د ټولنې ضد فطرتي ناروغۍ باندې اخته کس کله کله “سوشو پات” یا ” سایکوپات” هم بلل کیږي. یاد کسان په دوامداره ډول سره د نورو اشخاصو حقوق بې اهمیته ګڼي او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي.
د دې ناروغۍ د پېښېدو احتمال په ځوانۍ کې ډیر زیات وي په هغه صورت کې چې کوم کس په وړکتوب کې په ځينو نورو غیرعادي کړنو بوخت شوي وي لکه د مکتب یا د زده کړې له ځای څخه دوامداره تېښته،له کورڅخه تېښته یا لرې تلل، عادتي درواغ ویل، غلا کول، شیانو ته اور اچول او په سنجول شوې توګه يې ملکیت او نور شیان ویجاړ کړي وي.
د ټولنې ضد شخصیت په ناروغۍ باندې اخته کس ځينو غیرعادي رويه ښکاره کوي د بېلګې په ډول خپله دنده په ثابت ډول سره نه اجرا کوي، وضع شوي قوانین ماتوي یعنې دا کس د اجتماع په ضد وي، ډیر توند مزاجه او تعرضي وي، له یو کس څخه چې يې پور اخیستی وي بيا يې نه ورکوي ، ډیر بې پروا او بې سنجشه رویه ښکاره کوي، په پلان تړلو کې بې پروایي کوي او نور خلک خطاباسي.
برعلاوه کله چې د دوی په مخکې حقیقت وړاندې شي دوی کوم خاص اهمیت نه ورکوي او په خپلو غلطو کړنو او عملونو باندې لږ یا هېڅ پېښماني نه ښیي. پر یو کس باندې د ظلم کولو یا له تېر ایستلو څخه خوند اخلي.
سیګمند فرویډ چې د روانشناسۍ پلار بلل کیږی، د هغه په اصطلاح سره دا کس ډیر ضعیف ضمیر لرونکی وي همدا وجه ده چې کله یو غیر اخلاقی کړنه کوي د شرم احساسات نه زېږوي یعنې دا کس د خلکو په خطا ایستلو، درواغو ویلو، غلاوو او حتی ډیر لوی جرم لکه د یو کس وژلو باندې کوم شرم یا پېښماني نه احساسوي.
په عادي ډول سره یاد کسان خود خوا وي او تمرکز یې پر خپل ځان باندې وي، استعمالوونکی وي او برعلاوه دوی ددې وړتیا نه لري تر څو ژور احساس وکړي.
هېره دې نه وي چې په دې ناروغۍ باندې نارینه تر ښځینه اشخاصو او د کم عمر ځوانان د ډیر عمر لرونکي اشخاصو څخه زیات اخته کیږی.
له څلورو څخه تقریبا درې برخې د ټولنې ضد په ناروغۍ باندې اخته کسان په نورو ناروغیو هم اخته وي لکه د شرابو یا نورو نشه یي توکو څخه استفاده کوي.
پورته مې د یادو ناروغانو ځينې نښې ذکر کړې او له هغه څخه دا هم ده چې یاد ناروغان قوانین ماتوي.
باید په یاد ولرو چې بعضې د دا ډول ناروغانو څخه ټول پورته يادې شوې نښې نه لري هغه په دې خاطر چې د دوی د ای کیو لیول یا ځیرکتیا درجه د ځينو نورو دا ډول ناروغانو څخه لوړتره وي. همدا وجه ده چې ځينې له دغو ناروغانوڅخه قانون نه ماتوي او د خطرناکو جرمونو لکه د “یو کس وژنه” او یا هم د پولیسو له نیولو څخه ځان ژغوري.
د ټولنې ضد شخصیت ناروغۍ درملنه:
په دې ناروغۍ اخته کسان په لږ اندازه سره له ژور خپګان څخه ځوریږي او په یادو کسانو کې ضمیر ډیر کم او یا بیخي نه وي او د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره چمتوالى هم نه ښیي. عموما ډاکټران هغه کوچنیان تشخیصوي کوم چې ددې ناروغۍ ځينې نښې ولري اوهغه نښې ددې ناروغۍ په پرمختګ کې ډیر رول ولوبوي، ځکه که په کوچنوالي کې دا ناروغي تشخیص نه شي په پاخه عمر یا ځوانۍ کې ددې ناروغۍ درملنه ډیره ستونزمنه ده. د ځينو درملنو طریقه په لاندې ډول دى:
۱. د والدینو روزل:
یو ددرملنې له تخنیکونو څخه د رواني ناروغیو د ډاکټرانو په وسيله د والدینو روزل دي ، تر څو په خپلو ماشومانو کې دا ډول نښې په ګوته کړي او ماشومان ښې رويې کولو ته و هڅوي، په جایزې سره یې ونازوي او د بدې رويې په پايله کې په منل شوې طریقه سره سزا ورکړي نه دا چې ډیره سخته سزا ورکړي او یا یې شخصیت ته کوم زیان ورسوي.
برعلاوه پر دې له کورنۍ څخه ماسېوا په مکتب او له مکتب څخه مخکې ځایونو کې هم د تېري کوونکي یا تعرضي رویو مخه نیول کیږي په دې خاطر باید ماشومان په ښوونځيو کې شامل شي، درس ویلو او له نورو اشخاص سره ښه سلوک کولو ته وهڅول شي .
۲. برېښنايي شاک/کرنټ یا دوا:
ددې ناروغۍ لپاره د برقي شاک یا کرنټ درملنه او دوا هم پوره اغېزناک نه دي. برقي ټکان کوم چې (دماغ ته کوچنی برقي کرنټ استول دي) او نوره دوا فقط په یادو اشخاصو کې تېري کوونکې نښې لږ کموي نوره ګټه نه ورته کوي.
۳. د ادراکي رویې درملنه:
ددې ناروغۍ یوه بله ددرملنې طریقه د “ادراکي رویې درملنې ” په نامه سره یادیږي. دا طریقه تر نورو غوره او ګټوره ګڼل کیږي. دا طریقه لاندې اهداف په ځان کې لري:
۱. په ناروغ کې د ځان کنټرول ډیرول، د ځان په اړه قطعي فکر ډیرول یعنې د ښې او غلطې رویې په اړه مناسب او په احتیاط سره قضاوت کول ، حالاتو او شیانو ته د نورو اشخاصو له نظره کتل دي.
۲. د یاد ناروغ دده یا ددې اعمالو په منفي تاثیر باندې پوه کول دي کوم چې پر نورو اشخاصو یې لري.
۳. یاد ناروغ ته د غوسې د کنټرولو درس ورکول دي.
۴. د ناروغ د اجتماع ضد روش یا کړه وړه تغیرول.
۵. د نشه یي توکو د عادت درملنه کول دي.
د دماغي ناروغیو ډاکټر یا تیراپیسټ ددې ناروغۍ د درملنې لپاره کنټرول شوى موقیعت (روغتون یا بندیخانې) ته اړتيالري، تر څو د ټولنې ضد شخصیت په ناروغۍ اخته کس ونه شي کولی چې له هغه ځای څخه ولاړ شي او بالاخره تیراپیسټ وکولی شي چې په صحیح توګه سره د ناروغ درملنه وکړي. برعلاوه ددې ناروغۍ په درملنه کې د ناروغ یو څه مشخصې غیرنارمل نښې نه، بلکې د ناروغ د ټول ژوند کولو ډول تغیر کیږي.
هېره دې نه وي چې ددې درملنې دا تخنیک تر ډیر عمر لرونکو په لږ عمر لرونکو ځوانانو کې ښه پايله ورکولی شي. پلټنې دا هم ښودلې چې د درملنې دا میتود په بندیخانه یا محبس کې ښه پايله ورکولی شي او موږ نه شو کولی ددې میتود نتیجه حقیقي نړۍ ته هم په پوره ډول سره عمومي کړو کله چې ناروغ له روغتون یا بندیخانې څخه خوشې شي.
په دې خاطر د رواني ناروغیو ډاکټران ددې ډول ناروغانو له د درملنې څخه زیات ددوی پر کنټرول او اداره کولو زیات ټینګار کوي.
خوشبختانه پلټنې دا هم ښودلې چې د ټولنې ضد شخصیت په ناروغانو کې د تېري کوونکي نښه او اکثره نورې جنایي رویې له ۴۰ کلنې څخه وروسته ورو ورو له منځه ځي دا شاید په دې وجه وي چې له ۴۰ کلنۍ څخه وروسته د انسان بیالوژیکي خوځښت کمیږي او ناروغ د وخت په تېرېدو سره د اجتماعي رویو سره عادت کیږي او د خپل ځان او ټولنې ویجاړونکي رویش ته ښه پاملرنه او فکر کوي.
زموږ د هېواد د ګران ولس اوسنی حالت، د موسیساتو، دفترونو او ځينو نورو سیاسي اشخاصو کړنو دې ته اړ کړم ، تر څو د ولس د اګاه کولو په باب دا لیکنه وژباړم کوم چې له بېلابېلو کتابونو څخه مې معلومات ورته راټول کړي دي.
په پاى کې باید څرګنده کړم چې د ټولنې ضد فطرتي ناروغان د نورو اشخاصو په ژوند کی د غم، مصیبت او خواشینۍ زیږولو سبب ګرځي او زموږ په افغاني ټولنه کې ډیر اجتماعي او اقتصادي زیان اړوي له دې امله زموږ ګران هېواد افغانستان کې باید ددې ناروغانو حالت ته په جدي توګه پاملرنه وشي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.