له هغه ځایه چې الله(ج) انسان اشرف المخلوقات پیدا کړ د دې کار موخه دا وه څو انسان تر نورو مخلوقاتو شرافتمند او د ژوند په چارو کې په پوره انساني او عاطفي احساس سره ګډ ټولنیز ژوند غوره کړي او په خپل منځ کې د نورو د حقونو په مراعت کولو سره خپل حق ثابت او د نورو حقونو ته پوره درناوی ولري.
الله (ج) انسان تر هغه مقام او منزلت چې وروسته له ملایکو يې ورکړی په رښتیا چې د درناوي وړ ده او باید د هغه احترام او پوره درناوی وشي، حقوق یې وساتل شي او د ګډ انساني ژوند اسباب او وسایل ټولو انسانانو ته په مساویانه او عادلانه توګه برابر شي.
دلته موږ غواړو په ټولنه کې د ګډ ژوند او ټولنیز حس په پیاوړي کېدو او په ملي شتمنیو کې زموږ په ونډې رڼا واچوو، څنګه زموږ ملي ګټې او ملي شتمنۍ سره شریکې دي د هغې په زیانمنېدو سره ولې موږ ټولو ته زیان رسیږي او دا زیان بیا څنګه زموږ له پانګې څخه اخیستل کیږي دا ټول هغه موارد دي چې غواړو دلته په دې لڼده لیکنه کې یو درنګ پرې وکړو او دا په ګوته کړو چې ملي شتمنۍ په اصل کې د خپلې شتمنۍ ساتل دي او د ملي ګټو خوندي کول په ټوله کې د ټولو د ګټو خوندي کول دي.
ملي شتمنۍ څه ته وایي:
شتمني (ملکیت) هغه مادي یا معنوي ارزښت دی چې یو شخص، ټولنه یا هېواد یې له حقوقي پلوه د درلودو یا مالکیت حق ولري.
دغه مادي او معنوي ارزښتونه د بشري ژوند د ښېګڼې لپاره په کاریږي، نو ځکه مهم دي. یو شمېر داسې ملکیتونه هم شته، چې په ټول بشريت پورې اړه لري. خو موږ څه غواړو؟
په افغانستان کې موږ یوازې فردي شتمني او ملکیت پېژنو او له دوه ډوله نورو عامه ( ټولیزې) او ملي شتمنۍ سره چندان اشنا نه یو.
او که یو هم دومره پروا یې نه ساتو او دا زموږ بدمرغي ده.
فردي ملکیت په یوه شخص یا کورنۍ پورې اړه لري؛ کور، ځمکه، باغ، موټر، کتاب، قلم،غویی، پسه او . . . هر څه چې یو شخص یا کورنۍ یې د حقوقي مالکیت لرونکي وي.
عامه شتمني هغه څه دي چې د خلکو یو ټولی (Community) ورڅخه ګټه اخلي؛ پارک، سړک، ونې، ښاري اسانتیاوې، د اوبو نل، بمبه، جومات، پول او نور داسې ارزښتونه چې زموږ ( افغانانو) لپاره چندان اهمیت نه لري.
ملي شتمني هغه مادي او معنوي ارزښتونه دي چې په یوه هېواد پورې اړه لري او ګټه یې یوه ملت ته رسېږي؛ کانونه، ساراوي، ځنګلونه، روانې یا ولاړې اوبه، نړیوال غړیتوبونه، فضا، تاریخي آثار، سیلاني مراکز او نور چې موږ افغانان یې پر وړاندې د جرم کولو تر بریده پړه یو.
د شخصي ملکیت پر وړاندې بې تفاوتي او بې احتیاطي غیر نارمل کار دی او خلکو ته یو ډول بې پروايي یا لیونتوب ښکاري.
د عامه ملکیت پر وړاندې ناروا کول جرم دی او د مدني قوانینو له مخې ورته زیان رسوونکی باید مجازات شي.
ملي شتمنیو ته زیان رسول ملي خیانت دی او مرتکبین یې له سختو جزاګانو سره مخامخ کېږي.
خو زموږ لویه جفا د ملي شتمنیو پر وړاندې ده، موږ په نړۍ کې یوازینی ولس یو چې خپل ښوونځي سوزوو یا یې د سوزولو مخه نه نیسو او د سیاسي اختلافاتو لپاره لویې لارې او پلونه الوځوو، د بامیانو تاریخي آثار ورانوو او خپل موزیمونه تالا کوو، د سالنګ تونل الوځوو او کله کله مو بندونو او برېښنا کوټونو ته هم باروت او بمونه له ګاونډیو څخه را په شا کړي وي، چې وران یې کړو.
