Language

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ځينو مافيايي کړيو لخوا له پاکستان او ايران څخه د راغليو کډوالو د قانوني ځمکو د نومرو غصب ددې لامل شوى چې له  کډوالوسره په خپل وخت د حکومت او مرستندويه ادارو مرستې ټکنۍ او کډوال له يوه نا معلوم برخليک سره مخ کړي، که حکومت د غصب دې خطرناکې پديدې ته جدي او په وخت پاملرنه ونه کړي، نو د کډوالو د راتګ اوسنۍ لړۍ به پڅه او د غاصيبينو داړې به نورې هم تېرې او وده وکړي.    

په دې وروستيو دوه کلونو کې له پاکستان او ايران څخه چې ډير افغان کډوال په کې مېشت دي خپل هېواد ته د راتګ لړۍ يې تېزه شوې او په دې هيله را روان دي چې حکومت او نړيوال مرستندويان به يې د سرپناه په ګډون ډيرې اړتياوې پوره او په خپل هېواد کې به يو ارام ژوند ولري، خو له دې نا خبره دي چې دلته د ځمکو غاصبينو او مافيا په ځينو ځايونو کې موازي او سيمه ييزحکومتونه جوړ کړي او تر کډوالو پورې د چا په قانوني حق صرفه نه کوي او نه يې له حکومته سترګې سوځي.

له ډيرو جدي ستونزو يوه د کډوالو پر وړاندې په هېواد کې د سرپناه نشتوالى او په دې برخه کې د کډوالو لپاره د ځانګړو شوو ځمکو غصب دى چې دغې ناوړه پديدې هم د کډوالو ژوند تريخ کړى او هم يې حکومت کډوالو ته د نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې له ګنګسيت سره مخ کړى دى.   

څو پورې چې کډوال د يو منظم پلان له مخې په يوه معلوم ځاى کې مېشت نه شي او سرپناه ونه لري، تر هغه مهاله هېڅ اداره ورته نورې اسانتياوې لکه زده کړې، روغتيايي خدمات او اړينې مرستې نه شي رسولى.

که څه هم چې حکومت د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول له ګاونديو هېوادونو سره په سرحدي ولايتونو کې کډوالو ته ښارګوټي او د اوسېدو ځمکې ځانګړې کړې دي، خو مخکې له دې چې يادې ځمکې په قانوني توګه  ورته وسپارل شي، نو بيا وخته غاصبينو غصب کړې دي.

د کډوالو د استوګنو د نومرو غصب نه يواځې کډوال له بې سرنوشتۍ سره مخ کړي، بلکې حکومت ته يې هم د کډوالو د خدماتو په برخه کې سرخوږى پيدا کړى او څنګه چې لازمه ده هغه ډول کډوالو ته خدمات نه شي وړاندې کولای چې دې کار د کډوالو ژوند تريخ کړى او د دوى لپاره يې نور خدمتونه ټکني کړي دي .

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو ١٥کلونو کې پنځه ميليون کډوال هېواد ته راستانه شوي چې ډير يې له  پاکستان څخه  ننګرهار او د کابل په ګډون  نورو ولايتونو او پاتې يې له ايران څخه هرات او نورو نسبتا امنو ولايتونو ته راغلي، په دې کډوالو کې ډير کم يې خپلو اصلي ولايتونو ته تللي ، خو زياترو يې دې ته ترجيح ورکړې چې په دې يادو لويو ولايتونو کې يوڅه د ژوند کولو اسانتياوې موجودې دي پاتې شي. په دې لويو ښارونو کې هم د زيات نفوس له امله لکه څرنګه چې لازمه ده هغه ډول  کډوالو ته د اوسېدو مناسب ځاى او امکانات نه دي برابر شوي.

له پورته يادو شويو دواړو ولايتونو څخه په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په دغو ولايتونو کې د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ځمکې غصب شوې دي او حتى ځينې خو يې لا په دويم او درېيم لاس   پلورل شوې هم دي ، په داسې حال کې چې کډوال ددې ځمکو قانوني اسناد په لاس کې لري، خو څوک يې غږ نه اوري  .

دا ځمکې عادي کسان نه شي غصبولى او نه يې په بل پلورلى شي دا د هغو بانډونو او مافيايي کړيو کار دى چې په حکومت کې دننه ملاتړي او شريکان  لري  او ځينې خو يې حتى ناقانونه وسله وال هم لري،  چې کله کله په ځينو ځايونو کې له امنيتي ځواکونو سره ښکر هم جنګوي او د مرګ ژوبلې لامل کيږي .

