د ټاپي پروژه او یا په بل عبارت د سرو زرو کرښه (ګولډن لاین) د افغانستان او سيمې لپاره خورا لوی اهمیت لري، د دې پروژې د پيل خبرې ۲۱ کاله وړاندې په ۱۹۹۴زېږديز کال کې پيل شوې دي، چې تراوسه یې د عمل جامه نه ده اغوستې، هغه حساسیتونه او رقابتونه چې په سيمه یيز او نړیواله توګه موجود وو، اوس هم شته، چې د دې پروژې د خنډ او ځنډ سبب شوې وه، په ۱۹۹۶ز کال کې د دې پروژې لپاره درې اړخیز مجلسونه پيل شول، په ترکمنستان، پاکستان، ختيځ او لویديځ امریکا کې د دې پروژې د اقتصادي او تخنیکي کار لپاره پروګرامونه جوړ شول، خو بیا هم کوم لیکلی قرارداد نه و شوی، یواځې په هغه وخت کې د ارجنټاین یوې کمپنۍ بريډاس په ترکمنستان کې د تفحصاتو او اوبو څه داخلي صادرات پيل کړي و، د سيمې د سټلايټ او سیزميک سروې ښودلې وه چې د افغانستان په شمول دا سيمه د طبيعي معادنو په ځانګړې توګه له نفتو او ګازو څخه ډکه سيمه ده، همدا وجه وه چې د لویو هېوادونو رقابتونه همدې سيمې ته راورسېدل او د همدې موخې لاس ته راوړنې په خاطر يې د خپل برخلیک لپاره ګړندۍ هڅې پېل شوې.
امريکا چې په دې وخت کې د روسانو د خطرناکې امپراطورۍ د ماتېدو له کبله یو قطبي قوت پاتې شو، هرڅه يې د ځان بلل، پاکستان هم له امريکا سره تر ډېره همغږى و، ایران بیا ډېرې هلې ځلې کولې چې د داخلي صادراتو په لېږد سره د همدې لارې دا پروژه په خپل کنټرول کې راولي، دا چې د امريکا او نورې نړۍ له ایران سره کومه ستونزه وه، همدارنګه د ترکمستان نه لېوالتیا د دې عامل شو چې داسې لویه پروژه تر ډېره د ایران په خاوره کې ممکنه نه وه، نو د افغانستان په بې ثباتۍ کې هغوی د خنډ او ځنډ لپاره پوره رول ولوباوه، چې تر ډېره د دې پروژې د ځنډېدو سبب جوړ سو، ترکمنستان هم د خپلې نوې واکمنۍ او د نړیوال رقابت له ضربې څخه د ځان ساتلو په خاطر تراوسه پورې ډېره حکیمانه حوصله وکړه.
په ۱۹۹۸ز کال کې امريکا بې له لاسلیک شوي قرارداد څخه په کابل او اسلام اباد کې د یونیکال کمپنۍ دفترونه پرانيستل، همدارنګه هغوی د کندهار په ولایت کې د کابل – بولدک دوه لارې سره نږدې د کمپونډ سيمه کې عملي او تدريبي هڅې پيل کړې، ډېری هغه امريکایي افغانان چې بیا له امریکایي حملې سره د امریکا له خوا په حکومت باندې هم واکمن شول، د دغې کمپنۍ مامورین او معاش خواره وو، خو د امریکا له زور او زر سره سره دوی بیا هم د دغې پروژې په بشپړ خپلولو کې ناکام شول او تراوسه پورې هم دا کار په عملي ډول سره پېل نه شو.
په ۱۹۹۹ز کال کې هغه وخت، چې زه د معادن او صنايعو وزارت معین وم، موږ په عشق اباد کې د دې پروژې په اړه مجلس درلود، درې ورځې موږ د درېيو هېوادونو استازو خپلمنځي او دارنګه د هغو کمپنیو له استازو سره مجلسونه درلودل چې په دغه پروژه کې یې د اشتراک لېوالتیا لرله، که څه هم تردې وړاندې یو ځل ما په دې اړه سفر کړی و او د دې پروژې اړوند ډېرو نورو مسوولینو هم سفرونه او مجلسونه کړي و، مګر زموږ د ۱۹۹۹ کال ناسته وروستۍ وه، د دې مجلس په دویمه ورځ د یونیکال کمپنۍ په رول باندې ډېرې خبرې وشوې، پاکستان په دې باندې زیات ټینګار کاوه چې دا پروژه باید یونیکال مخته یوسي، ترکمنستان له یونیکال سره لېوالتیا نه ښودله او د بريډاس کمپنۍ ته یې تر یونیکال ترجیح ورکوله، موږ په اوله مرحله کې د پاکستان لوری ونیو، د شپې لپاره د ترکمنستان ترکمن باشي یواځې موږ ته یو خاص دعوت راکړ، د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې هغه د افغانانو د احسان له یادونې سربېره درې مهمې خبرې موږ ته وکړې، تر ډېره دا هغه اسرار وو چې هغوی په عام مجلس کې نه شو ویلای.
لومړی: هغه وویل چې موږ د افغانانو د احسان پوروړي یو، دا چې ترکمنستان ازادۍ واخيستله او موږ به کله هم د دې بدله ورنه کړای شو، ده زياته کړه، زما له خوا به د تحفې په توګه دوه کاره افغانانو ته خامخا کېږي؛ اول دا چې زه به تر هغه ځايه چې وتوانېږم د افغانستان ځينو سيمو ته برق ورکوم او دا به زما تحفه وي.
دوېم : که دغه د ټاپي پروژه هرڅومره هم وځنډېږي، دا به اخیر د افغانستان له لارې کېږي، که څه هم ځينې هېوادونه دا کار نه غواړي.
درېم: هغه وویل، تا سو ته به دا حساسیت معلوميږي او یا نه؟ خو موږ ته پوره معلوميږي، هغه دا چې موږ یو کوچنی او بې دفاع هېواد یو، تراوسه هم موږ د روسانو تر تاثیر او نفوذ لاندې یو، روسان په هېڅ قیمت نه غواړي چې د امريکا پښې دې همدې منطقې ته راداخلې شي، نو که تاسو هم د پاکستان غوندې د یونیکال غوښتونکي شئ، بیا موږ ته دا په ګټه ده چې دا پروژه وځنډیږي، ځکه چې زموږ بقا او امنیت زموږ ملي موضوع ده، په سبا ورځ موږ هم د ترکمنستان وړاندیز تايید کړ او له بريډاس کمپنۍ سره مو یو تفاهم لیک یا Memorandum هم لاسلیک کړ، کوم چې امریکایان یې په غوسه کړل.
له دې وروسته په لږ وخت کې امريکایانو په کابل کې خپل دفتر بند کړ، یونیکال په کندهار کې فعالیت په ټپه ودراوه او د ملګرو ملتونو له لارې یې په افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه ولګول، بهانه چې هر څه وه، خو اصلاً ستونزه له همدې ځایه پيل شوه.
کله چې امریکا په ګران هېواد باندې یرغل وکړ، د اسلامي امارت نظام یې را وپرځاوه، تر ډېره یې د دغې کمپنۍ کارکوونکي او ورسره د هغو موسسو کارکوونکي چې دوی یې په یوه او بل نامه استخدام کړي وو، د حکومت په راس کې نصب کړل، خو بیا هم د هغوی په څوارلس کلنه واکمنۍ کې خپل مقصد ته په مستقیم ډول ونه رسېدل، کېدای شي چې د امریکا منفي نتيجې ته تر رسېدلو وروسته د هغوی دریځ داسې معلومیږي، چې بدل کړی به يې وي، چې امريکایي کمپنۍ دې مستقیماً خپله دا کار وکړای شي، اوس دويم لاس کمپنۍ په مستقیم ډول میدان ته راځي چې کېدلای شي په غیرمستقیم ډول امریکایي کمپنۍ هم خپل حضور وساتي او یا په دوېمه مرحله کې بېرته خپل حضور ثابت کړي.
داسې معلومیږي چې امریکایان له چین سره هم د یوه نړیوال او سیمه ییز قوت په توګه تفاهم ته رسېدلي دي، همدارنګه به د پروژې په تخنیکي برخه کې جاپان او په سرمایه ګذارۍ کې ناروې هېوادونه هم مستقیماً راښکېل شي، په دې توګه به ناروې او جاپان په مستقیمه توګه تر یو وخته د امریکا غیرمستقیم انډول له چین سره وساتي، په دې توګه به د روسانو حساسیت هم یو ډول په نظر کې نیول شوی وي، کوم چې تر ډېره د امریکا خپل چاروکو یا Selfish سترګې سوځي.
د افغانستان رول:
افغانستان په دې پروژه کې که وغواړي کلیدي رول ادا کولای شي او دا به د افغانستان په تاریخ کې کېدای شي اول ځل وي چې د یوه داسې اقتصادي پلان نيمه کوربه توب کوي، چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو منافع یو له بل سره تړي، دا هغه څه دي چې د یوې دوامدارې سولې پيل کېدلای شي، د دې زرینې او اقتصادي پروژې او موخې څخه افغانستان څو مهمي استفادې کولای شي.
لومړی: له دې پروژې څخه په شمال او جنوب غرب کې د خپلو طبيعي زېرمو صادرات په اسانه سره کولای شي او موږ د دې لپاره کافي او لویې زېرمې په هېواد کې دننه لرو.
دويم: د دې پروژې له لارې افغانستان خپل صنعت ته وده ورکولای شي، همدارنګه د سیمنټو فابریکې له همدې ګازه پوره استفاده کولای شي.
درېم: د هېواد ډېر خلک او وړې کمپنۍ په کار اچولای شي چې دا به د خلکو په اقتصادي وضعیت کې پوره مرسته وکړي.
څلورم: هغه بند، تړلی او ولاړ ترانسپورټ تر ډېره په کار اچولای سي چې له ترانزيټ سربېره نور تجارت ته هم وده ورکولای شي.
پنځم: د افغاني تجارانو د تجارت پوره انډول به له شرقي ګاونډي تجارانو سره وساتل شي، ترڅو په بېځایه بهانو د اجناسو او تجارت مخه نیول بند شي او افغاني تجارانو ته د موانعو په ایجاد کې خورا لوی تاوانونه رسيږي.
شپږم: د دولت په عوایدو کې به له نورو ټکسونو سربېره هر کال یواځې د ګازو د صادراتو له کبله څلورسوه ميلیونه امریکايي ډالره اضافه کېږي.
تردې ټولو مهم هغه رقیب هېوادونه سره تړلای شي چې په سيمه کې لکه لېوان شا په شا سره بیدېږي او تر ډېره د دې رسۍ کیلي به له افغانستان سره وي او داسې نور….
سوله او امنیت:
که په افغانستان کې سوله او ثبات وای، نو دا پروژه به شل کاله مخکې عملاً پيل او یا ممکن بشپړه وای، خو د سولې او ډاډ د نشتوالي له کبله تر اوسه پورې دا پروژه وځنډول شوه، که بیا هم سوله رانه شي، نو دا ګټوره، ډېره مهمه او په نړیواله کچه اقتصادي پروژه به هم داسې د خبرو تر حده پاتې شي، ځکه امریکایانو هره ممکنه لاره وازمویله، خو هدف ته ونه رسېدل؛ زور، زر، چلبازي، فشارونه او فزيکي او معنوي رشوتونه خو بالاخره هغوی هم د خپلې سرټمبګۍ لاره بدله کړه.
د دې پروژې امنیت نه د اداره ساتلای شي، ځکه چې هغوی تراوسه د خپل ځان ساتنه نه شي کولای او نه یې طالبان ساتلی شي، ځکه چې هغوی د قرار او فرار په درشل کې وي، په یوه معین ځای باندې استقامت نه شي کولای او نه یې خارجي عسکر ساتلای شي، ځکه هغوی هم ټولې ممکنه لارې وازمویلې، مګر یواځې خپلې ککرۍ یې په کې وخوړلې.
دا پروژه یواځې په یوه ملي تفاهم او توافق سره ساتل کېدلای شي، همدارنګه کېدلای شي چې په حکیمانه توګه د سولې لپاره همدا پروژه د سولې د پيل استفاده ورڅخه وشي، اوس دا په کار ده چې په سړو مغزو سره مدبرانه فکر وشي چې دا زرین فرصت له لاسه ورنه کړل شي او دا د هېوادوالو راټوکېدلې هیلې په ناهیلۍ سره بدلې نه شي.
احتیاط او نه لیدونکي خنډونه:
مهم خنډونه سیاسي حساسیتونه دي چې افغانان باید هغه په ډېره ځیرکتیا سره په نظر کې ونیسي، هغه کمپنۍ او هېوادونه چې د اړونده پروژې په اړه د هغوی مستقیم حضور حساسیتونه پاروي، په نښه او مخه یې په حکیمانه توګه ونیول شي، له دې سره سره چې امريکا له چین، جاپان او ځينو نورو هېوادونو سره یوه تفاهم ته رسېدلي، خو بیا هم غواړي چې د ځينو بانکونو له لارې خپلې کمپنۍ سيمې ته داخلې کړي، د ADB بانک په بودجې سره د Chevron او Exxon کمپنۍ د یونیکال په عوض داخلې شي، چې دا به روسانو ته کله هم د منلو نه وي.
کابل اداره باید له دې پروژې څخه د سولې لپاره د یوه ښه چانس په توګه صادقانه ګټه واخلي، همدارنګه د ملي بنسټ په بنیاد یوه افغان شموله هماهنګي او همکاري رامنځ ته کړي، طالبان جمع هر منتقد او مبارز باید د دې پروژې په بشپړېدو کې د امنیت او ډاډ په اړه همکاري وکړي، ترڅو دا زرین فرصت بیا ټکنی نه شي.
ټول افغانان باید په یوه بې طرفانه دریځ سره د کابل په ادارې باندې فشار راوړي، چې د حقیقي سولې لپاره صادقانه او عملي ګامونه واخلي، نور دا له چل او فریب نه ډک غولوونکي کاذب شعارونه په حقیقت سره بدل کړي.
د یوه سرلوړي خپلواک هېواد په هیله
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.