له افغانستان سره د چین د دیپلوماتیکي اړیکو د شپېتمي کلیزې په مناسبت د چین د جمهوري ریاست مرستیال، Li Yuanchao د ۲۰۱۵ز کال د نومبر په درېمه نېټه افغانستان ته سفر وکړ او له افغانستان سره يې ژمنه وکړه، چې د ۷۹ میلونو ډالرو په ارزښت به لس زره اپارتمانونه جوړوي، یو زر او پنځه سوه سکالرشیپونه به افغانانو ته ورکوي او هم به د کابل د دروازو لپاره سکنر ماشینونه برابروي.
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني، چین ته درې ورځنى سفر درلود، نو هغه مهال د چین حکومت وعده وکړه چې له افغانستان سره به ۳۲۷ میليونه ډالره کمک په راتلونکو څلورو کلونو کې کوي. د دی خبرې یادونه اړينه ده چې د چین دا اوسنۍ د مرستې ژمنه د تېر کال د څلورو کلونو کومکونو د وعده یوه برخه ده، یعنې دا نوی ژمنه نه ده.
د چین د جمهور ريیس د مرستیال ډېر ښه هرکلی وشو او زیاتره حکومتي او غیر دولتي کړیو د چین د دې وعدو ډېره ستاینه وکړه او د دې ترڅنګ په افغانستان کې داسې فکرونه راپیدا شول، چې ګوندې چین به په پاکستان فشار راولي، چې د طالبانو له ملاتړ نه لاس واخلي او د افغانستان د سولې په پروسه کې به فعال رول ولوبوي.
په هرحال، څرنګه چې د افغانستان اقتصادی او امنیتي وضعیت په اوسني حالت کې ښه نه دی، نو د هر چا لږ او زیات کمک ته اړتیا لري. زه هم د چین د دی مرستې ملاتړ کوم، خو غواړم چې لاندې یو څو ټکو ته اشاره وکړم، هغه دا چې موږ هم باید په خپله ګټه او زيان د چینایانو په څېر پوه اوسو.
زه لاندې څلورو مسئلو ته اشاره کوم:
- له دې د مخه د چین دولتي کمپنۍ ChinaNational Petroleum Corporation (CNP) د افغانستان په شمال کې د ۷۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د تېلو د استخراج لپاره اکتشافی قرارداد د افغانستان له حکومت سره لاسليک کړی دی.
- د چین China Metallurgical Group Corporation (MCC) دولتي کمپنۍ د لوګر ولایت د عینک په سیمه کې د مسو د استخراج لپاره د درې بیلونو ډالرو په ارزښت قرارداد امضا کړی دی. د پورته دوو قراردادونو په اړوند ډېرې پوښتنې شته، چې دا قراردادونه د افغانستان په ګټه نه دي او چینایي کمپنیو د افغانستان پخوانيو چارواکو ته بډې ورکړي او دا قراردادونه یې لاسليک کړي دي، نو دا قرارددونه باید لغوه شي.
- یواځې په ۲۰۱۴ز کال کې افغانستان له چین نه د ۱۰۳۸میليونونو ډالرو په ارزښت واردات درلودل.[1]
- له دې سربېره چینايي کمپنیو د افغانستان د سړکونو ټېکې په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې په تېرو څوارلسو کلونو کې نیولې وې، چې په هغو قراردادونو کې هم چینایانو ډېره ګټه کړې ده، چې ښه بېلګه یې د کابل-جلال اباد بې کیفيته سړک دی، چې مالي مرسته یې د اروپايي اتحاديې له خوا ورکړل شوی و.
که موږ یواځې پورته څلورو مسئلو ته په دقت سره وګورو، نو چین هر کال له افغانستان نه له ۷۹ میليونو ډالرو نه زیاته ګټه کړې ده او دا کمک د دوی په زکات کې هم نه راځي. موږ فکر کوو، لکه چین چې موږ ته خیرات راکړی دی. دا ښه خبره ده چې افغان حکومت باید د مېلمنو قدر او ښه پالنه وکړي، خو نه دا چې موږ ځانونه دومره کم راولو، چې موږ هېڅ نه لرو او چینایانو له افغانستان نه هېڅ نه دی ترلاسه کړي.
په هر حال، د سولې د خبرو په هکله ما په فېسبوک کې دا لاندې دوه پوښتنې مطرح کړې وې:
- ایا چین به له پاکستان نه تېر شي او که نه؟
- که چین له پاکستان نه تېرېږي، نو ایا چین به پاکستان په دې قانع کړي چې د افغانستان په اړوند د خپل ستراتیژیک عمق له پالیسۍ نه تېر شي او که نه؟
د پورته دوو سوالونو په هکله دوستانو ډېرې تبصرې لیکلې وې چې د هر یوه تبصره د قدر وړ ده. د پورته دوو پوښتنو په اړه زه غواړم په لاندې ډول وضاحت ورکړم.