که يوې خواته حکومت تر يوه بريده خپل مسووليت ادا کړى او په ځينو ولايتونو کې يې يو شمېر کډوالو ته ځمکې ورکړې دي، خو بل مسووليت يې هم دا دى چې هغه په کاغذ ورکړې ځمکه په عملي توګه ورته وسپاري او د غاصيب خوله ورماته کړي چې بيا نه د کډوالو او نه هم د امنيتي ځواکونو پروړاندې ودريږي چې د حکومت لخوا قانوني وېشل شوې ځمکه غصب کړي .   

له يوې خوا يو زيات شمېر کډوال اوس هم د ځمکې د ترلاسه کولو په موخه په دولتي ادارو کې سرګردانه کاغذ په لاس ګرځي او بله خوا هغه کډوال چې ورکړل شوې ځمکه يې غصب شوې دي، هغوى هم  کرار ورځ نه لري او د خپلو ځمکو د ترلاسه کولو په موخه هره ورځ د چارواکو دروازې ورټکوي او د حق غوښتنه کوي چې دې حالت نور له ژوند سخت ستړي کړي دي  .

د ګډوالو دې ستړي ژوند هغوى ډير ناهيلي کړي او حتى ځينې خو يې په نورو هېوادونو کې پاتې کډوالو ته پيغام لېږي چې له افغانستانه هغه د کډوالۍ ژوند غوره وبولي او دلته راتګ ته زړه ښه نه کړي ، چې کېداى شي دغه ډول پيغامونه د خپلې خوښې راستنېدونکو کډوالو په راتګ بده اغېزه وکړي او هغوى هلته پاتې کېدو ته زړه ښه کړي.

کډوالو ته د سرپناه نشتوالى او د هغوى د ځمکو غصب يوشمېر مرسته کوونکې نړيوالې ادارې هم له سردرګمۍ سره مخ کړي او نه پوهيږي چې په کوم مشخص ځاى کې له چا سره مرسته وکړي ، ځکه چې زياتره راستانه شوي کډوال يو معلوم ښارګوټى نه لري چې مرستې ورسره وشي ، بلکې  د ځمکو د غصب له امله ياد کډوال اړ شوي چې په پاشلي ډول په يوه ځاى او بل ځاى کې ژوند وکړي ترڅو چې خپلې قانوني ځمکې ترلاسه کوي.      

د غاصيبينو قوت او د ځمکو غصب، د حکومتي ادارو کمزوري ، د يوه شفاف او لازم سيستم نشتوالى او په خوندي ډول  د کډوالو د استوګن کېدو لپاره د قوي او سالمې ارادې نشتوالى لامل شوي چې کډوال په راتګ پېښمانه او په خپل هېواد کې تر کډوالۍ بتره ژوند ولري.

حکومت ته په کار ده چې ترټولو لومړى هرې راستنې کېدونکې کورنۍ له غصب څخه پاکه د اوسېدو ځمکه ورکړي او بيا يې د نړيوالو ادارو په مرسته د سرپناه لپاره اباده کړي او له هغه وروسته ورته د پوهنې، روغتيا، کار او روزګار لارې چارې ورته برابرې کړي ، که داسې ونه شي نو بيا به نه يواځې کډوال له يوه بد حالت سره مخ وي ، بلکې د حکومت او نړيوالو دا اوسنۍ يوه څه بلا پسې هڅې او مرستې هم ځاى ونه نيسي او په حکومت په دې برخه کې هم باور کم او فاصله پيدا شي.  

د دې ترڅنګ نړيوالې ادارې هم مسووليت لري چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره په همغږۍ او د افغانستان حکومت په غوښتنه او لارښوونه په بېلابېلو برخو کې په دوامداره توګه د کډوالو لاسنيوى وکړي او د خپلو تجربو په رڼا کې د يوه راڼه سيستم په ايجاد سره دغې اوسنۍ کډوډۍ او د کډوالو ستونزمن حالت ته بدلون ورکړي.    

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>محمد حکيم بشارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو قريه کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په پښـتو څانګه کې يې د ليسانس او ماسټري تر کچې لوړې زده کړې کړې دي ،درې چاپ شوي اثار لري. نوموړي له يو شمېر دولتي او ازادو رسنيو سره د خبريال او ايډيتور په توګه کار کړى او له ٢٠٠٤کال راهيسې تراوسه له پژواک خبري اژانس سره د خبريال او ايډيټور په توګه دنده ترسره کوي.</p>