالات هم د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې واحد دريځ نه لري، د متحده ایالاتو ستراتیژیک امنیتي ساختار (Deep State) لکه د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) او د دفاع وزارت (Pentagon) له سپینې ماڼۍ سره دوه رنګي لري؛ داسې ښکاري لکه د ولسمشر ټرمپ اداره چې له (Two track presidency) پراخ درز څخه رنځ وړي.

هند له طالبانو سره چې د هغوی د امارت پر وخت یې هم د ښکاره دښمنۍ اعلان نه و کړی، جدي ستونزه نه لري؛ ځکه نو د اسلامي دولت، القاعدې، لشکر طیبه، جهیش محمد او نورو پاکستاني تروریستي ګروپونو رامنځته کول د پاکستان بالقوه عمل ګڼي او امریکا هم له همدې خوږ ګوتې پر هند او سیمې (Regional players) غږ کړی چې د جګړې ډګر ته راستانه سي.

د هند- افغان پالیسي د افغان دولت پر پښو درېدنې، پراختیايي مرستو، پانګونې او سیمه ییز اتصال تمرکز کوي، هند جګړې ته ننوتل نه غواړي، دا د ځان لپاره غمیزه او ضایع ګڼي، فکر کوي چې افغان جګړه شوروي وبایله، امریکا هم نظامي حل نسې وړاندې کولی او هر بل قدرت هم نسې کولی په اسانۍ عسکر ولېږي؛ ځکه بیا ترې وتل ډېر ستونزمن وي. د هند د بهرنیو چارو وزیر په وینا، موږ نه پوهېږو طالبان څوک دي، څرنګه جګړې ته ننوځو، هغوی اصلاً افغانان دي او موږ نه غواړو له افغانانو سره جګړه وکړو.

د هند دریځ:

  • هند له طالبانو سره د مستقمې مذاکرې مېز ته نه ځي
  • که څه هم هند دوه متقاعد ډيپلوماتان د طالبانو د غیر رسمي خبرو اترو لپاره مسکو ته ولېږل.
  • په هند کې ځينې داخلي کړۍ فکر کوي چې له طالبانو سره پرانیستی ارتباط ولري؛ ځکه هغوی د افغانستان د سیاسي پروسې یوه برخه دي، مګر په رسمي او واضح توګه د هند دولت د افغان حکومت په مشرۍ  د سولې د مالکیت ملاتړ کوي.
  • که څه هم طالبانو د هند پر حکومت هېڅکله هم انتقاد نه دی کړی، که دوی د قدرت شریکان ګرځي، هند به وکولی شي خپلو پراختیايي پروګرامونو ته په افغانستان کې دوام ورکړي، او طالب +افغان حکومت به هم د هند- افغانستان له ستراتیژیکې ملګرتیا څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
  • هند به د افغانستان ښه ملګری پاتې کېږي، له افغان دولت سره به د بیارغونې پروسه کې مرسته کوي. د هند پراختیايي پروګرامونو په زرګونه افغان ځوانان له تروریزم څخه را اړولي دي.
  • هند به په افغانستان کې پانګونې ته دوام ورکوي، تر اوسه 3 Billion dollars څخه یې زیاته پانګونه کړې ده.
  • هند غواړي د افغانانو په مشرۍ، کنټرول او مالکیت له هر ډول موضع‌ګیرۍ ملاتړ وکړي او هر لوبغاړي (Stakeholder) ته د افغان دولت له خوا رول مشخص کېږي.
  • هند په افغانستان کې پر مشروع، قانوني او ټاکل شوي دولت باندې ټینګار کوي.
  • هند به د افغان دولت ترڅنګ وي او د پاکستان د مداخلې او له تروریزم سره د تقابل پایه به وي.

ایا هند باید افغانستان ته په نظامي یونیفورم کې ننوځي؟

که چېري هند د جګړې کرښې ته ولاړ نه شې، هغوی (تروریستان) به د کشمیر وادي له لارې د هند ملي امنیت وګواښې. د دې پر ځای چې له هغوی (تروریستان) سره په خپله ځمکنۍ بشپړتیا (Territory) جګړه وکړي، ښه به وي هند له هغوی (تروریستان) سره په افغانستان کې وجنګېږي. (د ټرامپ اداره)

  • هند نه شي کولی ۳۰۰۰ افغان سرتېري هم تمویل کړي، حال دا چې له ۳۰۰۰۰۰ زیات افغان اردو تر ۳ ټریلیونه ډالرو پورې د جګړې لګښت غواړي؛ ځګه نو هند د افغانستان پراختیا ته فنډ ورکوي او غواړي له دې لارې د افغان ځواکونو لپاره دایمي مالي ملاتړ غښتلی کړي.
  • هند جګړې ته ننوتل نه غواړي، دا د ځان لپاره غمیزه او ضایع ګڼي، فکر کوي چې افغان جګړه شوروي وبایله، امریکا هم نظامي حل نشې وړاندې کولی او هر بل قدرت هم نشې کولی په اسانۍ عسکر ولیږي ځکه بیا ترې وتل ډېر ستونزمن وي.

هند څه کولی شي؟

  • هند غواړي له افغان نظامي ځواکونو سره مرسته وکړي، هغوی ته وسلې، توپونه او روزنې ورکړي.
  • هند غواړي له افغان کومانډویانو سره مرستې وکړي او روزنه ورکړي.
  • د واهان له پروسې (Wuhan Process) وروسته د هند د لومړي وزیر او چیني ولسمشر جین پینګ ترمنځ هوکړه وشوه چې د (China-India+1 Model) له لارې په افغانستان کې خپلې مرستې او فعالیتونه همغږي کړي.
  • د چین، هند جمعه یو موډل له لارې دوی توافق کړی چې افغانستان خپل د نفوذ تعادل وساتي، دواړو هېوادونو له دې لارې په مساوي توګه د افغان ډیپلوماتانو د روزنې پروګرامونه پیل کړي، دواړه هېوادونه له همدې تجربې په ګټنه له افغانستان سره امنیتي همکاري کولی شي.
  • که له هنده وغوښتل شي هم، هند لېوال نه دی د سولې په خبرو کې ګډون ولري.

د نورو هېوادونو دریځونه، ګټې او لاسونه:

متحده ایالات: متحده ایالات د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې واحد دريځ نه لري، د متحده ایالاتو ستراتیژیک امنیتي ساختار (Deep State) لکه د مرکزي استخباراتو اداره (CIA) او د دفاع وزارت (Pentagon) له سپینې ماڼۍ سره دوه رنګي لري، داسې ښکاري لکه ولسمشر ټرمپ اداره چې له (Two track presidency) پراخ درز رنځ وړي.

  • پنټاګون د ستراتیژیکو دلایلو په درلودو سره په سیمه کې دایمي پروژه او ګډون غواړي.
  • پر بل اړخ، ټرمپ او نور پوپلسټان چې د ټاکنو له سیالو سره مخ دي، خپل حضور ته له لوړو لګښتونو او ناغوښتلې شوې جګړې څخه برائت ورکول غواړي.

فدراتیفه روسیه: روسیې له وړاندې د خپلو ګټو او دلایلو پر بنسټ له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

  • روسیه د طالبانو سلطه پر رسمیت پېژنې او د اسلامي دولت او نړیوال تروریزم پر وړاندې یې ستراتیژیک پوتنشیل تلقي کوي.
  • په حقیقت کې د روسیې د پالیسۍ ستر او مهم تاثیر لرونکي پالیسي جوړوونکي پر دې اند دي چې طالبان د اسلامي دولت پر وړاندې د هغوی کارنده ملګري کېدای شي/ دي.

پاکستان: پاکستان د امریکا- طالب جنګیالیو د مستقیمو خبرو اترو او مذاکرې برخوال غړی دی.