د ساړه جنګ په دوران کې د چین او پاکستان ترمنځ اړیکې اقتصادي او ستراتیژیکي اهمیت درلود، ځکه چین په سیمه کې له هندوستان سره رقابت درلود او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې نه وې. پاکستان له هندوستان سره دښمني درلوده، نو ځکه په سیمه کې ورته د چین ملګرتیا مهمه وه، یعنې د دواړو هېوادونو اړیکې په هغې فورمولې، چې د دښمن دښمن، زما دوست دی، ولاړې وې. دا چې نن سبا د چین اقتصاد د هندوستان په پرتله ډېر ښه شوی دی، نو اوس چین، هندوستان خپل سیال په سیمه کې نه بولي، نو د هندوستان او چین ترمنځ اړیکې یو څه ښې شوې دي او د دواړوهېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۱۵ز کال کې ۸۰ میلیاردو ډالرو[2] ته رسېدلې ده. اوس د چین سیال امریکا ده. همدا شان د هندوستان اقتصاد د پاکستان په پرتله ډېر ښه دی، نو اوس هندوستان هم ځان د پاکستان سیال نه بولي، خو دومره غواړي چې د پاکستان له اړخه په امن کې وي او ترهګر هلته ونه لېږي. چین هم غواړي چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولري او د پاکستان له اړخه باید چین ته د شرقي ترکستان د اسلامی حرکت یا (ETIM-Easter Turkistan Islamic Movement) له شره خلاص وي.
د پورته دوو پوښتنو په اړه چې ایا چین به له پاکستان نه تېر شي او که نه؟ د دې خبرې هېڅ امکان نشته دی چې چین دې له افغانستان نه پاکستان ته لومړيتوب ورکړي، ځکه د شرقي ترکستان اسلامي حرکت ملاتړ د پاکستان له خوا کېږي او پاکستان چین ته دا ضمانت ورکولى شي، چې دوی هغه په کنټرول کې وساتي او د چین په خاوره کې به تخریب نه کوي. که اړتيا وه، نو پاکستان به د دې حرکت یو څو غړي هم چین ته په لاس ورکړي. په همدی توګه، پاکستان له چین نه غواړي چې دوی باید له طالبانو سره د سولې د پروسې ملاتړ په دې شرط وکړي، چې د پاکستان ګټې په کې خوندي وي، نو په دې توګه، چین هېڅکله په پاکستان دا فشار نه شي راوستلی او نه غواړي چې فشار راولي چې پاکستان په زوره طالبان د خبرو مېز ته کېنوي او یا د طالبانو په ضد په پاکستان کې اقدام وکړي. څو ورځې د مخه د پاکستان لومړي وزير نواز شریف په ډېرو ښکاره الفاظو کې په واشنګټن کې وویل چې دوی دا نه شی کولی چې هم طالبان د خبرو مېز ته راولي او هم د هغوی پر ضد جنګ وکړي[3]. تېر کال په لندن کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې، چې ما هم هلته ګډون درلوده، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي Sun Yuxi د خبرو په ترڅ کې وویل، چې دوی په پاکستان فشار نه شي راوستلی چې پاکستان دې د طالبانو ملاتړ ونه کړي. همدا شان ده زياته کړه چې دوی د عینکو د مسو د استخراج لپاره هم کومه عجله نه لري او چین په سیمو کې د خپلو اوږدمهالو ګټو لپاره حوصله لري. د افغانستان یوه مشهوره سیاستوال چې درې اونی د مخه په چین کې په یوه کنفرانس کې يې برخه درلوده، راته پرون وویل چې د چینایانو دريځ د څو میاشتو د مخه پورې ډېر توپير کړی، ځکه چینایان اوس وایي چې د افغانستان حکومت او امریکا باید د حقانې له ډلې سره خبرې وکړي، ځکه بې د حقاني له ډلې له طالبانو سره خبرې اترې هېڅ معنا نه لري.
نو په دی توګه، زما په اند، افغانستان بيړنيو مرستو ته اړتیا لري، خو د چین رول په اقتصادی ساحه کې زموږ عاجلې ستونزې نه شي هوارولى. په سیاسي ساحه کې به چین هېڅکله په پاکستان فشار رانه ولي چې د طالبانو له ملاتړ نه لاس واخلي. د افغانستان حکومت باید په خپلو کورنيو ستونزو او حکومتولۍ فکر وکړي، ترڅو دلته د ثبات نښې او نښانې ولیدل شي، نو بیا به سیمه يیز هېوادونه او هم نړیوال افغانستان ته د اهمیت په سترګه وګوري. افغانستان ته د پاکستان په توګه سیاست ته اړتیا ده چې په هر حالت کې له هر ملک سره معامله کوي او د خپل هېواد ګټو نه هېڅ نه تېرېږي. له امریکا سره یوه معامله لري، چین سره بله معامله او عربي هېوادونو او ان له هندوستان سره هم د افغانستان په اړوند متفاوتې اړیکې لري. پاکستان له هند سره سوداګريزې او هم د خبرو اړیکې لري، خو د افغانستان اړیکې له هندوستان سره نه شي زغملی.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.