سره له دې چې زه د یوه داسې مسلمان افغان په صفت چې له خاپوړو نيولې تر دکتورا پورې مې ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی، د دوو مسلمانو وروڼو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اړو دوړ او ناندريو پلوی قطعاً نه یم، خو د سياسي اوضاع د یوه څارونکي په ډول خپل لاندې تحليل درسره شريکوم:
په اوږده موده کې دا لومړی ځل دی چې افغان دولت له پاکستان سره په ناندريزه اړیکو کې ستراتيژيکي چلند کوي او نتیجتاً پاکستان په خپل سياست کې پاتې راځي.
په پاکستان کې له وروستیو چاودنو او وژنو وروسته په سياسي او ولسي کړیو کې پر دې خبره شدید بحثونه راوپارېدل چې پوځ د ضرب عضب د عملیاتو او همدا راز د ترهګرۍ د مهارولو په اړه د ملي ستراتيژيکي پلان په پايله کې د ترهګريزه پېښو د ختمېدو او د هغو د عاملينو د یومخيزه تصفيې ادعا کړې وه. خو په لاهور او سیهون کې د وسله والو مخالفینو له لوري د وژونکو چاودنو نه په ډاګه شوه چې پوځ په خپلو ادعاګانو کې مبالغه کړې وه، هماغه وو چې پوځ تر سخت ولسي انتقاد لاندې راغی او نتیجتاً پوځ او ورسره تړلو استخباراتي بنسټونو له یوه پلوه په کور دننه د ردالفساد په نامه پراخ عملیات پيل کړل او له بل پلوه یې په سملاسي ډول د چاودنو د پړې ګوته کابل ته ونيوله. پوځ د دې لپاره چې د کابل پر خلاف پلمه جوړه کړي، یو خو یې رسنيزو تبلیغاتو ته زور ورکړ او بل یې د ډیورنډ پر کرښه پراته ټول بندرونه وتړل.
په اسلام اباد کې ستراتيژستانو فکر کاوه چې د بندرونو په تړلو سره به په افغانستان کې د موادو قحطي رامنځته شي او له امله به یې بشري ناورین جوړ شي چې دا څه به د افغانستان حکومت له وارخطايۍ سره مخامخ کړي. دوى دا فکر هم کاوه چې افغان ولسمشر اشرف غني به په اسلام اباد کې د ایکو د سازمان د سرمشريزې په غونډه کې ارو مرو ګډون کوي. پاکستان به له موقع په استفادې سره په یوه ډز دوه مرغۍ وولي، لومړی به د ایکو د سرمشريزې ذهنیت په پاکستان کې د کابل د مداخلې په اړه جوړ کړي، هغوى به پر کابل فشار او نهایتاً منځګړيتوب ته وهڅوي او د همدغه منځګړیتوب په پايله کې به له کابل نه د نه مداخلې او د پاکستاني ټوپکوالو د منزوي کولو په تړاو ګرنټي ترلاسه کړي او دويم به په اصطلاح د ښه نيّت په بڼه په همدغه کنفرانس کې د بندرونو د پرانېستلو اعلان وکړي.
خو افغان لوري نه یواځې دا چې د بندرونو په تړل کيدا یې هېڅ سر ونه خوږاوه، بلکې د ایکو سرمشريزه یې هم بایکاټ کړه. پاکستان بیا هم فکر کاوه چې کابل به لا اقل د باندنیو چارو وزير ورته را واستوي او دوى ته به د اوړو یوه پوزه جوړه شي، خو کابل یواځې د زاخيلوال پر ګډون بسنه وکړه.
کابل ښايي دا ځل سنجش کړی وي چې د بديلو تجارتي بندرونو د لرلو له امله د پاکستان له انحصاره خلاص دی، که فرضاً پاکستان پوله تړي نو اقتصادي ضربه به ده ته متوجه وي او افغانان یواځې ښايي د مسافرينو د تګ راتګ په برخه کې له عارضي ستونزې سره مخامخ شي، ځکه یې اصلاً پر دې موضوع هیڅ سر ونه خوږاوه ان تر دې چې ولسمشر غني ملي شورا ته د وینا پر مهال د پولې تړل کیدا ته هیڅ اشاره هم ونه کړه.
د افغان سفير دې اعلان چې که اسلام اباد بندر نه پرانيزي نو افغان دولت به دلته ايسار مسافرين د هوا له لارې هیواد ته وليږدوي، اسلام اباد سخت خواشينی کړ او د بندرونو د خلاصيدا وروستنۍ رسمي موقع یې هم د دوى له لاسه و ايستله.
هماغه وو چې اسلام اباد اړ شو چې په یو طرفه ډول د بندر د موقتي پرانېستنې اعلان وکړي، خو که مو پام کړی وي د افغانانو په اوښتلو کې د پاکستاني پوځي افسرانو له لوري په یوه او بل نامه سکتګي رامنځته شوه او په لومړۍ ورځ له لسګونو زرو ايسارو خلکو نه یواځې درې زره یې پرېښودل شول. دا څه ښيي چې پاکستان ښايي په راتلونکو څو ورځو کې یو ځل بیا د پولو د پرانېستلو اعلان وکړي او ملګري ملتونه او یا هم د بشري حقونو کوم بنسټ ترې غوښتنه وکړي، کیدای شي د بشري خواخوږۍ په نامه یې بېرته پرانيزي….!
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.