ملي ګټې څه ته وایي:
ملي ګټې دهغو ارزښتونو مجموعه ده ، چې دیوې سیاسي – بشري جغرافیې ( هېواد ) دټولو یا بشپړ اکثریت اوسېدونکو د انساني ژوند د شرایطو دښه والي لپاره کارول کیږي . د ملي ګټو بنیادونه په اساسي قوانینو کې تعریفیږي، امنیت، اقتصادي سرچینې، بشري ځواک، ټولنیز نظم ، هویتي – فرهنګي ارزښتونه، ملي نښې یا سېمبولونه ( کرنسۍ ، بیرغ، نښان، ملي ورځې او …) ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي حاکمیت، ملي یووالی، تاریخي میراثونه او نور مادي او معنوي توکي په ملي ګټو کې شمارلی شو .
هره هغه کړنه، چې ګټه یې یوه یا څوکسانو ته ورسیږي ، خو تاوان او زیان یې عام وي ، د ملي ګټو ضد کړنه ده . هره هغه کړنه چې ګټه یې ټولو یا ګڼو هېوادوالو ته رسیږي او دهغوی په ژوند کې مثبت بدلون راوستلای شي ، د ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره یو ګام دی .
کله چې ملي شتمني هغه مال او دارایي ده چې له موږ څخه د ټکس یا مالیې په ډول او یاهم په هغو اجناسو او مواودو چې موږ یې مصرفوو د ټکس په موده کې وضع کیږي په اصل کې زموږ له جیب څخه اخیستل کیږي او بیا ملي شتمني یا پانګه بلل کیږي او همدا ملي شتمني د دولت له لوري د ورځنیو(عادي بوديجې) د پرمخ بیولو او په پراختیا یي چارو کې لګول کیږي، کله چې له موږ څخه را ټوله شوې مالیه یا ټکس په همدې موخه لګول کیږي، نو معلومه خبره ده چې دا زموږ پیسې دي او د هېواد د رغونې او پراختیا په موخه په بیلابیلو لویو او وړو پروژو کې لګول کیږي.
موږ د دې ترڅنګ چې خپل حق به مو ساتلی وي او د ټولنې د نورو وګړو ګټې به مو هم خوندي کړې وي، کله چې موږ ملي ګټې ساتو او د هغو ساتنه او څارنه کوو په حقیقت کې موږ د ټولنې او نورو انسانانو حقونو ته درناوی کړی، هر انسان چې د نورو ګټې ساتي په اصل کې ملي ګټې ورته ارزښت لري.
انساني او ټولنیز ژوند موږ ته دا راښیي ترڅو د خپلو ګټو ترڅنګ د ټولنې د نورو وګړو ګټې هم په پام کې ونیسو چې په دې سره بیا ملي ګټې خوندي کیږي او په ټولنه کې ټولنیز حس ورځ تر بلې پیاوړی کیږي، د هېواد ملي ګټو ته ژمنتیا د انسانیت او د اسلام د مبین دین اساسات جوړوي، د اسلام د مبارک دین له نظره هېواد د مور حیثیت لري هرهغه څوک چې د هېواد ملي ګټې په پام کې نیسي په حقیقت کې د خپلې مور ساتنه او درناوی کوي.
اوس نو په کار ده چې موږ باید د دې پروژو او تاسیساتو پوره ساتنه وکړو د بېلګې په توګه: سړکونه، ښوونځي، روغتونونه، د برېښنا بندونه او ټولې ټولګټې ودانۍ چې موږ او تاسې یې په خپل چاپیریال کې ګورو زموږ او ستاسو په پیسو جوړ شوي دي، نو په کار ده چې خپل ایماني، وجداني او ټولنیز حس پیاوړی کړو او پرې نږدو ترڅو هغه تاسیسات او ودانۍ چې زموږ له پیسو څخه رغول کیږي د هېواد د دښمنانو په لمسون ونړول شي، د افغانستان برېښنا شرکت یو له هغو ادارو څخه ده چې ستاسو د ژوند د روښانه کولو په پار شپه او ورځ نه ستړی کېدونکې هلې ځلې کوي او د خپل لګښت لپاره له تاسو څخه په راټولو شوو پیسو تاسیسات او ودانۍ جوړوي او تاسوته برېښنا چمتو کوي.
په دې وروستیو وختونو کې ډېر ځله د جنګ جګړو له امله د هېواد نیم ژوندی برېښنایي سیستم هم کله ناکله زیانمن کیږي او په ډېر شمېر هېوادوالو برېښنا قطع کیږي، دا د ټولو دنده ده ترڅو له ټولګټو تاسیساتو څخه ساتنه وکړو او په اصل کې له خپل اقتصاد څخه ساتنه وکړو، ځکه چې په دې پروژو کې لګول شوې پیسې او بیا لګېدونکې پیسې له همدې ملت څخه راټولیږي او د زیانمن شوو تاسیساتو او ودانیو او وسایلو په ترمیم او جوړونه لګول کیږي.
نو ښکاره خبره ده چې که د داسې پېښو مخه ونیول شي په نږدې راتلونکي کې به د برېښنا بیه راټیټه شي او د هغو اضافي لګښتونو چې په دې برخه کې کیږي مخه ونیول شي، د دې پرځای غوره ده چې د افغانستان برېښنا شرکت د بیارغونې په چارو کې بوخت شي او په نویو پلانونو او کارونو خپل وخت ولګوي او نورو هېوادوالو ته د برېښنا چمتو کولو په لټه کې شي او د هېواد ګوټ ګوټ ته به برېښنا ولېږدوي.
لرې به نه وي چې یوه ورځ مو ټول هېواد د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي او په دې کار سره به مو د پرمختګ پر لور یوبل ستر ګام اوچت کړی وي، نو راځئ چې د هېواد سره خپله مینه ثابته کړو داچې خپلې ټولګټې ودانۍ او وسایل مو په رښتینې توګه ساتلي وي او د خپل اقتصاد په پیاوړتیا کې مو خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړې وي له بل لوري به مو خپلې ټولنې ته د خپل وس او توان په چوکاټ کې خدمت کړي وي، د افغانستان برېښنا شرکت په اوس وخت کې په ټول هېواد کې د ۶۰ شپیتو په شاوخواکې لویې او وړې پروژې هېوادوالو ته د دوامداره او ډاډمنې برېښنا رسولو په موخه پیل کړي او یاهم پیلوي چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
له چمتلې څخه تر ارغندي پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه لېږدونکې برېښنا مزي د غځونې پروژه، دپلخمري ښار د الوان له دښتې څخه د کابل تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د غځونې پروژه، له شبرغان څخه د پلخمري ښار د الوان تر دښتې پورې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د غځونې پروژه، له شبرغان څخه تر اندخوى پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي د غځونې پروژه، د بغلان په دوشي کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځونې ترڅنګ ۲۰/۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن سره د ۲۰ کیلو ولټه توزیعي شبکې چې د بامیانو په ښار کې د ۲۰۰۰۰ کورنیو ته به برېښنا چمتو کړې پروژه، په اندخوی، مزار شریف او شبرغان ښارونو کې د ۲۰/۱۱۰/۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د سب سټیشنونو جوړولو پروژې، د کابل په ارغندي کې د ۲۰/۲۲۰ کیلولټه برېښنا د سب سټیشن د جوړولو پروژه، د کابل د چمتلې د ۱۱۰/۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن پراختیا پروژه، د پلخمري ښار په الوان دښته کې د ۲۲۰/۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د سب سټیشن جوړولو پروژه، د کندوز او بغلان په ولایتونو کې د ۰،۴/۲۰ کیلوولټه برېښنا د ویشنې د شبکې پروژه، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د اوبو د برېښنا بند د بیارغونې پروژه، د ګرشک ښار د ۰،۴/۲۰ کیلوولټه توزیعي شبکې د تدارکاتو او سمبالښت پروژه، د خوست، وزې ځدراڼ، ګردېز او پل علم د ۰،۴/۲۰ کیلوولټه برېښنا توزیعي پروژه، د نغلو د لمریزې برېښنا د ۱۰۰ میګاواټه پروژه، د خوست ولایت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، د کندهارولایت د لمریزې برېښنا ۱۰ میګاواټه پروژه، په کابل کې د بامونو پر سر د لمریزې برېښنا ۱۰۰ میګاواټه پروژه او ډېر شمېر نورې پروژې چې یا همدا اوس تر کار لاندې دي او یاهم سږکال په پلان کې نیول شوې دي ترڅو هېواد د انرژۍ په برخه کې د ځان بسیاینې له پنځه کلن پلان سره یوځای په پښو ودروي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.