Language

author avatar
21 Apr 2020 - 20:15
author avatar
21 Apr 2020 - 20:15

لیکوال: اسدالله مبارز

که تاسې چیرې د اقتصادي موضوعاتو اړوند زما لیکل څارئ نو ما څه وخت دمخه یوه لیکنه کې ویلې وو چې د اپریل میاشت په اوږدو کې ممکن د یو بیرل تیلو بیه له لسو ډالرو هم کمه شي، د یادې لیکنې لینک دلته دی که د لوستلو شوقیان یاست نو په دې لینک کلیک کړئ چې یادې لیکنې ته مو ورسوي.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=100397724937350&id=100304224946700

دا چې د یو بیرل تیلو بیه دې له صفر ډالر څخه هم ښکته شي، دا په ټول تاریخ کې لومړی ځل دی او دا ډول وړاندوینه هیچا هم نه ده کړي. د تیلو بیه بیرته شل ډالرو ته ورسیده خو د څو شیبو لپاره په خاص ځای کې له صفر څخه یې د بیو د ولېدلو پر دلایلو پوهیدلو وړاندې اړینه ده چې د تیلو اړوند په څو اساسي شیانو باندې پوه شئ!

لومړۍ دا چې د هر هیواد ځمکې ځانګړي خصوصیات لري نو کوم هیوادونه چې تیل لري د هغوی تیل هم مختلف ډوله دي؛ ځینې ډیر نري او باریک، ځینې بیا بیخي خټه او ځینې نور هیوادونه بیا درمیانه تیل لري، رنګونه یې هم فرق کوي، ځینې طلایي زیړ او ځینې نور بیا تک تور تیل تولیدوي. د رنګ او ضخامت له مخې د تیلو بیې فرق کوي، تر ټولو ګران بیه یې نري او روښانه تیل دي چې اکثره په جیټ الوتکو کې کارول کېږي، ورپسې بیا لږ نري خو روښانه، درمیانه او درانده تیل په ترتیب سره لوړې بیې لري. له ټولو درمیانه تیلو استعمال ډیر دی.
دویم دا چې د هرې سیمې تیل خپلې بیې لري، ځینې یې ډیر لوړ خو ځینې نور بیا ډير ارزانه بیه لري، په دې کې تر ټولو لومړۍ باکیفیته تیل چې بیه یې نر نورو لوړه ده د د امریکا دي چې د (WTI (West Texas Intermediate دي، ورپسې په دویم نمبر کې بیا Brent Blend تیل دي چې دا ډول تیل بیا په روسیه او شمالي سمندرګي تر څنګ ساحو کې ډیر پیداکېږي، تر ټولو وروستۍ ډول تیل بیا د OPEC Basket په نوم تیل دي چې دا د عرب هیوادونه او مکسیکو شاوخوا ساحو کې پیداکېږي.

مونږ چې د کومو تیلو د بیو غورځیدلو د لاملونو خبره کوو، که تاسې ځیر شوي یاست نو د امریکا د WTI تیلو بیه له صفر څخه د څو شیبو لپاره ولوېدله، د بلومبرګ د راپور له مخې د پنځو څخه تر شپږ ساعته پورې د تیلو بیې له صفر څخه هم ولویدې خو اوس بیرته له شل ډالرو څخه هم پورته شوې.
که تاسې چیرې د یاد خبر تفصیل پلټلی وي نو کتلې به مو وي چې د تیلو حقیقي بیه نه بلکې د share Market (د اسهامو بازار) په څېر د اشياوو بازار يا commodity Market کې د Futures (راتلونکي) بیې ولیدلې دي. که کوم خلک د مالیې یا اقتصاد علم محصلان یا متخصصین دي، پوهېږي چې د اسهامو په بازار کې د Futures بیې څه ډول لوییږي, کټ مټ په هماغه ډول د اشياوو په مارکيټ کې د تيلو Futures بيې ولويدلې. بیا هم که کوم ملګري چې د یادو تخصصونو څخه نه وي زه یې په لنډ ډول درته دلته په ډير ساده ډول تشریح کوم.

