Language

author avatar
4 Mar 2019 - 17:17
author avatar
4 Mar 2019 - 17:17

حکمتیار د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير ته د « آزاد کشمیر» نوم کارولی. دا اصطلاح کاملاً يو پنجابي مفهوم دی او هغه کسان يې کاروي، چې يا پاکستانی طرز  فکر ولري او يا ترې اغېزمن وي. دا اصطلاح د پاکستاني توب په سیاسي نظريه کې د هند تر ولکې لاندې د نيمايي نور کشمیر د اشغال ګڼلو د توجيه لپاره کارول کېږي.

حکمتیار لیکلي، چې هند د پاکستان له مخالفو ځواکونو ( بلوڅانو، سنديانو او ټي ټي پي ) سره مالي، سياسي او نظامي مرستې کوي. دا هم يوه پاکستانۍ ادعا ده، چې د پاکستان د ګټو لپاره کېږي.

د پاکستان او هند په اړیکو او مخاصماتو کې يوه حساسه موضوع د افغانستان ده. پاکستان، چې د هند او افغانستان تر منځ د دوستانه اړيکو له پراخېدو وېره لري په دوامداره توګه يې تور لګولی، چې هند د افغانستان له خاورې په استفادې د پاکستان د دولت مخالفو وسله والو ډلو سره مرستې کوي. حکمتیار د دې په ځای، چې د يو افغان په توګه په دې مسئله کې د افغانستان عدم دخالت مطرح کړي او د پاکستان په لاسوهنو وغږېږي، په افغانستان باندې د دروغو شاهدي ورکوي او لیکي، چې په کراچۍ کې د چين پر کونسلګرۍ بريدکوونکي بلوڅ مومنټ، چې هند يې ملاتړ کوي په کندهار کې مېشت دي. په داسې حال کې، چې پاکستان په افغانستان کې د يوه   بلوڅ بېلتون پال د اوسېدو د اثبات لپاره اسناد نه لري، حکمتیار په کندهار کې د ټول بلوڅ مومنټ د اوسېدو ادعا کوي. دا هغه خبرې دي، چې په نړيوال ستېژ باندې د پاکستانيانو د داعيې د اثبات لپاره د يو پاکستان پلوي شخص له خوا کېدای شي نه د يو افغان له خوا !

د دې لپاره، چې د حکمتیار اعلاميه د پاکستان د ګټو لپاره يوه اعلاميه ثابته شي، دلیل یې په همدې اعلاميه کې دی. که د حکمتیار مطلب بې طرفانه تحليل وای، نو د هغو ډلو نومونه يې ولې نه دي ياد کړي، چې پاکستان يې د هند پر ضد استعمالوي او ملاتړ يې کوي؟

حکمتیار په خپله اعلاميه کې هغه افغانان، چې د هند پلوي او د پاکستان مخالفت کوي، بې شعوره او سيکولر بللي دي. په سيکولریزم باندې د ملي ګرا افغانانو تورنول د حکمتیار پخوانی عادت دی، د افغانستان په دوديزه ټولنه کې د اخوانيانو په تعبیر په يو چا باندې د بې دٍينۍ تورلګول هغه وسله ده، چې کلونه مخکې د افغاني نشنلیزم د ځپلو لپاره له پاکستانه را وارده شوې. حکمتیار اوس هم له خپلو سياسي مخالفانو سره په سيالۍ کې له پاکستاني وارداتو استفاده کوي.

سره له دې، چې هېڅ داسې شواهد نشته، چې د افغانستان حکومت دې د هند او پاکستان تر منځ جګړه کې د يوه لوري په طرفدارۍ او د بل په مخالفت دريځ نيولی وي، خو حکمتیار د ده په اصطلاح د کابل حکومت تورن کړی، چې د يوه په پلوي او د بل پر ضد اعلاميې ورکوي. حکمتیار په خپله اعلاميه کې د پاکستان په ګټه د افغانستان په حکومت تور لګولی، چې د هند طرفداري کوي.

د خواشينۍ ځای دی، چې دغسې هېواد دښمنو کسانو ته هره میاشت له ملي بودجې ميليونونه افغانۍ ورکول کېږي، خو د خوښۍ ځای دادی، چې هېوادپاله افغانان په ځانګړې توګه ځوان ملي ګرا نسل د بل هر وخت په پرتله ويښ دی.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>اجمل هوډمن حقوق پوه او ازاد ليکوال دى او په کابل کې اوسيږي. بريښناليک: [email protected]</p>