دا ښکاره ده چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر هر چا زیات ځوانانو ته اړتیا ده، ځکه ځوانان دا وړتیا لري تر څو په هېواد کې مثبت بدلون راولي، خو له دې سره سره چې په هېواد کی اړتیا ورته لیدل کیږي دوى د بېکارۍ چغې وهي او تل دولت په دې تورنوي چی ګواکې دوى ورته کاري فرصتونه نه رامنځته کوي.
د دولت ځوانانو ته اړتیا او د ځوانانو بیا ګیله، اصلاً دلته داسې څه موجود دي چی دوى دواړه یوه بل ته اړتیا هم لري او سره وصل کیږي هم نه!
زیاتره هغه ځوانان چی لوستي وي د ليسانس له درجې نیولي ان تر نورو لوړو تحصیلاتو پورې دوى کلونه کلونه بې روزګاره ګرځي، خو د دولت په امنیتي برخه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي او تر ډېره وخته په ملکي برخه کې د کار پیدا کولو په لټه کې وي چې هغه بیا ډېرو کمو ته دا چانس په لاس ورځي، تر څو دغه چانس لاسته راوړي او کار پیل کړي، خو زیاته اندازه خلک بې روزګاره پاتې کیږي.
خو بله پوښتنه دلته راپیدا کیږي چې ولې ځوانان په امنیتي برخه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي ؟
یواځینی علت یې ناامني او جنګ دی، زیاتره ځوانان په دې اند دي چې له شپاړس کاله تحصیل یا هم له دې زیات، ولې د جنګ میدان ته لاړ شم او ولې د دومره کلونو خواري په جنګ لاهو کړم.
په هېواد کې کړکېچن حالت ته په کتو سره کورنۍ هم اوس ځوانان له دې منعه کوي، تر څو دوى په دولت کې کار وکړي.
ځکه هغوى یې ویني چې هر ځای زیاته مرګ ژوبله لیدل کیږي ټول یې دولتي کسان وي چې زیاتې پېښې د دولتي چارواکو د بې غورۍ له امله رامنځته کېږي چې وروسته بیا یې یا په بښنه او یا هم په غندنه کيسه پای ته رسیږي.
تاسې شرطً د افغانستان د تېرې اوونۍ حالت ته ځیر شئ څومره بدې پېښې تکرار نه شوې خو بیا هم هېڅ دولتي چارواکی محکمې ته کش نه شو، له هېڅ وګړي څخه ددې بد حالت پوښتنه ونه شوه.
د دې جکړې اغېز یواځې په ځوانانو نه، بلکې په عمومي کچه ټول ولس دداسې حالت په لیدو په دولت خپل باور له لاسه ورکوي او که حالت همداسې پر مخ لاړ شي لرې نه ده چې د ولس او دولت تر منځ به واټن رامنځته شي.
تاسې د کندهار پېښې ته ځیر شئ د کندهار د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د برید په پايله کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.
همداشان ورپسې د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو په برید کې د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل کېدل او شاوخوا د ۲۳۶ کسانو ټپیان کېدل.
ورپسې د غزني په اندړ ولسوالۍ برید کې ۳۱ تنه افغان سرتېرو وژنه او ۹ تنو ټپیان کېدل همداسې که نور شاته تاریخ وکتل شي هره ورځ زموږ او ستاسې له غم، وېر او تلپاتو سره مله ده.
نو څه فکر کوئ دا به د ځوانانو سربېره په ولس بې اغېزې وي؟
هېڅ کله هم نه !
بلکې له ځوانانو سره سره د ټولنې په هر وګړي بد اغېز کوي دغسې حالت د ټولنې هر اړخ ننګوي، سوداګر به کوښښ کوي تر څو خپلې سرمایې له هېواده د باندې وباسي، ځوانان به ددې پر ځای چې هېواد ته کار وکړي په شخصي کاروبارونو ځان بوختوي او یا به هم په غیر قانوني لارو نورو هېوادونو ته سفر کوي چې دا په خپله په خپل ځان کې زیات مشکلات لري چې زیاتو ځوانانو د همدا ډول سفر له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډېر کم یې خپلې موخې ته ورسېدل.
نو یواځینۍ لاره د خلاصون داده چې هر څوک خپل مسولیت ته ځیر شي خپل کار په سمه توګه ادا کړي او خپل هېواد ته ژمن پاتې شي. دولت هم کار، اهل کار ته وسپاري او د اړيکو پر ځای وړتیاوو ته ترجیح ورکړي هلته به حالت سم او ولس ارام ژوند ولري.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.