  • پاکستان باور لري چې د امریکا- طالب د سولې له پروسې وروسته چې طالب د قدرت شریک ګرځي، پخوانۍ اجنډا او ایډیالوژي به نه ولري.
  • پاکستان به د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د ناامنۍ عناصر تقویه کړي.
  • په دې ډول حالاتو کې چین یوازېني فکتور دی چې پر پاکستان فشار راوړلی شي. چین د (China-Pakistan Economic Corridor) مالي ملاتړی دی، خو هند ته دا لاره چې د چین له زاويې پر پاکستان فشار راوړلی شي، د ستراتیژیک عمق پر زیان ده او هند انګېري چې چین د پاکستان اوږدمهال ژوند نه شي تضمین کولی، (China is not Pakistan’s long-life)  نو ځکه پر پاکستان يې اغېز چې د افغانستان په سوله کې مثبت تمام شي، لنډمهاله او ناکافي دی او په دې سره سیمه ییز رقابتونه لا قوي کېدای شي. د هند په اند، چین له افغانستان سره مستقیمې اړیکې لري او پر پاکستان د نفوذ له درکه باید ورته نومرې او کریډیټ ور نه کول شي.
  • ځیني نور خوځښتونه لکه پښتون ژغورنې خوځښت (PTM- Pashtun Tahafuz Movement) کولی شي د پاکستان افغان پالیسي او سیمه ییزه پالیسي متاثره کړي او په دې سره به د افغان سولې پروسې ته کافي نفس ورکول کېږي.

افغان سوله، ممکنه نتیجې او له هغه وروسته هند:

  • په نږدې سبا کې د سولې خبرو تړون له امکانه لري دی؛ ټرمپ د دوحې خبرې رد کړې او طالبانو د ولسمشر اشرف د سولې اووه ماده يیزه طرحه نه ده منلې.
  • طالبان لا اوس هم پر شریعت او امارتي نظام ټینګار کوي، د واک د شریکېدو او تنوع منلو لېوالتیا نه لري.
  • که فرض کړو له طالب سره د سولې تړون وشي هم، کورنۍ جګړه به ورسره ختمه نه شې، بلکې لا به شدت ومومي؛ ځکه طالبان به د واک رسمي شریکان وي او د خپل مشروعیت تورم به لا شرنګوي.
  • چې په دې سره به نړۍ له غبرګو ننګونو سره مخ وي؛ طالبان او اسلامي دولت ډله.
  • د اسلامي دولت خراسان ډله (IS-K) په منځني ختيځ کې له اسلامي دولت سره اړیکې نه لري، هغوی د مشرتابه وژل قوي تاثیر نه شي واردولی.
  • اسلامي دولت تر طالب ډېر وحشتناک ډیزاین شوی دی.
  • اسلامي دولت له پاکستاني طالبانو (Tahrek Taliban Pakistan – TTP) سره نېغ په نېغه اړیکه لري، له طالبانو سره له ممکنه سولې وروسته د اسلامي دولت لیکو ته پاکستاني طالبان، حقاني او یوه برخه د افغان طالبانو چې د هغوی مشرتابه پرې کنټرول نه لري، یو ځای کوي.
  • دوی به افغانستان د تروریزم پر ځالې واړوي چې دا به جنوبي اسیا او مرکزي اسیا، لکه ازبکستان، تاجکستان او روسیې ته مستقم خطر و اوسي، د نومبر په ۵مه اسلامي دولت ډلې پر تاجکستان حمله وکړه، غالباً هغوی له قندوز ولایت څخه ور اوښتي وو.

مخ پر وړاندې اوږده لار:

  • له طالبانو سره خبرې لنډمهاله پالیسي ده، یوه اړخیزه ده او د سولې- جګړې نور ټول برخه وال باید په کې داخل شي، د بن کنفرانس اشتباه که تکرارېږي، د نوې شخړې زړي شندل کېږي.
  • که د افغانستان د سولې خبرې کامیابۍ ته رسول غواړئ، لومړی باید اوربند وشي، د تروریزم بهرني تمویل کوونکي باید لاس واخلي او د سیمې د سولې او جګړې د ختم لپاره باید په افغانستان کې له ګټو تېر شې.
  • هند او د مرکزي اسیا هېوادونه کولی شي د سیمې په سوله کې مرسته وکړي.
  • نظامي حل وجود نه لري، د افغانستان له دولت سره باید اداري، تخنیکي او د بشري روزنې مرستې وشې، تر څو د افغانستان په حکومت کې د ریفورم او بدلونونو له لارې د سولې داعیه پر رښتیا تر منزله ورسېږي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>سلیم پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې له جگړې- وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست د ماسټري پروگرام محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او مېرمنو د پیاوړتیا په اړه لیکنې کوي. [email protected]</p>