د اسهامو په بازار کې د مشهورو کمپنیو سهم (Shares) اخیستل کېږي, تاسې که د اسهامو بازار (Stock/Share Market) نوم اوريدلې وي نو عمده وظيفه يې د اسهامو پېر و پلور دی خو بل پلو ته بیا د اشياوو مارکيټ يا (Commodity Market) کې بیا سره زر، سپين زر او تیل اخیستل کېږي. د دواړو تر منځ یو عمده توپیر دادی چې د اسهامو بازار کې د کمپینو د سهم پر اخیستلو سهمدار د خپل سهم پر خرڅولو کې آزاد پریښودل کېږي او کله یې چې هم زړه وغواړي خرڅولې یې شي نو عموما چې کمپنۍ کله ګټه کې وي سهمدار د يادې کمپنۍ ورسره سهم د ګټې مقابل کې پلوري او بالعکس که کمپنۍ په زيان کې وي سهمدار د ډير زيان څخه خوندي ساتلو لپاره خپل سهم پلوري او يا يې زيان په راتلونکي کې د ګټې پر پار ساتي, د اسهامو په بازار يا سټاک ايکسچينج دننه بیع په اصل کې د کمپنۍ ارزښت يا Value اخیستل دي نه کوم فزیکي څیز خو بل پلو د اشياوو ړ بازار Commodity Market‌ بيع چې عموما په انلاین ډول وي د فزيکي څيز اخيستل کېږي, ددې بيع تړون میاشت بعد ختمېږي يعني که پر اول اپريل دې د اشياوو له مارکيټ څخه تيل په انلاين ډول واخيستل بايد د مئي مياشتې تر لومړۍ نيټې يې خرڅ کړې کنه د مئي په اول تاريخ مجبور يې تيل له ځان سره يوسي, دې ډول بیع يا سودا ته راتلونکي بیع یا Futures‌ وایې چې د اوس په بيه د تر راتلونکي يوې مياشتې سودا کېږي.

پرون چې د اخيستل شويو تيلو د سودا اخيستلو را پدېخوا د مياشتي وروستۍ نیټه وه او له Commodity Market څخه اخیستونکي باید تیل بیرته په انلاین ډول په بل چا خرڅ کړي وو او یا یې هم په فزیکي ډول د تصفیه کیدونکو کمپنیو باندې پلورلې وو خو داسې ونشو, نه سوداګرو تيل په بل چا خرڅ کړای شو او نه ورسره د ډکو ذخيرو سربېره تيل وړلای شو, د تيلو تصفيه کوونکي کمپنۍ تيل ځکه خلک نه اخلي چې د تیلو تقاضا يا غوښتنه کمه يا بيخي نشته, د کرونا وايرس له وجې د تيلو مصرف نشته، الوتکي پروازونه نلري، د موټرو، ماشینونو او فابریکو مصارف د نشت په حساب دي نو له یادو سوداګرو تیل چا نه واخیستل او نه ورسره نورې ذخیرې شته چې ترې ډکې وې نو په داسې حالت کې سوداګر مجبور دي چې د تیلو بیې کمې کړې تر څو تیل خرڅ کړي کنه د اشياوو د مارکيټ د تړون له مخې نن باید ټول تیل بیرته واخلي.

بل پلو ته څوک حاضر نه ول چې تیل واخلي، سوداګر مجبور شول چې د تیلو بیه کمه کړي؛ لس بیا پنځه ډالر او بالاخره صفر ډالر باندې یو بیرل اخیستلو ته هم څوک حاضر نه ول، بالاخره سوداګرو پریکړه وکړه چې د تیلو سره روپۍ هم ورکړي خو چې ځان ترې خلاص کړي نو هماغه وو چې د تیلو بیه منفي ته ورسیده او د امريکا د WTI تيل د اخيستلو سربيره تصفيه کوونکي کمپنۍ ته روپۍ هم ورکول کيدې, په تېر تاريخ کې دا لومړۍ ځل دی چې د تيلو بيې دومره لويېږي.

نپوهېږم چې افغانستان به د خامو تيلو د تصفيه کولو کارخانه لري او کنه او يا د خامو تيلو ذخيرې, خو که کارخانه يا ذخيرې لري نو د سياسي کشمکشونو ته په کتو مونږ ونتوانيدو يا څوک نغواړي چې د تيلو په کمو بيو کې ورسره شته ذخيرې ډکې کړي تر څو خلک يو ليټر تيل پر پنځلس افغانۍ واخلي ځکه چې دوی ته په کم نرخ کې ګټه (فساد) کم وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه