Language

author avatar
5 Sep 2016 - 20:18
author avatar
5 Sep 2016 - 20:18

په دې نژدې ورځو کې د ملی  يووالي  حکومت لخوا د ټاکنیز نظام د اصلاح  په موخه یوه طرحه، چې په ۱۶ فصلونو او ۱۰۹ مادو کې تدوین او په وروستیو کې له کابینې تایید شوه، ویل کېږي چې د ولسمشر له لوري به د يوه ځانګړي فرمان په ترڅ کې توشېح شي.

دا طرحه، چې د ټاکنو د دندو او واکونو د  تنظیم او د ټاکنو د دواړو قوانینو یو ګډ ترکیب دی، د راتلونکو ټاکنو د ښه تنظیم او ادارې لپاره اصلي وثیقه  بلل کېدى شي، له دې طرحی سره به د ملی يووالي حکومت د جوړېدو له مهمو شرطونو یو بل شرط عملي بڼه خپله کړي.

 همدا راز ياده طرحه، د ملی يووالي حکومت له لوري د رڼو او عادلانه  ټاکنو تر سره کولو په موخه د مدني ټولنو د موسسو او نورو اړونده خواو د غوښتنو په ځواب کې له یوه پلوه او د نړيوالې ټولنې د غوښتنوپه ځواب کی له بله پلوه، زیات ارزښت لري.

کوم شی چې دغه طرحه کې تر ټولو ډېر ارزښت لري، هغه په راتلونکي کې د تک عضوي یا  یوغړیزه حوزو(Vacancy (Single Member له مخې؛ د ټاکنو ترسره کول دي.

دا د ټاکنیزو سیسټمونو د یوې مهمې کورنۍ (اکثریتی تعددی)  له سيسټمونو هغه دى، چی د نسبي یا ساده اکثریت سیستم په نامه هم ياديږي.

د ټاکنو دا بڼه چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په تېره بیا زموږ په ګاونډ هېوادونو لکه هندوستان او پاکستان کې هم مروجه ده. ياد سيسټم د رڼو، عادلانه او ازادو ټاکنو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره ډېر اغیزمن دی.

په نړۍ کې د ټاکنو مروج ډولونه تر سلو اوړي چی ټول یې د ټاکنیزو سیسټمونو په اساس ټاکل کېږي، خو ډېر مروج او عام  سیسټمونه یې لس یا دولس دي، چې د تک عضوی سیسټم د همدغو له جملې يو دى.

 د ټاکنيزو سيسټمونو د اوصافو او پرنسیپونو له مخې، ښه او مناسب سیستم هغه دی چې  په  ټولنه کې د پلي کېدو  وړ او د  ټولنې له حاکم  سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت سره  سمون وخوري او ګټې او اسانتیاوې یې له زيانونو او ستونزو ډیرې وي. په  ټاکنو کې د ټولو اړونده خواوو او په  ځانګړی  ډول د خپلواکو او یا ګوندي (حزبي) کاندیدانو او رايه ورکوونکو ته اسانه او د پوهاوي او منلو وړ وي.

په دغه ډول ټاکنو کې له هرې حوزې یو کاندید مقننه قوې ته بریالی کېږي. دلته د ټاکنيزو سیسټمونو یو ډېر اسانه او ساده  شکل او بڼه د FPTP))  First Past the post( هغه چې په نوملړ کې لومړى وي او ډېرې رايې ترلاسه کړې وي) ده.

او دا هغه سیسټم دی، چې د ولسمشرۍ ریاست په ټاکنو کی هم ورڅخه درې ځله کار اخیستل شوی دى، خو توپير یې يوازې دا دی چې دلته د ساده یا نسبي اکثریت فورمول دی، نه د ولسمشرۍ ریاست لپاره د ټاکنو په څېر د مطلق اکثریت یا (۱+۵۰) فورمول.

په ورته ټاکنو کې هم اصل حوزه ولایت دی، خو توپير یې دا دى چې د ولایت ونډه ( البته د نارینه وو برخه سیټونه) په پارلمان یا ولایتي شورا کی په وړو حوزو داسی وېشل کېږي چی یو، دوه، دری او امکان لري څلور اداري واحدونه  (ولسوالۍ/ ناحیې) د  نفوسو او رایی ورکوونکو د شمیر په  اساس مساوي سره  بېل شي او د یوې تک عضوي حوزې په شکل پکې ټاکنې وشي.

د ښځینه سیټونو لپاره  به بیا هم د څو عضوي (غړو) حوزې په بڼه د تېر په څېر د ولایت  په کچه ټاکنې کېږي، دا ځکه چې د اساسي قانون د حکم له مخې، د ښځو لپاره ولایت حوزه دى او ښځې له نارینه وو سره په  ټاکنو کی د سیالۍ برابر شرایط نه لري. دلته به له مثبتې سيالۍ او تبعیض کار اخیستل کېږي یعنې ښځینه سیټونه له دې کار (وېشلو) نه مستثنی دي.

 کیدای شي ښځو ته دا چانس او فرصت هم ورکړل شي، چی په تک (واحد) عضوي یا څو عضوی دواړو حوزو کې ځانونه کاندید کړی شي.

په تک عضوی  حوزو کی د  ټاکنو کول  زموږ په هیواد کی نوی تجربه ده خو که د رآیی ورکوونکو د لست په جوړیدو او د ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو په ترسره  کیدو تاکید وشی نو بیا دا چاره  ډیره  اسانه او ساده  ده. تر هر څه  زیات  مشکل کار یی د رآیی ورکوونکو د لست  ترتیب او د ولسوالیو د بریدونو ویش د ی.

د ټاکنيزو حوزو د پولو وېش (Boundary Delimitation  ( ، د نړۍ اکثريت هېوادونو کې د ټاکنو کمیسیون سربېره، د کورنیو چارو وزارت او سيمه ييزو ارګانونو ته ورته ادارو مسووليت ګڼل کېږي او له دې پرته د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم ناشونې دي.

که چېرې د ټاکنيز نظام د سمون او اصلاح  لپاره د رایه ورکوونکو نوملړ جوړېدل او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې شرط وي، نو فکر وکړئ چې د تک عضوي حوزو د جوړیدو کار پخپله او اسانه توګه ترسره شو او د حوزو د جوړېدا کار په سلو کې اتيا سلنه ترسره شوى وبوله. نو دا ډار هم بېځايه دى چې ګني د تک عضوي حوزو وېش له تخنیکي او د عملي کېدو له اړخه ستونزمن دی.

مخکې مو اشاره وکړه، چی د کوم ټاکنيز سیسټم  ګټې له تاوان او زيانونو زیاتې وې او ټولنه کې د تطبیق وړ وې غوره سیسټم دی، د ورته سيسټم ګټې په لاندې ډول دي:

  • ټاکنيزه حوزه کوچنې ده،  د ټاکنو اداره او مدیریت یې اسانه دي.
  • د کاندیدانو لپاره د کمپاین ساحه کوچنۍ ده، په دې سره د کاندید مالي لګښت راکمیږي.
  • په کوچنۍ حوزه کې د کاندیدانو، څارونکو او رايه ورکوونکو ترمنځ د پیژندګلوۍ اسانتیاوی زیاتیږی. د جنجال او تاوتريخولي مخه پکې په اسانه توګه سره نېول کېدى شي.
  • کوچنۍ حوزه کې کاندیدان هم کم وي، چې په دې کار سره د رايه پاڼو حجم هم کميږي.  
  • د رايه ورکولو په کوچنې پاڼه کې په اسانه توګه سره د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکولى شئ، چې رايه ورکوونکي په کم وخت کې دا کار کولى شي. 
  • د کوچنيو راى پاڼو د لېږد او چاپ لګښتونه هم کم وي.
  • کوچنۍ راى پاڼه کې د رايه ورکوونکو د تېروتنې کچه راکميږي، چې ترڅنګ يې له درغلۍ او شکايتونو مخنيوى هم کېدى شي
  •  وکیل او مؤکل دواړه له يو بل سره ډېر نږدې کیږی او د دوى تر منځ نږدې اړيکه د يو بل د باور لامل ګرځي.
  • په غوره او ښه توګه سره استازيتوب کېدى شي او دغه راز بریالي استازي سخت کوښښ کوي، چی په پوره ريښتنولى او صداقت کار وکړي تر څو د نورو دورو لپاره هم چانس ولري.
  • د ټاکنو پایلې ژر تر لاسه کېږي او په مراکزو کې د زیات انتظار او ځنډېدو له امله له لاسوهنې مخه نیول کیږي.
  • د رایه ورکوونکو، څارونکو او کاندیدانو ترمنځ د ښې  پیژندګلوۍ  له امله  د تکراري رايې ورکولو مخه نیول کېږي، چی دا کار د ټاکنو له مشروعیت سره ډېره مرسته کوي.
  • د تېروتنو او شکایتونو له امله کیدای شي رایې په بیا-بیا توګه وشمیرل شي او که پراخه او مشهود درغلۍ او سرغړونې شوې وي نو د دويم ځل ټاکنو امکان هم شته دی.
  • که ټاکنې، د نامناسبه امنیتي وضعیت او یا ناوړه طبعي پېښو له امله په ټاکلې نیټې ونشي، کیدای شي په کوم بل مناسب وخت کې بیا ټاکنې وشي.
  • که چېرې حساس ټاکنيز توکي، د دوښمن د بريدونو، اورلګیدنې ، سېلابونو او یا نورو پېښو له امله له منځه ولاړ شي نو د بيا چمتو کولو او تيارولو کار يې په اسانه توګه سره کېدلى شي.
  • د کاندیدانو ترمېنځ د سیالۍ له امله د حوزې اړونده سيمې له بنسټيز، اقتصادي او ټولنيز اړخه پرمختګ کولی شي.
  • قومي ،ژبني او سیاسي لږه کۍ، چی  په  لویه  حوزه  یعنې ولایت  کې د سیالۍ  وس  نلري، کوچنيو حوزو کی لږ تر لږه  د یوې څوکۍ ترلاسه کولو چانس درلودى شي.

له دې وړاندې مو وویل، چې ټول ټاکنيز سیسټمونه د ګټو ترڅنګ ځینې زيانونه هم لري لکه:

  • دریمه لیکه ګوندونه او یا کاندیدان د سیالۍ له توانه لویږي او دا سیستم زیاتره د دوو مخکښو کاندیدانو او یا ګوندونو د تبارز سبب کیږي.
  • د کرښو یا مرزونو رسمول کیدی شي وخت ونيسي، خو د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له امله دا چاره  حتمي ده، نو تر ډېره  بریده  دا ستونزه هم حل ده.
  • د کرښو او پولو او رايه ورکوونکو د شمېر په وېش کې د بې عدالتیو وېره موجوده وي.
  • د ښځو لپاره د څوکیو ګټلو چانس کمیږی، خو له نېکه مرغه زموږ په هیواد کې دا ستونزه اساسی قانون حل کړې ده او د ښځو سیټونه وار له مخه محفوظ او خوندي دي هغه داسې چې د ښځو لپاره حوزه ټول ولایت دی، نه ولسوالي یا تک عضوي کوچنۍ حوزه.
  • دا سیسټم هغو ګوندونو ته اهمیت لري، چې د پراختیا په حال کی وي او لا هم سیاست پکې د کورنیو او قومی اړیکو په شاوخوا څرخیږی او په سترو سیاسي ګوندونو پوری تړلي نه وي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه