Language

author avatar
27 Dec 2015 - 13:09
author avatar
27 Dec 2015 - 13:09

ټاکنې په هرملک کې سیاسي، حقوقي او تخنیکي اړخونه لري. کله چې د ټاکنو د اصلاحاتو خاص کمېسيون  له یو سلسله سیاسي بحثونو او ستونزو څخه وروسته سږ کال د جولای په میاشت کې  د افغانستان د حکومت له خوا جوړ شو، کاوون کاکړ او زه هم د دغه څوارلس کسيز کمېسيون غړى و. موږ د کمېسيون محترموغړو ته په وار وار وړاندیزونه وکړل چې د فرمان له مخې موږ باید لنډ مهال ، منځمهال اواوږد مهال وړاندیزونه حکومت ته وړاندې کړو ترڅو ټاکنې په خپل وخت ترسره شي او له بحران سره مخامخ نه شي ، مګر د ټاکنو د اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون اکثرو غړو زموږ د دواړو غړو وړاندیزونو ته غوږ ونه نیوه او ټول وړاندیزونه یې په یوه کڅوړه کې حکومت ته وړاندې کړل او د دې تفکیک یې ونه کړ چې کوم یو د دې وړاندیزونو لنډ مهال، منځمهال او اوږدمهال (د کمېسيونونو تغیرول، د رایو باطلول، د انتخاباتي نظام تغیر…) دي. نو په دې اساس موږ دواړه مجبوره شولو چې د کمېسيون د غونډو نه خپل تحریم په علني توګه اعلان او د ټاکنو د کمېسيون له وړاندیزونو سره خپل مخالفت وښایو.

زموږ د پرېکون یواځنى هدف دا و چې د کمېسيون  وړاندیزونه تخنیکي، سیاسي او حقوقي ستونزي لري او هم د افغانستان په موجوده شرایطو کې عملي جنبه نه لري او له دې نه برسیره که دا فرمان عملي شي، د افغانستان راتلونکې ټاکنې نورې هم له کړکیچ او بحران سره مخامخ کوي او پایلې به یې ولس ته د منلو وړ نه وي. موږ خپل وړاندیزونه په لیکلي توګه حکومت ته ورکړل خو حکومت هم په ډیره بېړه بې له دې چې د دې فرمان حقوقي، تخنیکي او سیاسي اړخونه وڅېړي په عاجله توګه تقنیني فرمان صادر کړ.

دا چې نن ولسي جرګې د حکومت تقنيني فرمان رد کړ، د دې فرمان ردول راتلونکې ټاکنې نورې هم له کړکیچ سره مخامخ کړي او موږ همدا غم ژاړه چې د ټاکنو د بحران مخه باید له وړاندې څخه ونیول شي. که څه هم د دې فرمان ردول حکومت او هم د ټاکنو د اصلاحاتو کمېسيون لپاره یوه ضربه ده  خو د دې ترڅنګ د دې فرمان ردول حکومت ته فرصت په لاس ورکوي چې پارلماني ټاکنې په راتلونکي کال کې د ټاکنو د موجوده قانون په چوکاټ کې ترسره کړي په دې شرط چې حکومت د اوس نه لازم تصامیم ونیسي او هېواد په راتلونکي کال کې له سیاسي بحران څخه وژغوري.

لومړی او تر ټولو مهم سوال دا دی چې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې پارلماني ټاکنې باید څه وخت وشي نو بیا د هغې مودې په دننه کې د داسې اصلاحات او وړاندیزونه وشي چې د تطبیق وړ وي.

زموږ په اند چې څومره موږ د سیاسي ډلو، مدنې ټولنو او عامو خلکو غوښتنو ته غوږ نیولى او مشورې مو کړي، د دوی غوښتنه همدا ده چې ټاکنې باید خامخا په راتلونکي کال کې تر سره شي او د هېواد د سیاسي ثبات لپاره حتمي ګڼل کیږي. نو په دې اساس په ټاکنیز نظام کې هر ډول تغیر په یوه کال کې نا شونى دی. خو اما په لنډ وخت کې د موجوده سیستم په چوکاټ کې داسې اصلاحات راتللی شي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې تر ډیره حده د تقلب مخه ونیول شي.

موږ په دې باور یو چې یوازې د ټاکنو د نظام په تغیر سره د تقلب مخه نه نیول کیږي او حتى د دې امکان زیات دی چې هر تغیر که په بېړه رامنځته کیږي د تقلب کچه به لا نوره هم زیاته کړي. په ټاکنو کې څو مسایل ډیر مهم دي. د راى پاڼو د چاپ، انتفال او رایې اچونې او رایو شمېرنې د بهیر لپاره د قوي او واضحه  تدابیرو  د نیولو او دقیقې څارنې اړتیا ده، ترڅو د ولس ، نوماندانو او د هغوی د استازو د ټاکنو په پروسه باندې اعتماد لوړشي. په دې مورد کې د کمېسیون د کارکوونکو د ګومارولو د پروسې د شفافیت، د مدني ټولنو او مطبوعاتو د ملګريتا  او مثبت رول، د دولتي چارواکو او هم محلي زورواکو نه مداخله په ټاکنو کې مهم رول لوبوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.</p>